Homeخبرونهد محمود خان اڅکزي پر کور د چاپې خلاف پاکستان کې اعتراضونه

د محمود خان اڅکزي پر کور د چاپې خلاف پاکستان کې اعتراضونه

تاند (سې شنبه، د حوږت ۱۵ مه) د پاکستان تر واک لاندې څلور واړو ایالتونو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي پر کور د چاپې خلاف اعتراضیه لاریونونه شوي.

اڅکزی، چې تازه یې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان په ملاتړ څرګندونې کړي او د هغه لخوا د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند شوی، د پاکستان نوي صدراعظم شهباز شریف او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو یې هم پر کور تر سره شوې چاپه غندلې او په اړه یې د پلټنې غوښتنه کړې ده.

دغه پښتون سیاستوال تر هغې وروسته، چې ولسمشرۍ ته د تحریک انصاف ګوند له لوري نوماند شو، په بلوچستان کې یې پر کور پاکستاني ځواکونو چاپه واچوله او د ګوند د سرچینو له مخې یې، د نوموړي یو ساتونکی یې ورسره یوړه .

ویل شوي، چې د چاپې پر وخت خپله اڅکزی په کور کې نه و.

پاکستاني حکومت د خپلې چاپې په اړه توضیحات ورکړي او اڅکزی یې د ځمکې په غصب تورن کړی.

ځایي چارواکو ادعا کړې، چې د چاپې پر مهال یې ځواکونو غصب شوې ځمکه له اڅکزي څخه بېرته را ګرځولې ده.

په دې اړه دلته لوستلی شئ:

د محمود خان اڅکزي پر کور د پاکستاني ځواکونو چاپه او د ځمکو په غصب یې تورنول – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...