سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+لرغونی مصر| متقاعدجنرال دولت وزیري

لرغونی مصر| متقاعدجنرال دولت وزیري

تاریخ موږ له تیرو پیښو خبروي. د تاریخ لوستل او د تاریخي ځایونو لیدل هغه وخت ګټه لري، چې له ښو يې پيروي وشي او بدو ته يې د تکرار اجازه ور نکړل شي. له همدې کبله د تاریخ د لوستلو او د تاریخی ځایونو د لیدلو سره ډیره مینه لرم. زموږ په وزیرو کې وايې: شیدی په خپله نعمت دی، «چې غوړي پرې واچوي نعمت الله شي»

د تاریخ لوستل یوه ګټه او د تاریخې ځایونو لیدل همغه د نعمت الله خبره ترینه جوړیږي. تر وسې پورې کوښښ کوم چې د تاریخي ځایونو څخه ليدنه وکړم.

افغانستان هم لرغونی هیواد دی. ډیر لرغوني اثار او ځایونه لري. د خپل هیواد د لرغونو ځایونو لیدل انسان ته د لوړ او پر ځای غرور احساس او ویاړ وربخښي. د کابل موزیم او بالاحصار، په بامیانو کې د غلغلي او ضحاک ښارونه، د بودا بوتان، په هرات کې د اختیار الدین کلا او د هرات جامع جومات، په مزار شریف کې د بلخ تاریخي ودانۍ، په سمنګانو کې تخت رستم، په ننګرهار کې د هډي پخوانی موزیم، په غزني کې د سلطان محمود زیارت، په غور کې د جام څلی، په هلمند کې د بست کلا، په کندهار کې چهل زینه، منډیګګ، او نور په لسګونو تاریخي ځايونه دي چې لیدل يې ډیر اړین دي.

له نیکه مرغه د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۰ ولایتونو کې د تاریخي ځایونو د لیدلو ویاړ را په برخه شوی دی.

په همدې توګه نړۍ هم له تاریخي او لرغونو ځایونو څخه ډکه ده. د ټولو لیدل د امکان څخه لرې خبره ده. تر وسې پورې يې لیدل اړین دي. له نیکه مرغه د نړۍ د ډیرو هیوادونو له لرغونو او تاريخي ځایونو مې لیدنه کړې ده. د عربستان له سپیڅلو ځایونو څخه نیولي د چین، هندوستان، پاکستان، ایران، قرغیزستان، قزافستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، اذربایجان، ترکيې، روسيې، اوکرايین، بیلاروس، پولنډ، جرمني، فرانسې، هسپانیا، بریتانیا، هالینډ، بلجیم، سویډن، دنمارک، لوکزامبورک، سویس، چک، سلواکیا، هنګري، سلوانیا، اتریش، ایټالیا او د امريکا د متحده ایالتونو په ګډون تر وسې پورې مې لیدلي دي. هیله مې لرله چې د لرغوني مصر تاریخي ځايونه هم وګورم. د ښاغلي ډاکټر کامران څخه مننه چې د مصر د لرغونو ځایونو د لیدلو ویاړ يې هم را په برخه کړ.
مصر د افریقا یو لرغونی هیواد دی، لرغونوالی يې ۴۰ زرو کلونو مخکې ته رسیږي.

په ځانګړې توګه ۱۰ زره کاله مخکې د سارا په څنډو کې پر ډبرو د کیندلو نښې، د میچنو کارول، ,۸۰۰۰ کاله مخکې له میلاده د څارویو ساتل، ۶ زره کاله مخکې له میلاده د نیل په دره کې له ډبرو څخه د لوښو جوړولو دود او ۳۱۵۰ کاله مخکې له میلاده منس پاچا د يوې متحدې پاچايۍ بنسټ کېښود، همدې سلسلې د راتلونکو درې زره کلونو لپاره پر مصر د بېلا بېلو سلسلو حکومت ته لاره اواره کړه.

د متحد مصر لومړيو دوو واکمنو سلسلو له میلاد مخکې ۲۷۰۰-۲۲۰۰ کلونو په اوږدو کې د زړې پاچايۍ د پړاو لپاره زمينه برابره کړه، کومو چې ډېر اهرامونه يې جوړ کړل، مهم يې د درېیمې کورنۍ د زوسر اهرام او د څلورمې کورنۍ جيزه اهرامونه دي.

له څلورمې تر اوومې میلادي پېړۍ پورې مسیحیت د مصر رسمي دین و. له دې مخکې د لرغوني مصر وګړو له ۱۴۰۰ څخه د زیاتو خدایانو او بوتانو عبادت کاوه.

مصر له بریتانیا څخه په لومړې ځل په ۲۸ د فبروري ۱۹۲۲ م کال خپلواک شو. د مصر جمهوریت په ۱۹۵۳ کال کې تاسیس شو، او په ۱۹۵۶ کې له سویز کانال څخه د بریټانوي ځواکونو تر شا تګ وروسته، په لومړي ځل په بشپړ ډول خپلواک شو. جمهور رئیس جمال عبدالناصر (له ۱۹۵۶ څخه تر ۱۹۷۰ ز کال پورې ولسمشر) ډېر اصلاحات راوستل او لنډ مهاله عربي جمهوریت (له سوریې سره) یې رامنځته کړ.

په ۱۹۸۰، ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ م لسیزو کې، په مصر کې ترهګریز بریدونه ډیر شول او د قبطیانو او بهرنیو سیلانیانو او هم حکومتي چارواکو په نښه کول یې پیل کړل.

د ۲۰۱۱ م کال د جنورۍ په ۲۵ مه د مبارک د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه پیل شول. د لاریون موخه له واکه د مبارک لرې کول و. دې کار د مدني مقاومت د پراخې مبارزې بڼه خپله کړه چې د ډېرو خلکو له خوا یې ملاتړ وشو. مبارک د ۲۰۱۱ م کال د فبرورۍ په ۱۱ مه استعفا وکړه او له قاهرې وتښتېد.

په ۲۰۱۲ م کال په مصر کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوي. په پایله کې محمد مرسي د مصر لومړنی دیموکراتیک منتخب ولسمشر شو.

د ۲۰۱۳ م کال د جولای په درېیمه د مصر د وسله والو ځواکونو مشر جنرال عبدالفتاح السیسي محمد مرسي له واکه لرې کړ، اساسي قانون يې وځنډاوه او په ۲۰۱۴ م کال يې ټاکني تر سره او السیسي جمهور رئیس شو.

اوسني مصر له لویديځ لورې له لیبا، جنوب ته له سوډان او ختیځ ته له فلسطین سره ګډه پوله لري. د مصر جمهوریت نوي سلنه وګړي مسلمانان دي او رسمي ژبه یې عربي ده.

. مساحت يې ۱,۰۰۲,۴۵۰ کيلومتر مربع او د وګړو شمېر يې له سلو میلیونو څخه ډیر دی. په ۱۹۵۲ م کال شاهي رژیم په جمهوریت بدل شو.

په ۱۹۴۸، ۱۹۵۶، ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ میلادي کلونو کې يې له اسرائیلو سره څو وسله والې نښتې وکړې، خو په ۱۹۷۸ م کال کې مصر د کمپ ډيويډ تړون لاسلیک کړ، په رسمې ډول له غزې د تړانګې څخه په شا شو او اسرائیل يې په رسمیت وپیژندل.

په مصر کې لرغوني اؤ تاريخي ځایونه ډیر زیات دي.

د اهرامونو څخه نیولي اؤ نور داسي ځایونه شته چې لرغونوالی يې زرګونه کلونو مخکې ته رسیږي.
اهرامونه چې لرغونې ډبرینې ودانۍ دي، لرغونوالی يې له میلاد څخه مخکې درې زره کلونو ته رسیږي. تر اوسه په مصر کې ۱۱۸ اهرامونه موندل شوي دي.

د مصر اهرامونه د فرعونیانو اؤ د هغوي د میرمنو د قبرونو لپاره جوړ شوي دي. د مصر تر ټولو لومړني اهرامونه د ممفس ښار په سقره سیمه کې موندل شوي دي. د نوموړو اهرامونو په منځ کې تر ټولو لرغونی یې د زوسر اهرام دی چې ۲۶۳۰-۲۶۱۰ کاله مخکې له میلاده د دریمې سلسلې په بهیر کې جوړ شوی دی. دغه اهرام او د هغه چاپېره احاطه عموماً د نړۍ تر ټولو زاړه یادګاري ساختمانونه بلل شوي دي. د خوفو یا خئوپس هرم د مصر تر ټولو لوی هرم دی. د ډبرو شمیره يې دوه میلیونه درې سوه زرو ته رسیږي. نوموړی هرم د نړۍ د اووه ګونو عجایبو څخه شمیرل کیږي. د جیزه لوی هرم د مصري اهرامونو تر ټولو لوی او د فرعونانو څلورمه لړۍ ته د اړوند پاچا خوفو قبر دی. دغه هرم چې له میلاد څخه د وړاندې شپږویشتمې پېړۍ په لومړیو کې د ۲۷ کلونو په اوږدو کې جوړ شو د لرغونې نړۍ له اوو حیرانونکو جوړښتونو څخه تر ټولو لرغونی دی او همدارنګه یوازنی هرم دی چې تر ډېره بریده پورې له لاسوهنې پرته پاتې دی.

دغه هرم چې په پیل کې یې ۱۴۶.۶ متره (۴۸۱ فوټه) لوړوالی درلود د بشر په لاس جوړه شوې تر ټولو لوړه ودانۍ وه. د وخت په تېرېدو سره په سپینو ډبرو د هغه پوښل شوی چت له منځه ولاړ او له امله یې د دغه هرم لوړوالی ۱۳۸.۵ متره (۴۵۴.۴ فوټه) ته راښکته شو.

دغه هرم په ۲۳۰.۳ متر مربع (۷۵۵.۶ فوټ مربع) ځمکه کې جوړ شوې دی. داخلي حجم يې نږدې ۲.۶ ملیون متر مکعب کېږي. یاد هرم د ۲.۳ میلیونه لویو بلوکونو څخه جوړ شوی چې د ټولو وزن ۶ میلیون ټنو ته رسېږي. د دغه هرم په لومړنۍ برخه کې د جیزه دښتې له سیمه ئیزو ډبرو کار اخیستل شوی. نور بلوکونه ورته له نیل درې څخه د کښتې پر مټ راوړل شوي دي. یو شمېر په دې باور دي چې د دغه هرم معمار د خوفو وزیر همیونو (چې هیمون يې هم ورته ویل ) دی.

د جیزه د اهرامونو ټولګه چې د جیزه د هدیرې په نوم هم پېژندل کېږي د مصر د لویې قاهرې په جیزه دښته کې موقعیت لري او د جیزه لوی هرم، د خفرع هرم، د منکورع هرم، دغو اهرامو ته اړوند نور جوړښتونه او د جیزې لوی ابوالهول په کې شاملېږي. دغه ټول له میلاد څخه وړاندې ۲۶۰۰ کال څخه تر ۲۵۰۰ کال پورې د لرغوني مصر پخوانیو پاچاهیو ته د اړوندې څلورمې لړۍ د واکمنۍ پر مهال جوړ شوي. لوی هرم او د خفرع هرم په لرغونې مصر کې جوړ شوي تر ټولو لوی اهرامونه دي چې د تاریخ په اوږدو کې یې په لویدیځو افکارو کې د لرغوني مصر د سمبول په توګه ځای لرلی. لوی هرم د انټیپاټر صیدایي له خوا د نړۍ د اوو عجایبو څخه یو وګڼل شو.

په اهرام کې د ګرانایټ ډبرې له اسوان څخه لیږدول شوي، چې له 900 کیلومتره (560 میل) څخه ډیر لیرې دي. تر ټولو لوی يې د 25 څخه تر 80 ټنو وزن لري، دوی د کښتۍ په واسطه د نیل سیند ته پورته یا ښکته اهرام ته وړل کیدل د ساختماني مدیریت یوه مطالعه چې په 1999 کې د مارک لیهنر او نورو مصر پوهانو سره په ګډه ترسره شوې، اټکل کړی و چې ټوله پروژه په اوسط ډول شاوخوا 13,200 خلکو او شاوخوا 40,000 لوړ کاري ځواک ته اړتیا لري. د پیرامید د احاطې دقت داسې دی چې د بیس څلور اړخونه په اوسط ډول یوازې 58 ملی متره (2.3 انچه) اوږدوالی لري [a] او بشپړ شوی بیس یوازې د 12 ثانیو آرک په اوسط کونج کې غلطۍ ته مربع شوی. دا “سوپر آر” ممکن د مسو غاښونه ولري او وزن یې 140 کیلوګرامه (310 پونډه) وي. د خفو یا د چیپس اهرام په قاهره کې ترټولو زوړ او لوی اهرام دی. دا د لرغونې نړۍ له اوو عجایبو څخه تر ټولو زوړ دی. نوموړی اهرام د مصر د څلورمې کورنۍ د فرعون خفو د مقبرې په توګه جوړ شوی او اټکل کوي چې په ۲۶ مه پېړۍ کې د شاوخوا ۲۷ کلونو په موده کې جوړ شوی دی. په پیل کې يې لوړوالی 146.5 متره و، خو اوسنی لوړوالی يې 138.5 متره دی. په 230.3 متر مربع ځمکه کې جوړ شوی دی. لوی اهرام نیږدې د 2.3 ملیون لویو بلاکونو« ډبرو » څځه چې په ټولیز ډول 6 ملیون ټنه وزن لري جوړ دی.د لوی اهرام لرغونوالی شاوخوا 4600 کاله ټاکل شوی د لوی اهرام د اټکل له مخې 2.3 ملیون بلاکونه لري. په جوړولو کې شاوخوا 5.5 ملیون ټنه د چونې ډبره، 8000 ټنه ګرانایټ او 500,000 ټنه هاوان کارول شوي دي.

بیا د قاهري زوړ ښار،

د قاهرې زوړ ښار د لرغونتوب له امله د نړۍ د ډیرو پخوانیو ښارونو څخه شمیرل کيږي. د تحریر مشهور ډګر، ملي موزیم، اسلامي موزیم، درصلاح الدین ایوبي کلا، د آلازهر لوی جومات اؤ نور په لسګونه لرغوني ځایونه په زاړه ښار کې وجود لري.

جوماتونه په ځانګړې توګه د الازهر جومات په قاهره کې لومړی جومات دی چې په ,۹۷۰ اؤ ۹۷۲ میلادي کلونو کې د فاطمي دولت لخوا د قاهرې د جومات په نامه جوړ شو. په لومړي سر کې یواځي جومات و، وروسته د زده کوونکو لپاره د الازهر په نامه جلا پوهنتون جوړ شو

د صلاح الدین ایوبي لرغوني کالا

لرغونی مصر

تاریخ موږ له تیرو پیښو خبروي. د تاریخ لوستل او د تاریخي ځایونو لیدل هغه وخت ګټه لري، چې له ښو يې پيروي وشي او بدو ته يې د تکرار اجازه ور نکړل شي. له همدې کبله د تاریخ د لوستلو او د تاریخی ځایونو د لیدلو سره ډیره مینه لرم . زموږ په وزیرو کې وايې: شیدی په خپله نعمت دی،« چې غوړي پرې واچوي نعمت الله شي»

د تاریخ لوستل یوه ګټه او د تاریخې ځایونو لیدل همغه د نعمت الله خبره ترینه جوړیږي. تر وسې پورې کوښښ کوم چې د تاریخي ځایونو څخه ليدنه وکړم.

افغانستان هم لرغونی هیواد دی. ډیر لرغوني اثار او ځایونه لري. د خپل هیواد د لرغونو ځایونو لیدل انسان ته د لوړ او پر ځای غرور احساس او ویاړ وربخښي. د کابل موزیم او بالاحصار، په بامیانو کې د غلغلي او ضحاک ښارونه، د بودا بوتان، په هرات کې د اختیار الدین کلا او د هرات جامع جومات، په مزار شریف کې د بلخ تاریخي ودانۍ، په سمنګانو کې تخت رستم، په ننګرهار کې د هډي پخوانی موزیم، په غزني کې د سلطان محمود زیارت، په غور کې د جام څلی، په هلمند کې د بست کلا، په کندهار کې چهل زینه، منډیګګ، او نور په لسګونو تاریخي ځايونه دي چې لیدل يې ډیر اړین دي.

له نیکه مرغه د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۰ ولایتونو کې د تاریخي ځایونو د لیدلو ویاړ را په برخه شوی دی.

په همدې توګه نړۍ هم له تاریخي او لرغونو ځایونو څخه ډکه ده. د ټولو لیدل د امکان څخه لرې خبره ده. تر وسې پورې يې لیدل اړین دي. له نیکه مرغه د نړۍ د ډیرو هیوادونو له لرغونو او تاريخي ځایونو مې لیدنه کړې ده. د عربستان له سپیڅلو ځایونو څخه نیولي د چین، هندوستان، پاکستان، ایران، قرغزسستان، قزافستان، اژبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، ازربایجان، ترکيې، روسي، اوکرايین، بیلاروسيې، پولنډ، جرمني، فرانسي، هسپانیا، بریتانیا، هالینډ، بلجیم، سویډن، دنمارک، لوکزامبورک، سویس، چک، سلواک، هنګري، سلوانیا، اتریش، ایټالیا او د امريکا د متحده ایالتونو په ګډون تر وسې پورې مې لیدلي دي. هیله مې لرله چې د لرغوني مصر تاریخي ځايونه هم وګورم. د ښاغلي ډاکټر کامران څخه مننه چې د مصر د لرغونو ځایونو د لیدلو ویاړ يې هم را په برخه کړ.

مصر د افریقا یو لرغونی هیواد دی، لرغونوالی يې ۴۰ زرو کلونو مخکې ته رسیږي.

په ځانګړې توګه ۱۰ زره کاله مخکې د سارا په څنډو کې پر ډبرو د کیندلو نښې، د میچنو کارول، ,۸۰۰۰ کاله مخکې له میلاده د څارویو ساتل، ۶ زره کاله مخکې له میلاده د نیل په دره کې له ډبرو څخه د لوښو جوړولو دود او ۳۱۵۰ کاله مخکې له میلاده منس پاچا د يوې متحدې پاچايۍ بنسټ کېښود، همدې سلسلې د راتلونکو درې زره کلونو لپاره پر مصر د بېلا بېلو سلسلو حکومت ته لاره اواره کړه.

د متحد مصر لومړيو دوو واکمنو سلسلو له میلاد مخکې ۲۷۰۰-۲۲۰۰ کلونو په اوږدو کې د زړې پاچايۍ د پړاو لپاره زمينه برابره کړه، کومو چې ډېر اهرامونه يې جوړ کړل، مهم يې د درېیمې کورنۍ د زوسر اهرام او د څلورمې کورنۍ جيزه اهرامونه دي.

له څلورمې تر اوومې میلادي پېړۍ پورې مسیحیت د مصر رسمي دین و. له دې مخکې د لرغوني مصر وګړو له ۱۴۰۰ څخه د زیاتو خدایانو او بوتانو عبادت کاوه.

مصر له بریتانیا څخه په لومړې ځل په ۲۸ د فبروري ۱۹۲۲ م کال خپلواک شو. د مصر جمهوریت په ۱۹۵۳ کال کې تاسیس شو، او په ۱۹۵۶ کې له سویز کانال څخه د بریټانوي ځواکونو تر شا تګ وروسته، په لومړي ځل په بشپړ ډول خپلواک شو. جمهور رئیس جمال عبدالناصر (له ۱۹۵۶ څخه تر ۱۹۷۰ ز کال پورې ولسمشر) ډېر اصلاحات راوستل او لنډ مهاله عربي جمهوریت (له سوریې سره) یې رامنځته کړ.

په ۱۹۸۰، ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ م لسیزو کې، په مصر کې ترهګریز بریدونه ډیر شول او د قبطیانو او بهرنیو سیلانیانو او هم حکومتي چارواکو په نښه کول یې پیل کړل.

د ۲۰۱۱ م کال د جنورۍ په ۲۵ مه د مبارک د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه پیل شول. د لاریون موخه له واکه د مبارک لرې کول و. دې کار د مدني مقاومت د پراخې مبارزې بڼه خپله کړه چې د ډېرو خلکو له خوا یې ملاتړ وشو. مبارک د ۲۰۱۱ م کال د فبرورۍ په ۱۱ مه استعفا وکړه او له قاهرې وتښتېد.

په ۲۰۱۲ م کال په مصر کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوي. په پایله کې محمد مرسي د مصر لومړنی دیموکراتیک منتخب ولسمشر شو.

د ۲۰۱۳ م کال د جولای په درېیمه د مصر د وسله والو ځواکونو مشر جنرال عبدالفتاح السیسي محمد مرسي له واکه لرې کړ، اساسي قانون يې وځنډاوه او په ۲۰۱۴ م کال يې ټاکني تر سره او السیسي جمهور رئیس شو.

اوسني مصر له لویديځ لورې له لیبا، جنوب ته له سوډان او ختیځ ته له فلسطین سره ګډه پوله لري. د مصر جمهوریت نوي سلنه وګړي مسلمانان دي او رسمي ژبه یې عربي ده.

مساحت يې ۱,۰۰۲,۴۵۰ کيلومتر مربع او د وګړو شمېر يې له سلو میلیونو څخه ډیر دی. په ۱۹۵۲ م کال شاهي رژیم په جمهوریت بدل شو.

په ۱۹۴۸، ۱۹۵۶، ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ میلادي کلونو کې يې له اسرائیلو سره څو وسله والې نښتې وکړې، خو په ۱۹۷۸ م کال کې مصر د کمپ ډيويډ تړون لاسلیک کړ، په رسمې ډول له غزې د تړانګې څخه په شا شو او اسرائیل يې په رسمیت وپیژندل.

په مصر کې لرغوني اؤ تاريخي ځایونه ډیر زیات دي.

د اهرامونو څخه نیولي اؤ نور داسي ځایونه شته چې لرغونوالی يې زرګونه کلونو مخکې ته رسیږي.
اهرامونه چې لرغونې ډبرینې ودانۍ دي، لرغونوالی يې له میلاد څخه مخکې درې زره کلونو ته رسیږي. تر اوسه په مصر کې ۱۱۸ اهرامونه موندل شوي دي.

د مصر اهرامونه د فرعونیانو اؤ د هغوي د میرمنو د قبرونو لپاره جوړ شوي دي. د مصر تر ټولو لومړني اهرامونه د ممفس ښار په سقره سیمه کې موندل شوي دي. د نوموړو اهرامونو په منځ کې تر ټولو لرغونی یې د زوسر اهرام دی چې ۲۶۳۰-۲۶۱۰ کاله مخکې له میلاده د دریمې سلسلې په بهیر کې جوړ شوی دی. دغه اهرام او د هغه چاپېره احاطه عموماً د نړۍ تر ټولو زاړه یادګاري ساختمانونه بلل شوي دي. د خوفو یا خئوپس هرم د مصر تر ټولو لوی هرم دی. د ډبرو شمیره يې دوه میلیونه درې سوه زرو ته رسیږي. نوموړی هرم د نړۍ د اووه ګونو عجایبو څخه شمیرل کیږي. د جیزه لوی هرم د مصري اهرامونو تر ټولو لوی او د فرعونانو څلورمه لړۍ ته د اړوند پاچا خوفو قبر دی. دغه هرم چې له میلاد څخه د وړاندې شپږویشتمې پېړۍ په لومړیو کې د ۲۷ کلونو په اوږدو کې جوړ شو د لرغونې نړۍ له اوو حیرانونکو جوړښتونو څخه تر ټولو لرغونی دی او همدارنګه یوازنی هرم دی چې تر ډېره بریده پورې له لاسوهنې پرته پاتې دی.

دغه هرم چې په پیل کې یې ۱۴۶.۶ متره (۴۸۱ فوټه) لوړوالی درلود د بشر په لاس جوړه شوې تر ټولو لوړه ودانۍ وه. د وخت په تېرېدو سره په سپینو ډبرو د هغه پوښل شوی چت له منځه ولاړ او له امله یې د دغه هرم لوړوالی ۱۳۸.۵ متره (۴۵۴.۴ فوټه) ته راښکته شو.

دغه هرم په ۲۳۰.۳ متر مربع (۷۵۵.۶ فوټ مربع) ځمکه کې جوړ شوې دی. داخلي حجم يې نږدې ۲.۶ ملیون متر مکعب کېږي. یاد هرم د ۲.۳ میلیونه لویو بلوکونو څخه جوړ شوی چې د ټولو وزن ۶ میلیون ټنو ته رسېږي. د دغه هرم په لومړنۍ برخه کې د جیزه دښتې له سیمه ئیزو ډبرو کار اخیستل شوی. نور بلوکونه ورته له نیل درې څخه د کښتې پر مټ راوړل شوي دي. یو شمېر په دې باور دي چې د دغه هرم معمار د خوفو وزیر همیونو (چې هیمون يې هم ورته ویل) دی.

د جیزه د اهرامونو ټولګه چې د جیزه د هدیرې په نوم هم پېژندل کېږي د مصر د لویې قاهرې په جیزه دښته کې موقعیت لري او د جیزه لوی هرم، د خفرع هرم، د منکورع هرم، دغو اهرامو ته اړوند نور جوړښتونه او د جیزې لوی ابوالهول په کې شاملېږي. دغه ټول له میلاد څخه وړاندې ۲۶۰۰ کال څخه تر ۲۵۰۰ کال پورې د لرغوني مصر پخوانیو پاچاهیو ته د اړوندې څلورمې لړۍ د واکمنۍ پر مهال جوړ شوي. لوی هرم او د خفرع هرم په لرغونې مصر کې جوړ شوي تر ټولو لوی اهرامونه دي چې د تاریخ په اوږدو کې یې په لویدیځو افکارو کې د لرغوني مصر د سمبول په توګه ځای لرلی. لوی هرم د انټیپاټر صیدایي له خوا د نړۍ د اوو عجایبو څخه یو وګڼل شو.

په اهرام کې د ګرانایټ ډبرې له اسوان څخه لیږدول شوي، چې له 900 کیلومتره (560 میل) څخه ډیر لیرې دي. تر ټولو لوی يې د 25 څخه تر 80 ټنو وزن لري، دوی د کښتۍ په واسطه د نیل سیند ته پورته یا ښکته اهرام ته وړل کیدل د ساختماني مدیریت یوه مطالعه چې په 1999 کې د مارک لیهنر او نورو مصر پوهانو سره په ګډه ترسره شوې، اټکل کړی و چې ټوله پروژه په اوسط ډول شاوخوا 13,200 خلکو او شاوخوا 40,000 لوړ کاري ځواک ته اړتیا لري. د پیرامید د احاطې دقت داسې دی چې د بیس څلور اړخونه په اوسط ډول یوازې 58 ملی متره (2.3 انچه) اوږدوالی لري [a] او بشپړ شوی بیس یوازې د 12 ثانیو آرک په اوسط کونج کې غلطۍ ته مربع شوی. دا “سوپر آر” ممکن د مسو غاښونه ولري او وزن یې 140 کیلوګرامه (310 پونډه) وي. د خفو یا د چیپس اهرام په قاهره کې ترټولو زوړ او لوی اهرام دی. دا د لرغونې نړۍ له اوو عجایبو څخه تر ټولو زوړ دی. نوموړی اهرام د مصر د څلورمې کورنۍ د فرعون خفو د مقبرې په توګه جوړ شوی او اټکل کوي چې په ۲۶ مه پېړۍ کې د شاوخوا ۲۷ کلونو په موده کې جوړ شوی دی. په پیل کې يې لوړوالی 146.5 متره و، خو اوسنی لوړوالی يې 138.5 متره دی. په 230.3 متر مربع ځمکه کې جوړ شوی دی. لوی اهرام نیږدې د 2.3 ملیون لویو بلاکونو« ډبرو » څځه چې په ټولیز ډول 6 ملیون ټنه وزن لري جوړ دی.د لوی اهرام لرغونوالی شاوخوا 4600 کاله ټاکل شوی د لوی اهرام د اټکل له مخې 2.3 ملیون بلاکونه لري. په جوړولو کې شاوخوا 5.5 ملیون ټنه د چونې ډبره، 8000 ټنه ګرانایټ او 500,000 ټنه هاوان کارول شوي دي.

بیا د قاهري زوړ ښار،

د قاهرې زوړ ښار د لرغونتوب له امله د نړۍ د ډیرو پخوانیو ښارونو څخه شمیرل کيږي. د تحریر مشهور ډګر، ملي موزیم، اسلامي موزیم، درصلاح الدین ایوبي کلا، د آلازهر لوی جومات اؤ نور په لسګونه لرغوني ځایونه په زاړه ښار کې وجود لري.

جوماتونه په ځانګړې توګه د الازهر جومات په قاهره کې لومړی جومات دی چې په ,۹۷۰ اؤ ۹۷۲ میلادي کلونو کې د فاطمي دولت لخوا د قاهرې د جومات په نامه جوړ شو. په لومړي سر کې یواځي جومات و، وروسته د زده کوونکو لپاره د الازهر په نامه جلا پوهنتون جوړ شو

د صلاح الدین ایوبي لرغوني کالا

په مصر کې د صلاح الدین ایوبي کالا چې د يوې غونډۍ په سر جوړه شوې ده. د ډیر لرغوني بالاحصار شکل لري اؤ د مصر د اردو اؤ پولیسو موزیمونه هم په دې بالاحصار کې موجود دي.

صلاح‌الدین ایوبي په ۱۱۳۷ م کال په یوه کردي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

صلاح الدین د شپږمې هجرې پیړۍ په دویمه نيمايې کې په اسلامي نړۍ کې د سترو واکمنانو په ډله کې شمیري. په فتوحاتو کې يې مصر، شام، د عراق شمال، یمن اؤ حجاز شامل وو.

ده د حظین په جګړه کې صلیبیانو ته ماته ورکړه او هغه ځمکې چې صلیبیانو نیولې وي بیرته ونیولې.
له ۱۱۷۴ څخه يې تر ۱۱۹۳ م کال پورې واکمنې وکړه، په همدغه کل مړ او په عراق کې په اموي جومات کې خاورو ته وسپارل شو.

د مصر ملي موزیم

د مصر موزیم د‌ تحریر ډګر سره نیږدې په ۱۹۰۲ م کال جوړ شو. په دې موزیم کې د میلاد څخه مخکې د روم تر امپراتورۍ پورې لرغوني اثار ساتل کیږي. د موزیم ډیر آثار د فرعونیانو د مهال سره اړیکه لري. په ۱۹۰۶ م کال موزیم اوسنۍ ماڼۍ ته را ولېږدول شو.

په ۲۰۱۱ م کال د مصر د انقلاب پر مهال له موزیم څخه ۱۸ لرغوني اثار ورک شول. د مصر موزیم په یوه ځانګړی تالار کې د مصر د فرعونیانو کورنۍ د ۲۷ تنو مومیایي شوو جسدونه ایښودل شوي دي، چې د دوی په منځ کې فرعون دویم رامسس چې ستر واکمن و هم موجود دي.

اسلامي موزیم،

د مصر اسلامي موزیم د نړۍ ستر اسلامي موزیم دي چې ۲۵۰۰ مختلف لرغوني آثار پکې ساتل کیږي. برسیره پر دې ۱۰۲۰۰۰ باستاني اثار په مخزن کې لري.

نیل سیند،

د مصر تمدن د نیل سیند سره تړلی دی، چې د میلاد څخه مخکې څو زرو کلونو ته رسیږي.
د نیل سیند له دوو برخو څخه د نیل سپین سیند او د نیل ابي سیند چې په خرطوم کې سره یو ځای کیږي را منځته شوی دی. نیل سند اوږدوالی ۶۶۵۰ کیلو متره دی. مصریانو به پخوا د خپي په نامه ياداوه. د مصر ټول تمدن د نیل سیند له برکته دی.

د نیل سیند مخکې له دې چې د مدیترانې بحیرې ته توی شي د مصر په دلتا کې په دوو برخو روست باختري اؤ دامت خاوري په په نومونو ویشل کیږي

د آلازهر پوهنتون

د آلازهر پوهنتون د نړۍ ستر اسلامي مرکز، د الزیتونه اؤ قرویین پوهنتونونو څخه وروسته د نړۍ درېیم زوړ پوهنتون دی.

پوهنتون په لومړې ځل د فاطمي اسماعیليه دولت د واکمنۍ پر مهال د اسماعیلیه مذهب د خپرولو لپاره جوړ شو. پوهنتون ۱۴ پوهنځي د هلکانو اؤ پنځه پوهنځي د جنکیو لپاره لري. پوهنتون اوس مهال ۱۲۰ زره زده کوونکي لري چې هر کال شل زره زده کوونکي ترې نه د فراغت سندونه اخلي. په لومړي سر کې پوهنتون د قاهرې پوهنتون په نامه یادېده چې وروسته يې د محمد ص د لور فاطمه زهرا په نامه ونوماوه. د الازهر پوهنتون د صلاح الدین ایوبي دواکمنۍ پر مهال د شیعه تعلیماتو څخه سني زده کرو ته واوښت.

د افغانستان اؤ مصر اړیکې د افغانستان د ځوان پاچا امان الله خان غازي مصر ته له تګ سره پیل شوي. په ۱۹۲۸ م کال يې د سیاسي نماینده ګیو لپاره دواړو هیوادونو تړون لاس ليک کړ.

خو د سقاو د زوی امیر حبيب الله خان په راتګ سره هر څه ګډوډ شول. د دواړو هیوادونو تر منځ رسمي اړيکې د ۱۹۳۹ م کال څخه پیل شوي. کابل ته د جمال عبالناصر اؤ انور سادات راتګ اؤ مصر ته د داود خان اؤ محمد ظاهرشاه تګ دغه اړیکې نورې هم تودې کړي.

په مصر کې د صلاح الدین ایوبي کالا چې د يوې غونډۍ په سر جوړه شوې ده. د ډیر لرغوني بالاحصار شکل لري اؤ د مصر د اردو اؤ پولیسو موزیمونه هم په دې بالاحصار کې موجود دي.

صلاح‌الدین ایوبي په ۱۱۳۷ م کال په یوه کردي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

صلاح الدین د شپږمې هجرې پیړۍ په دویمه نيمايې کې په اسلامي نړۍ کې د سترو واکمنانو په ډله کې شمیري. په فتوحاتو کې يې مصر، شام، د عراق شمال، یمن اؤ حجاز شامل وو.

ده د حظین په جګړه کې صلیبیانو ته ماته ورکړه او هغه ځمکې چې صلیبیانو نیولې وي بیرته ونیولې.

له ۱۱۷۴ څخه يې تر ۱۱۹۳ م کال پورې واکمنې وکړه، په همدغه کل مړ او په عراق کې په اموي جومات کې خاورو ته وسپارل شو

د مصر ملي موزیم

د مصر موزیم د‌ تحریر ډګر سره نیږدې په ۱۹۰۲ م کال جوړ شو. په دې موزیم کې د میلاد څخه مخکې د روم تر امپراتورۍ پورې لرغوني اثار ساتل کیږي. د موزیم ډیر آثار د فرعونیانو د مهال سره اړیکه لري. په ۱۹۰۶ م کال موزیم اوسنۍ ماڼۍ ته را ولېږدول شو.

په ۲۰۱۱ م کال د مصر د انقلاب پر مهال له موزیم څخه ۱۸ لرغوني اثار ورک شول. د مصر موزیم په یوه ځانګړی تالار کې د مصر د فرعونیانو کورنۍ د ۲۷ تنو مومیایي شوو جسدونه ایښودل شوي دي، چې د دوی په منځ کې فرعون دویم رامسس چې ستر واکمن و هم موجود دي

اسلامي موزیم،

د مصر اسلامي موزیم د نړۍ ستر اسلامي موزیم دي چې ۲۵۰۰ مختلف لرغوني آثار پکې ساتل کیږي. برسیره پر دې ۱۰۲۰۰۰ باستاني اثار په مخزن کې لري.

نیل سیند

د مصر تمدن د نیل سیند سره تړلی دی، چې د میلاد څخه مخکې څو زرو کلونو ته رسیږي.

د نیل سیند له دوو برخو څخه د نیل سپین سیند او د نیل ابي سیند چې په خرطوم کې سره یو ځای کیږي را منځته شوی دی. نیل سند اوږدوالی ۶۶۵۰ کیلو متره دی. مصریانو به پخوا د خپي په نامه ياداوه. د مصر ټول تمدن د نیل سیند له برکته دی.
د نیل سیند مخکې له دې چې د مدیترانې بحیرې ته توی شي د مصر په دلتا کې په دوو برخو روست باختري اؤ دامت خاوري په په نومونو ویشل کیږي

د آلازهر پوهنتون

د آلازهر پوهنتون د نړۍ ستر اسلامي مرکز، د الزیتونه اؤ قرویین پوهنتونونو څخه وروسته د نړۍ درېیم زوړ پوهنتون دی.

پوهنتون په لومړې ځل د فاطمي اسماعیليه دولت د واکمنۍ پر مهال د اسماعیلیه مذهب د خپرولو لپاره جوړ شو. پوهنتون ۱۴ پوهنځي د هلکانو اؤ پنځه پوهنځي د جنکیو لپاره لري. پوهنتون اوس مهال ۱۲۰ زره زده کوونکي لري چې هر کال شل زره زده کوونکي ترې نه د فراغت سندونه اخلي. په لومړي سر کې پوهنتون د قاهرې پوهنتون په نامه یادېده چې وروسته يې د محمد ص د لور فاطمه زهرا په نامه ونوماوه. د الازهر پوهنتون د صلاح الدین ایوبي دواکمنۍ پر مهال د شیعه تعلیماتو څخه سني زده کرو ته واوښت.

د افغانستان اؤ مصر اړیکې د افغانستان د ځوان پاچا امان الله خان غازي مصر ته له تګ سره پیل شوي. په ۱۹۲۸ م کال يې د سیاسي نماینده ګیو لپاره دواړو هیوادونو تړون لاس ليک کړ.

خو د سقاو د زوی امیر حبيب الله خان په راتګ سره هر څه ګډوډ شول. د دواړو هیوادونو تر منځ رسمي اړيکې د ۱۹۳۹ م کال څخه پیل شوي. کابل ته د جمال عبالناصر اؤ انور سادات راتګ اؤ مصر ته د داود خان اؤ محمد ظاهرشاه تګ دغه اړیکې نورې هم تودې کړي.

1 COMMENT

  1. (دغه هرم په ۲۳۰.۳ متر مربع (۷۵۵.۶ فوټ مربع) ځمکه کې جوړ شوې دی.)

    که مطلب د جیزه هرم د مساحت څخه وی؟
    د جیزه هرم هره ضلع ۲۳۰.۳ متره اوږدوالی لری چه په ۲۵ یا ۲۶ جریبه ځمکه کې جوړ شوې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب