شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په ډېرو سیموکې بیا د سېلابونو اټکل شوی

د افغانستان په ډېرو سیموکې بیا د سېلابونو اټکل شوی

تاند (دوشنبه، د حمل ۶ مه) د اوبو او انرژۍ وزارت د راتلونکو درېیو ورځو (د روانې وري مياشتې له ۷ څخه ۹نېټې پورې) لپاره د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د تېزو بارانونو اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

یاد شوي وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو، شمال، هریرود، هلمند او کابل) سیندیزو حوزو کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (کوکچې، تالقان، بغلان، سمنگان، بلخ، سرپل، میمنې، کوشک و کاشان، بادغیس، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزنی، پکتیکا، پکتیا، خوست، پنجشیر، غوربند، کابل، میدان وردک، کنر او لغمان) سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.

دغه وزارت د یادو سیمو له اوسیدونکو غوښتي، چې د سېلابونو د راوتو په اړه خبر او لازم چمتووالی ولري.

په وروستیو کې افغان کروندګر د ورښتونو له نشتوالي او د وچکالۍ له شدت څخه په پرله پسې ډول شکایت کوي او وایي د کروندو او حاصلاتو تر څنګ یې د ژوند بېلابېل اړخونه اغېزمن کړي.

اوس د ورښتونو او سېلابونو له بیا- بیا تکرار سره خلک شکایت لري چې درانه مالي او ځاني زیانونه ور اوښتي، خو طالب چارواکو ورسره لازمې مرستې نه دي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب