شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهمحمود خان له ملا فضل الرحمان څخه د پاکستان د ولسمشر کېدو...

محمود خان له ملا فضل الرحمان څخه د پاکستان د ولسمشر کېدو لپاره مرسته غوښتې

تاند( یکشنبه، د حوت ۱۳ مه) د پاکستان تر ولکې لاندې د جنوبي پښتونخوا مشهور سیاستوال محمود خان اڅکزی، چې د پاکستان د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره نوماند شوی، د جمیعت علمای اسلام ګوند له مشر ملا فضل الرحمان څخه یې د هغه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

اڅکزی، چې د دې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د تحریک انصاف ګوند د رهبر عمران خان په ملاتړ را میدان ته شوی، غواړي پخواني ولسمشر آصف علي زرداري سره په دې برخه کې سیالي وکړي.

د عمران خان د ګوند یوه مهم مشر او د پارلمان پخواني رییس اسد قیصر په خپله اېکس یا ټویټر پاڼه له نوموړي څخه د تحریک انصاف ګوند د ملاتړ خبره تایید کړې او ویلي، چې محمود خان اڅکزي د ولسمشرۍ څوکۍ ته د نوماندۍ اسناد جمع کړي دي.

اڅکزي بیا په خپله ایکس یا ټویټر پاڼه د جمیعت علمای اسلام ګوند له مشر ملا فضل الرحمان سره د لیدنې لنډه ویډیو خپره کړې، خو نه یې دي ویلي چې د خبرو اجنډا یې څه وه؟

ځینو رسنیو ویلي، چې هغه له ملا فضل الرحمان څخه د ده د نوماندۍ د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د ولسمشرۍ څوکۍ تر ډېره تشریفاتي بڼه لري او له اڅکزي مخکې مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونو په کړي ایتلاف کې پر دې هوکړه کړې، چې د صدراعظمۍ مقتدرې څوکۍ ته به د مسلم لیګ نواز ګوند شهباز شریف او د ولسمشرۍ څوکۍ ته د پیپلز ګوند آصف زرداري نوماندیږي.

باور دا دی، چې که د عمران خان پلویان له محمود خان اڅکزي څخه ملاتړ وکړي، په مطرح یا ننګونکي کاندید یې بدلولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب