جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد قطر د دفاعي صنایعو په نړیوال نندارتون کې د ملا یعقوب...

د قطر د دفاعي صنایعو په نړیوال نندارتون کې د ملا یعقوب ګډون

تاند (۳ شنبه، د حوت ۱۴مه) د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او ورسره پلاوي یې د دوحې د دفاعي صنایعو له نړیوال نندارتونه د لیدنې تر څنګ په هغه غونډه کې هم برخه اخیستې، چې د قطر د امیر مرستیال د ګڼو هېوادونو د دفاع له وزیرانو سره ترسره کړې.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې مولوي یعقوب او پلاوي یې د نندارتون د بیلابیلو برخو لیدنه کړې ده.

مجاهد د هغې ناستې عکسونه هم خپاره کړي، چې مولوي یعقوب په نندارتون کې تر ګډون مخکې د ګڼو هېوادونو د دفاع وزیرانو سره په ګډه د قطر د امیر له مرستیال شېخ عبدالله بن حمد آل ثاني سره ولیدل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي، چې ملا یعقوب به د قطر چارواکو او یو شمېر بهرنیو دیپلوماتانو سره هم وویني.

په دې اړه نور جزییات نه دي څرګند شوي.

قطر د طالبانو له تر ټولو نژدې ملاتړو هېوادونو څخه دی، چې د دوی له بیا واکمنیدو مخکې یې د امریکا په مرسته دوی ته سیاسي دفتر پرانیست او امریکا سره یې د سولې خبرو کوربه توب وکړ.

د افغانستان لپاره د امریکا په ګډون د ډېرو هېوادونو دیپلوماتان هم له قطر څخه خپلې دندې مخته وړي.

څه موده مخکې قطر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د دویمې لویې غونډې کوربه و، چې طالبانو پکې ګډون ونه کړ.

څارونکي باور لري، چې د ملا یعقوب د دغه سفر په ترڅ کې به نوموړی د پردې تر شا د یو شمېر لویدیزو هېوادونو دیپلوماتانو او استازو سره هم لیدنې کتنې ولري.

ملا یعقوب د طالبانو د ځوان نسل له مشرانو ګڼل کیږي.

هغه د طالبانو د تحریک د موسس او پخواني واکمن ملا عمر زوی دی او د نورو طالب مشرانو په نسبت له نړیوالې ټولنې او افغان لوریو سره د تعامل تر څنګ په ځینو برخو کې نرم او اصلاح غوښتونکی دریځ لري.

1 COMMENT

  1. دوی خو هلته هم حادرونه په اورو اچولي دي. د سندي د احترام او درنست په پار باید مناسب لباس واغوندي أو دا كومه بده خبره نه ده، بلكى د دندى او منصب درناوى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب