د ولې؟ کلمه او پوښتنه د انسان له پيدايښت سره هممهاله او پيوسته راپيدا شوې ده. ولې؟ ته هر پوه او ناپوه له خپله ديده ځوابونه ويلي او پيدا کړې دي. لکه څرنګه چې د ولې؟ په اړه مختلف ځوابونه شتون لري، نو ځکه يې په اړه قانع کوونکي او ارزښتمن ځوابونه کم دي، له همدې امله د نړۍ لوی لوی پوهان اوس هم د ولې؟ په اړه قانع کوونکي ځواب ته په پيدا کولو لګيا دي.
د انسان ټول ژوند ولې ولې؟ دی. دا پوښتنه چې ولې ادبيات يا ادبيات ولې لولو؟ تنها د ادب په اړه نه ده، موږ نور علوم، ساينس، تاريخ، اقتصاد او….. ولې لولو؟
که يو څوک ووايي چې زه تاريخ د دې لپاره لولم چې د تېرو قومونو او خلکو له حاله ځان خبر کړم، نو بيا د تاريخ د لوستلو ارزښت په څه کې شو؟
خو که يو څوک تاريخ بيا د دې لپاره لولي چې د تېرو قومونو او ټولنو فکري، کلتوري او فرهنګي بدلونونه پکې وګوري، نو بيا به د تاريخ لوستل يو ارزښت او ګټه پيدا کړي.
ادبيات هم همداسې…. که يو څوک ادبياتو ته د روزۍ د وسيلې په سترګه ګوري يا يې د مادي امتياز او ګټې لپاره لولي، شايد دی پکې خپل مطلب ته ورسېږي، خو دلته چې د ادبياتو اصلي موخه کومه ده، هغې ته پکې نه شي رسېدای.
موږ ادبيات ولې لولو؟ او آیا تر اوسه يې په ارزښت پوی شوي يو؟
دا پوښتنې ډېر ځوابونه لري، د نړۍ ډېرو اديبانو پرې ليکنې کړې دي او له لوی سره دا موضوع نوره په کليشه بدله شوې ده، خو څنګه چې ادبيات يو هنري معرفت دی نو له همدې امله دا موضوع نوره هم بايد وشاربل شي.
موږ ادبيات ځکه لولو او ځکه ورسره مينه لرو چې:
اول، موږ شايد تر اوسه ژوند ښه نه وي پېژندلی، خو هغه کسان چې د نړۍ شاهکار ناولونه، لنډې کيسې او نورې تخليقي ليکنې يې مطالعه کړې وي، شايد زموږ په پرتله د ژوند پر اهميت ښه پوی او آګاه وي، داسې ځکه ده چې ادبيات زموږ سره د ژوند په پېژندلو، د ژوند په کولو او د ژوندانه د ښو او بدو اړخونو په پېژندلو کې لویه مرسته کوي، ځکه په يو ناول، لنډه کيسه، اټوبيګرافي، خاطره ليکنه او…… کې موږ خپل ژوند، د خپل ژوند تجربې، لوړې ژورې او…. ليدلی او حس کولی شو.
دوه، له ادبياتو سره د انسان مينه فطري ده، دا ځکه چې ادبيات د نورو علومو خلاف يو هنري معرفت دی.
ادبيات پر اجتماع، د هغوی په کلتور، فرهنګ او….. باندې ولاړ دي. په ادبياتو کې د ولس او بشر او د بشر د کړو وړو احساسات ډېر بارز او ښکاره ليدل کېږي.
درې، په نورو علومو کې تر ډېره د انسان له فکر او عقل سره مستقيمې اړيکې موجودې وي، خو ادبيات بيا برعکس د انسان له احساس او عاطفې سره مستقيمې اړيکې لري. ادبيات د ټولنې ښېګڼې او بدګڼې په داسې شکل بيانوي چې مخاطب او لوستونکی پکې فکر کولو او ځواب پيدا کولو ته اړ کېږي، يعنې ادبيات تر ډېره تا راسن د يوې موضوع پايلې ته نه رسوي، بلکې پوښتنې درته راولاړوي چې ولې داسې وشول؟ څنګه داسې کېږي؟ ولې داسې وشي؟ او…….
څلور، ارستو يو ځای ليکي: تاريخ هغه څه بيانوي چې شوي وي او ادبيات هغه څه بيانوي چې هغسې بايد شوي وای يا کېدی وشي.
دا د بايد کلمه موږ نور هم د ادبياتو لوستلو او ويلو ته راکشوي، مثال: موږ تاريخ د دې لپاره لولو چې د تېرو ټولنو، خلکو، سياسيونو، د هغوی له کارونو، فرهنګ، فکرونو او….. سره اشنا شو او تاريخ موږ ته هغه څه بيانوي چې په تېر کې پېښ شوي وي؛ خو ادبيات بيا موږ د دې لپاره لولو چې موږ بايد داسې وکړو يا ونه کړو يا کېدی شي، داسې وشي يا ونه شي، مانا دا چې ادبيات موږ له حال او مستقبل سره تړي، په موږ راتلونکی ويني او په حال مو راضي کوي. ادبيات موږ تېرو زمانو ته نه وړي او که يو مو هم سي، فکر مو په تېر کې نه بندوي، موږ د تېر وخت ارمانجن کوي نه، بلکې تېر په موږ راسپړي او هېروي او په اوس کې مو ژوند ته رابولي.
پنځه، څرنګه چې د ادبياتو اجتماعي نقش ډېر دی نو د ټولنې وګړي له دې امله هم له ادبياتو سره مينه لري چې د ادبياتو او د ټولنې د ارزښتونو ترمنځ يو لړ متقابلې اړيکې موجودې دي، که ادبيات د يوې ټولنې د ارزښتونو له امله قوت او اهميت مومي، همداشان ادبيات هم د همدغه ټولنې ارزښتونو ته انعکاس ورکوي او له يوې ټولنې نه يې بلې ته او له يو ځای نه يې بل ځای ته لېږدوي. همداراز ادبيات د يوې ټولنې، د هغوی په فرهنګ او کلتور او د وګړو د فکرونو په اوړون او بدلانه کې مهم رول لري.
شپږ، ادبيات د نورو علومو خلاف يو خيالي او آزادانه علم او هنر دی. ادبيات که له يوې خوا يوه خيالي نړۍ ده، خو له بلې خوا واقيعتونه هم بيانوي، له همدې امله يو اديب او ليکوال په آزاد مټ په موږ خپل خيالات او مبهم واقعات ليدلی او حس کولی شي.
اووه، انسان تنها د ګتې لپاره نه دی پيدا شوی، پر ګټه سربېره خوند او لذت ته هم اړتيا لري او دا د انساني فطرت یوه طبيعي او فطري خاصه ده چې لوی رب په انسانانو کې اېښې ده. ادبيات که ګټور هنر نه دی، ښکلی هنر حتماً دی او همدغه ښکلا يې د انسان د خوند او دمې سبب کېږي. د ارستو په باور چې وايي: ګټور هنرونه د ژوند مادي ضرورتونه پوره کوي، خو ښکلي هنرونه بيا د خوند او لذت لپاره دي او په عين وخت کې د نفس د تزکيې او د روح د تصفيې لپاره هم پکارېږي.
اته، په ټوله کې موږ ادبيات ځکه لولو او له دې امله ورسره مينه لرو چې:
د ادبياتو په مرسته موږ نور خلک مينې کولو ته رابولو، د ادبياتو په مرسته موږ خپلې ناويلې نورو ته بيانوو، ادبيات له موږ سره د ماضي نه په راويستلو کې مرسته کوي، ادبيات موږ ته د خپل مزاج او طبعې ملګري راکوي. ادبيات له موږ سره د خپل ژوند د اړو دوړ او خپلې خوا و شا په ساتلو او ثبتولو کې مرسته کوي، ادبيات په موږ هغه څه بيانوي او ويني چې زموږ په زړه کې دي او زموږ له زړه راوځي، له عقل او منطق سره يې ډېر سر و کار نشته. ادبيات له موږ سره د هغه کارونو په کولو کې مرسته کوي چې تر ډېره يې کول ناشوني وي. ادبيات موږ ته دا راښيي چې انسان تنها فزيکي نړۍ نه لري، بلکې سمه نيمه دنيا يې خيالي نړۍ ته هم ورګډېږي او په پای کې ادبيات موږ د خوند لپاره لولو، د هغه خوند لپاره چې په نورو علومو کې نه پيدا کېږي او يا له سره شته نه.