Home+یو میلیارد انسانان په چاغښت اخته دي

یو میلیارد انسانان په چاغښت اخته دي

تاند – د یوې سروې پر اساس شاوخوا یو میلیارد انسانان د چاغښت په ستونزه اخته دي.

په دې څېړنه کې څرګنده شوې چې د ښځو په منځ کې تر ټولو ډېر چاغان په تونګا او امریکا کې دي خو د سړو په منځ کې ډېر چاغان په ساموا، نایور او امریکا کې دي. د دغو هیوادونو له ۷۰ تر ۸۰ سلنه لویان په چاغښت مبتلا دي.

چاغښت د زړه، قند (دیابیت ۲) او ځینو سرطانونو په شمول د ګڼو ناروغیو امکان رامنځته کوي.

په دې څېړنه کې، چې په لینسټ مجله کې یې پایلې خپرې شوي دي، څرګنده شوې چې د امریکا نارینه په نړۍ کې لسم او ښځې ۳۶ ډېرې چارغې دي.

هند په دې لیست کې تر ټولو ټیټه نومره خپله کړې ده. د هند ښځو ته ۱۹ او نارینه وو ۲۱ نومره ورکړل شوې ده.

پر ارثي عواملو سربېره ډېر خواړه او غوړ خواړه د چاغښت سبب کېږي.

روژه راروانه ده که غواړئ چې د چاغښت ستونزه مو کمه شي، په روژه ماتې او پشلمي کې د معمول خلاف ډېره ډوډۍ مه خورئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...