Homeخبرونهد ملا فضل الرحمان د یوه پلوي معلم لخوا د ځوان افغان...

د ملا فضل الرحمان د یوه پلوي معلم لخوا د ځوان افغان شاعر وهل او غبرګونونه

تاند( یکشنبه، د حوت ۱۳ مه) په ټولنیزو رسنیو کې یوه خپره شوې لنډه ویډیو څرګندوي، چې په یوه ښوونځي کې یو ځوان شاعر د پاکستان د ملا فضل الرحمان خلاف د شعر ویلو پر مهال، د سټېج پر سر د خپل معلم لخوا په څپېړه وهل کیږي او له سټیجه ایسته کیږي.

دغې ویډیو د افغان فعالانو توند غبرګونونه پارولي او په اړه یې بېلابېلې ادعاوې شوې دي.

د طالبانو یو شمېر منتقدانو ادعا کړې، چې یاده ویډیو د یوه افغان ښوونځي اړوند ده او د دغه ځوان وهل او سپکاوی پر طالب رژيم د پاکستاني افکارو ژور اغېز څرګندوي.

د طالبانو یو شمېر پلویانو بیا د دغې مشاعرې د ویډیو ځینې برخې زوم کړي او پر دېوال یې له لیکلو اردو شعارونو څخه ادعا کړې، چې د مشاعرې ځای پاکستان دی.

ځینو نورو کسانو بیا د شعر ویونکي ځوان له لهجې او احساساتو څخه په استناد ویلي، چې نوموړی افغان زده کوونکی دی او په ډېر ګومان په پاکستان کې د افغان کډوالو په کوم ښوونځي کې زده کړې کوي.

په ټوله کې دا ویډیو او له دغه ځوان سره ناوړه چلند د خلکو توندو غبرګونونو سره مخ شوی، تر دې چې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو یو شمېر پلویانو هم غندلی او ویلي، چې دغه ښوونکی که احیاناً په افغانستان کې وي، باید جدي چلند ورسره وشي.

1 COMMENT

  1. د ډیزل رامان معلم نه بلکه میلو، مړز او منافق دي. د ډیزلی ذغه بوټ پاک او غوړه مال میلو به یو وخت د افغانانو ذ لغتو د فوټ بال لاندی راشی. افغانان خپل دغه او نور بدلونه او ناروا کړنی ډیزلمارانو ته نه پریږدی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...