د یوې موسکا له خزانې ځنې مې غلا کوله
مخ یې رڼا کوله سترګو یې ځلا کوله
چې په پلو کې یې سپوږمۍ لرله ستوري لرل
هسې له نازه به یې شپه راته بلا کوله
د یوې نازکې ګناه زغم به مې چې مات ولیده
الا بلا به مې په غاړه د ملا کوله
د نظر لاس مې رپېده په کې مظلومې اوښکې
هغې ظالمې به ظالمه شان ښکلا کوله
سلیماني زرغون جمال یې سمندر وګڼی
یوه شبنم به د میږي خونه تالا کوله
کاروان په مینه کې د خپل زړه په خبره ولاړ
نه مې له چا سره مسلات نه مې سلا کوله
۱۹قوس-۱۳۹۲
غوښتل مې اول د کونړ د ښوونځي د سوزېدلو خبر ولولم خو نیت وکړ چې اول لږ په زړه کې قوت پیدا کړم بیا به هلته ورشم. اوس نو چې نسبتا ښه یم اوس به هلته ورشم.
كاروان صيب الله پاك دي د شعرونو كاروان تل بريالي لره
ما شا الله داخو ډیر ښه غزل ده ماته ای ډیر زیات خوند راکړی ما شا الله پیر محمد کاروان خو د پښتو ژبی یو افتخار ده
میرویس جو بیر له زابل ولایت څخه