شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او نړۍ څو لنډ خبرونه

د افغانستان او نړۍ څو لنډ خبرونه

(د دې برخې خبرونه د ورځې تر پایه تاره کیږي)

ترکي رسنۍ وايي چې د دغه هیواد یوه خصوصي شرکت ۷۷ انسات په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د ۲۲ میګاواټه برښنا د تولید موافقه لاسلیک کړه.

د دې موافقې پر اساس ۷۷ انسات ترکۍ کمپنۍ به د کابل په نغلو سیمه کې د ۲۲ میګاواټه لمریزې انرژۍ سیستم جوړ کړي.

۷۷ انسات کمپنۍ به په راتلونکو څو میاشتو کې پر دې پروژې کار پیل کړي خو په ۱۴ میاشتو کې یې باید بشپړ کړي.

د ترکیې (تُرکش) ورځپاڼې نن پر خپله ویبپاڼه د دې خبر د خپرولو ترڅنګ کښلي چې دا په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د انرژۍ د تولید په برخه کې له خصوصي سیکتور سره لومړنی قرارداد دی.

۷۷ انسات کمپنۍ به پر دې پروژې ۲۰ کاله څارنه کوي.

 پرون (یکشنبه) د طالبانو حکومت د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وویل، د ۴ میلیارد افغانیو په ارزښت یې د څلورو پروژو قراردادونه لاسلیک کړي دي.

په دې پروژو کې د لمریزې انرژۍ پر یادې پروژې سربېره په هرات کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برښنا د لاین غځېدا او د برښنا د دوو سب ستېشنونونو جوړېدا، د کابل ښار د میرویس میدان د سوداګري مرکز او په هلمند کې د هستوګنې لپاره د اپارتمانونو جوړېدا شاملې دي.

——————

د پاکستان پوځ ته نژدې رسنۍ، سما وايي په تېرو ۱۲ ورځو کې ۷۱۸۶ تنه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د سما پر اساس، په دغو کسانو کې ۲۸۷۴ نارینه، ۱۵۴۳ ښځینه او ۲۷۶۹ ماشومان وو.

د دې پاکستانۍ رسنۍ پر اساس د مارچ تر ۲۴ پورې ټولټال ۵ لکه ۲۰ زره افغان کډوال په خپله خوښه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

پوځ ته نژدې رسنۍ دا خبر په داسي ورځ خپور کړ چې د پاکستان حکومت له ټولو ایالتونو څخه د راجستر شویو افغان کډوالو د ایستلو لپاره تیاري اعلان کړه.

د هغه پروګرام پر اساس، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یې د کډوالو د ایستلو دوهم پړاو بولي، لومړی د کارت لرونکو کډوالو د اوسیدو ځایونه پېژندل کېږي او د اپریل په پای کې به یې د ایستلو بهیر پیلیږي.

—————-

ملګروملتو د افغانستان په بیلابیلو برخو کې په ځان د بسیاینې لپاره ښځو ته د خیاطۍ د زده کړې پروګرام پیل کړ.

د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام، نن (دوشنبې) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د دې پروګرام هدف دا دی چې ښځې په افغانستان کې له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي.

تر دې مخکې د ملګروملتو پراختیايي ادارې ویلي و چې په افغانستان کې یې څه باندې ۱۶ زره ښځو ته لنډمهالې دندې مهیا کړي دي.

————-

د اوبو او انرژۍ وزارت او د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو درو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې تېزو ورښتونو او سیلونو اټکل کړی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هیوادو د امو (شمال)، هریرود (لوېدیځ)، هلمند (جنوب لوېدیځ) او کابل (مرکز او ختیځ) په سیندیزو حوزو کې د ناڅاپي ورښتونو او ورسره مل سیلونو احتمال شته.

په خبرپاڼه کې په ځانګړي ډول په دغو سیمو کې د سیلونو د خطر یادونه شوې ده:

د کوکچې، تالقان، بغلان، سمنگان، بلخ، سرپل، میمنې، کوشک او کاشان، بادغیس، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزنی، پکتیکا، پکتیا، خوست، پنجشیر، غوربند، کابل، میدان وردک، کونر او لغمان.

—————

د افغانستان بانک وايي، په تېرو درو کلونو کې یې ۵ میلیارده او ۲۰۰ میلیون افغاني بانک نوټونه، چې زاړه شوي وو، راټول کړي او سوځولي دي.

د افغانستان بانک پرون (یکشنبې) په خپل کالني راپور کې ویلي چې دا بانک نوټونه یې د افغانستان په بیلابیلو زونونو کې سوځولي او د هغو پر ځای یې نوي افغاني بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي دي.

ډېر افغانان شکایت لري چې په بازار کې موجود افغاني بانک نوټونه زاړه دي او له بلې خوا د افغانیو اندازه کمه ده.

خو د افغانستان بانک بیا وايي چې سږ کال به نور افغاني بانک نوټونه چاپ او بازار ته وړاندې کړي.

د افغاني بانکنوټونو د ژر زړیدو یو اصلي دلیل دا دی چې خلک یې سم نه ساتي، په خیرنو لاسونو یې لاس به لاس کوي او بې له دې چې له قاتولو پرته یې په بټوه کې وساتي، په چرموړلي حالت کې یې په جیبونو کې ننه باسي.

——————-

ټاکل شوې ده چې د افغانستان بانک سبا (سې شنبه) ۱۷ میلیون ډالره لیلام کړي.

دغه بانک نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ډالر د دې لپاره لیلاموي د ډالرو په شمول د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت پیاوړی شي.

د افغانستان بانک په شرايطو له ټولو برابرو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي

—————-

په کابل کې د ترکیې سفیر د طالبانو د حکومت له چارواکو وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.

د ترکیې سفیر جنګ اونال پرون (یکشنبې) په کابل کې د ترکیې د معارف بنسټ په مرکز کې د روژه ماتې په مېلمستیا کې وویل:«افغانان پیاوړي خلک دي او پر خپلو ستونزو لاسبري کېدای شي.»

ده د پوهنې په برخه کې له افغانانو سره د خپل هیواد مرستې ته تیاري وښوده.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې تجونې د لېسې، متوسطې او پوهنتون له زده کړو پکې محروم دي.

——————

طالب چارواکي وايي چې د کمال خان بند به سږ کال د نیمروز مرکز زرنج او د دې ولایت ولسوالیو ته اوبه ورسوي.

دا خبره د طالبانو د نیمروز والي شیخ محمد قاسم د کمال خان بند له لیدو وروسته وکړه.

که څه هم دا معلومات نشته چې سږ کال د بند په کاسه کې څومره اوبه زیرمه شوي، خو ویل شوي چې د بند تخنیکي ټیم زرنج ښار او ولسوالیو ته د اوبو رسولو مهالویش جوړ کړی دی.

کمال خان بند چې له زرنج ښاره ۹۰ کیلو متره لرې په چهار بورجک ولسوالۍ کې دی، ۵۲ میلیون متر مکعبه اوبه پکې زېرمه کېدای شي.

ایران د دغه بند په جوړېدو اندېښنه ښکاره کړې وه.

دا بند پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې پرانیست او هغه مهال یې په ګاونډي هېواد ایران غږ وکړ که له دې بنده اوبه غواړي، باید په بدل کې یې افغانستان ته تېل ورکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب