شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد پاکستان د سوداګرۍ وزارت پلاوی کابل ته راغی

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت پلاوی کابل ته راغی

تاند(دوشنبه، د حمل ۶ مه) د پاکستان د سوداګرۍ وزارت پلاوی نن (دوشنبې) کابل ته راورسید چې له طالب چارواکو سره د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګري اړیکو د پراختیا پر لارو چاروخبرې وکړي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د قایم مقام په مشرۍ پلاوی په داسي حال کې کابل ته راغلی چې پاکستان د افغان سوداګرو د وارداتو او صادراتو په لاره کې خنډونه تر بل هر وخت زیات کړي او دفاع وزیر یې تازه ویلي چې د افغانستان او هند ترمنځ د ترانزیت لاره به هم بنده کړي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ ویندوی عبدالسلام جواد وویل چې پاکستاني پلاوی کابل ته رارسیدلی دی.

پرون پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت پلاوی به د طالبانو له سیاسي، اقتصادي، سرحدي او امنیتي چارواکو سره خبرې وکړي.

د پاکستان د سوداګري پراختیا اجرايي ريیس محمدزبیر موتي والا کابل ته د خپل هیواد د پلاوي سفر د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د بهیر په اړه د ډاډ او اعتماد رامنځته کولو لور ته یو ګام بولي.

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ممتاز زهرا نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هیواد د سوداګرۍ وزارت قایم مقام خرم آغا کابل ته په دوه ورځیني سفر ځي څو له افغان لوري سره پر سوداګري چارو خبرې وکړي.

دې همداراز ویلي چې اسلام اباد له افغانستان سره تجارتي اړیکو ته ژمن دی.

دا پاکستانی پلاوی په داسي حال کې کابل ته سفر کوي چې په شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي له لوري د ۷ پاکستاني پوځیانو له وژل کېدو او په خوست او پکتیکا کې د پاکستان په بمبارۍ کې د ۸ ملکي افغانانو له وژل کېدو وروسته د دوو خواوو اړیکې ترینګلې شوي دي.

1 COMMENT

  1. دوستي از دشمن معنی مجوی
    آب حیات از دم افعی مجوی
    فردوسي
    د ژمي په توده مه نازېږه ، د دښمن په خوږه مه نازېږه.
    دا منافقین دی ، او د منافقینو په قول ، عهد اوپیمان مه غولېږئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب