سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبشعرد عبدالباري جهاني یو غزل

د عبدالباري جهاني یو غزل

ښه سو قسمته په پردۍ میني زهیر دي نه کړم

د تورو زلفو په دامنو کي اسیر دي نه کړم

ژبه دي راکړه لکه شمع خو ګونګی دي کړمه

شپه تر سهاره ویلیدم لمبې ته ځیر دي نه کړم

ځواني مي ټوله د ناصح مسألو وخوړله

د لیونو سره یوه شیبه ځنځیر دي نه کړم

لکه نسیم په پټه خوله مي غوټۍ وخندول

د ملالۍ د میوندۍ چیغي تاءثیر دي نه کړم

ما له شهیدي کربلا سره وعده کړې وه

ښه سو خالقه چي یزید په زړه کافر دي نه کړم

د زړه هینداري مي د دار تر کړۍ ولیدلې

ښه چي منصور سوم د زاهد خیرن ضمیر دي نه کړم

ما لکه اوښکه یو ځل ولیدې زره زره سوم

تا د هینداري په څیر مات کړمه تصویر دي نه کړم

ستا تر درباره مي مزلونه پر سکروټو وهل

امیر خو نه وم په سیالانو کي فقیر دي نه کړم

د جهاني په څیر مي وسوځل پانوس کلونه

شپې مي بوډۍ کړې مګر پوه په خپل تقدیر دي نه کړم

د جون دوولسمه ۲۰۰۳ ویرجینیا

5 COMMENTS

  1. دجهانی صاحب داوږده ژوند په هیله: کله چه خسته کیږو دجهانی صاحب یوشعروایو نوخستګی موواقعا رفع کیږی نوهیله ده چه په شعرونوموهمیشه تازه وساتی
    مننه

  2. ځواني مي ټوله د ناصح مسألو وخوړله

    د لیونو سره یوه شیبه ځنځیر دي نه کړم

    ما له شهیدي کربلا سره وعده کړې وه

    ښه سو خالقه چي یزید په زړه کافر دي نه کړم

    .جهانی! هیله ده چه روغ او جوړ به یاست
    لمړی بیت مو وایی چه ستاسو ځوانی دناصح مسألو وخوړله نو ځکه د لیونو سره ځنځیر کیدل غواړی . که می اشتبا نه وی د لیونی ځنځیر د لیونی د زندان په معنا دی نو تاسو ولی غواړی چه د لیونی ځنځیر سی؟ که غواړی دناصح د خبرو څخه زندان ته لاړسی نو داخو به بیا له بارانه تلل او ناوی ته کښیناستل وی . زما پوښتنه داده چه ستاسو په دی بیت کی کوم پیغام نغښتی دی؟ په دوهم بیت کی مو شهیده کربلا یاده کړی ده.د شهید کلمه د انسان له پاره، د مسجد له پاره او یا هم د پیغمبر د غاښ له پاره د استعمال وړ ده کربلا نو بیا څنګه شیهده کیږی ؟ او داچه یزیدپه زړه کافر دی نو تاسو له کربلا سره کومه وعده کړی ده؟ اوکله چه یزید خالق په زړه کافر دی نو ستاسو په نظر د غنی د دډریور او موټر د ملامتی معما دلته صدق نه کوی؟ ستا و ځوابونو په هیله

  3. ګرانه! د لیونو سره د ځنځیر کیدلو معنی دا نه لري چي زه دي د لیونو د غاړي ځنځیر نه کړم بلکی مطلب یې دا دی چي زه دي لیونو سره یو ځای نه کړم یا دي د لیونو سره یوه شیبه اوسیدل را په برخه نه کړل. او که تاسي زما پخواني شعرونه وګوری نو لیونتوب ما معمولا د یاغیتوب او د حق ویلو دپاره د سمبول په حیث کار ولی وي. د شهیدی کربلا خبره یو شاعرانه ترکیب دی . کنه نو کربلا خو یو دښت دی او دښت به څرنګه شهیدیږي. په دې خبره خو ماشوم هم بوهیږی. شهیده کربلا یعني هغه ځای چي بیګناه انسانان یا د حق دلاري مجاهدین پکښی شهیدان سوي دي. که تاسي هر شاعرانه ترکیب او په غزل کي هر نزاکات په خپله خوښه یا کلمه به کلمه تعبیر کړی نو د ډیرو زیاتو ستونزو سره مخا مخ کیږی
    په درناوي

  4. جهانی صاحب سلامونه می درواخله ! وروسته له سلامه دروغ رمټ غواړم شعرونه او لیکنی دګورم خدای دکوړی چه اولادونه دجوړ وی .

  5. ما له شهیدي کربلا سره وعده کړې وه

    :

    شهیده کربلا سره وعده مانا څه : دلته شاعر یواځې د شعري اوزان مراعات کړي اود شعر په ترکیب کې یې د افراط یا مبالغې څخه کار اخیستی ؛ ښه سو خالقه چي یزید په زړه کافر ! دي نه کړم : له بلې خوا یې یزید ته د کافر خطاب کول د تفریط یا اغراق نښه ده او مجازي فتوی! په هر صورت جهاني صیب ته په درنناوۍ سره داا د بیت الفاظو د ترکیب په لحاظ خوندور ندی راغلی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب