شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد محمود خان اڅکزي پر کور د پاکستاني ځواکونو چاپه او د...

د محمود خان اڅکزي پر کور د پاکستاني ځواکونو چاپه او د ځمکو په غصب یې تورنول

تاند ( ۲ شنبه، د حوت ۱۳ مه) د پاکستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته د نوماند پښتون سیاستوال محمود خان اڅکزي پر کور د پاکستاني ځواکونو له چاپې وروسته، د بلوچستان لپاره د پاکستان ځایي چارواکو د دغه کار ننګه کړې او تور یې پورې کړی، چې اڅکزي دولتي ځمکه غصب کړې وه او دوی د هغه پر کور نه؛ بلکې پر غصب شوې ځمکې عملیات کړي.

د اڅکزي پلویانو تېره شپه وویل، چې پاکستاني ځواکونو د نوموړي پر کور چاپه وهلې او  د هغه یو ساتونکی یې ځان سره بیولی.

د بلوچستان چارواکو بیا په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې د اڅکزي پر کور نه؛ بلکې د کور څنګ ته پر غصب شوې ځمکه یې چاپه اچولې او د اڅکزي یو ساتونکی یې بیولی.

خپله محمود خان اڅکزي په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې روانه اوونۍ به د هغه د نوماندۍ په موجودیت کې د پاکستان د ولسمشرۍ د سمبولیکې څوکۍ ټاکنې وشي.

په دې اړه نور دلته لوستلی شئ:

محمود خان له ملا فضل الرحمان څخه د پاکستان د ولسمشر کېدو لپاره مرسته غوښتې – تاند (taand.net)

1 COMMENT

  1. دا محکوم پښتانه خوران که هر څو هم ځانونه پاکستاني، او د پنجاب سکني وګڼي خو هالته بیا هم ورته د غلام په سترګه کتل کیږي. آن چې د پوځ له لوري خندونکي غبرګون کې دا سپکاوی ښکاره دی. د بیلګې په ډول محمود خان ځمکه غصب کړې وه او موږ په غصب شوې خمکه چاپه واچوله، او هغه ساتونکی يي ورسره وړی دی.سړیه په تش ډاک چاپه اچول داسې معنی لري لکه هیلۍ چې په ډګر کې د لامبو وهلو اکټونه کوي. ایادا ځمکه باندې مو چې چاپه واچوله نو بیا مو ورباندې کومه پوسته جوړه کړه.؟ او که مو دا غصب شوې ځمکه در سره انتقال کړه. د ده ساتونکی مو ولي یووړ، اڅکزې په دې ځمکه باندې کوم بلډینګ جوړ کړی و او کنه؟ اڅکزي خوارکې د پاکستان د ولسمشرۍ خوبونه لیدل چې پوځیانو یې خوبونه ورګډوډ کړل. دې وايي د ګوړې اچار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب