پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه اروپا کې نیمايي دندې د ښځو په لاس کې دي

په اروپا کې نیمايي دندې د ښځو په لاس کې دي

تاند (سې شنبه، د حوږت ۱۵ مه)  د اروپا د احصایې اداره (یوروستت) وايي، د دې اتحادیې په غړیو هیوادونو کې ۵۴ سلنه تخصصي، حرفوي او مسلکي کارونه د ښځو په لاس کې دي.

د دې راپور له مخې، چې یورو ستت پرون (دوشنبې) پر خپله ویبپاڼه خپور کړ، په سلو کې ۳۵ ریاستونه او مدیریتونه هم د ښځو په لاس کې دي. همداراز د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې ۴۱ سلنه ساینسپوهان او انجینیران ښځې دي.

په راپور کې د تخنیک په اړه ویل شوي چې د اروپايي اتحادیې د ټولو ټکنېشنانو نیمايي ښځې دي.

د راپور پر اساس، په صنایعو (فابریکو) او د مونتاژ په کارځایونو کې د ښځو ونډه کمه ده.

بل سیکتور جې د ښځو ونډه پکې کمه ده هغه ترانسپورت دی. د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې د بسونو او درنو باري موټرو (کانتینرونو) ۴ سلنه چلوونکې ښځې دي.

2 COMMENTS

  1. په کارونو د ښځو بوختیا له یوی خوا ښځو ته روحی ځواک او اقتصادی خپلواکی ور بخښی خو له بلی خوا په ښځو کی د اولاد د زیږولو انګیزه کمزوری کوی، همدا علت دی چی اروپا ( ټول غرب ) د نسل د ډیرښت د بحران سره مخامخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...