Home+بار | ليکوال:آرين تسل

بار | ليکوال:آرين تسل

پروفیسر پر مېز ایښی ګیلاس ځان ته رانږدې کړ او له اوبو یې ډک کړ. بیا یې پر مېز پرتې عینکې راواخیستې او پر سترګو یې کړې.
وروسته یې د اوبو ډک ګیلاس راواخیست، د ټولګي مخې ته یې پورته کړ او له زده‌کوونکو یې وپوښتل:
«تاسو څه فکر کوئ، د دې ګیلاس وزن به څومره وي؟»
ټولو زده‌کوونکو د اوبو ډک ګیلاس ته وکتل. یوه زده‌کوونکي لاس پورته کړ او ویې ویل:
«ښايي سل ګرامه وزن ولري.»
بل زده‌کوونکي لاس پورته کړ او ویې ویل:
«شاید پنځوس ګرامه وزن ولري.»
پروفیسر ګیلاس همداسې په لاس کې نیولی و. هغه وویل:
«په حقیقت کې، د دې ګیلاس دقیق وزن دومره مهم نه دی؛ خو که زه دا ګیلاس ټوله ورځ په همدې لاس کې ونیسم، څه به پېښ شي؟»
ټولو زده‌کوونکو په یوه غږ ځواب ورکړ:
«لاس به مو درد وکړي!»
پروفیسر ګیلاس پر مېز کېښود او ویې ویل:
«زموږ ستونزې هم د دې ګیلاس په څېر دي. دا مهمه نه ده چې ستونزه مو څومره درنه ده؛ مهمه دا ده چې موږ یې څومره وخت په خپل ذهن کې ساتو.
که زه دا ګیلاس یوازې څو شېبې په لاس کې ونیسم، کومه ستونزه به راته پیدا نه شي. که یې د څو ساعتونو لپاره ونیسم، لاس به مې ستړی شي؛ خو که ټوله ورځ یې همداسې په لاس کې وساتم، لاس به مې دومره ستړی شي چې ښايي نور یې د نیولو توان ونه لرم.
زموږ ستونزې هم همداسې دي. که د یوې ستونزې په اړه لږ فکر وکړو، ښايي حل یې پیدا کړو؛ خو که ټوله ورځ، هره شېبه او هره شپه یې په ذهن کې وګرځوو، زموږ ذهني سکون به له منځه یوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ناشناس وروستۍ مرکه| ډاکترخوشحال حبيبي

ما د ناشناس مرکه (له ناشناس سره مرکه، مالمو سويدن ١١ اپريل ٢٠٢٦) چي تر دغه عنوان لاندي خپره سوې ده او د سويډن...