پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeداسې هم شتهساینسسمارټ بوټونه جوړ شول

سمارټ بوټونه جوړ شول

تاند- د سمارت فون، سمارت تلویزیون او سمارت کمپیوټر مو اورېدلي و خو د سمارت بوټونو به مو تراوسه لا نه و اورېدلي.

دا سمارټ بوټونه، چې پرمختللي سینسورونه او مایکرو الیکترونیکونه لري، د ځغاستې په وخت پښو ته د زیان اوښتو مخه نیسي.

دا بوټونه تر ټولو زیات په سوکه منډه کې پکارېږي.

ورو ځغاسته ستریس کموي او د زړه د رګونو د بندېدو له مخنیوي سره مرسته کوي او د دې تر څنګ عضلې پیاوړې کوي.

خو ځیني وخت سوکه منډه مفصلونو ته زیان اړوي او د پښې د بېډۍ د اوښتو سبب کېږي. سمارټ بوټونه د دې ډول صدمو مخه نیسي او پر دې سربېره د ورزشکارانو د تمرین د څرنګوالي جاج اخلي.

دا بوټونه د ځغاستونکي د منډې سرعت پر له له پسې تنظیموي او که ځغاستونکي ناسم ګامونه اخیستل، پر ملا یې اضافي فشار راولي او په دې توګه یې خبروي چې سمې منډې ووهي.

د دې پروژې مسوولانو ویلي چې دا ډول بوټونه به د ۲۰۱۵ کال په پیل کې بازار ته راوباسي.

(سمارټ یعني په لمس او حس کېدو کار کوونکي)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...