یکشنبه, جون 30, 2024
Home+په «یو څو لپې فکرونه» کې ټولنې ته د خیر ښېګڼې رسولو...

په «یو څو لپې فکرونه» کې ټولنې ته د خیر ښېګڼې رسولو روحیه

ګل رحمن رحماني

یو څو لپې فکرونه زموږ د ټولنې د د اغېزناک او مطرح لیکوال استاد اسدالله غضنفر د ټولنیزو مقالو ټولګه ده چې تازه چاپ شوې او په خواله شبکو کې د کتاب خبر او تصویر ته په پام سره ورڅخه پراخه هر کلی شوی دی او ستاینې یې روانې دي. ما خپله هم دا کتاب په ځینو  ځایونو لکه پوهنتون، دفتر، موټر او سفر کې د ځوانانو لاس کې لیدلی دی، ځکه خو په اوس زمانه کې د لوستونکي لپاره دا د یوه لیکوال تر ټولو غوره او ستره ډالۍ ګڼم. ما ته یې هم تېره اوونۍ د بشپړې لوستنې ویاړ را په برخه شو او دلته درسره خپل تاثرات شریکوم.

د هر کتاب شهرت او محبوبیت له شک پرته چې د لیکوال په شخصیت او پخوانیو خپرو شوو اثارو پورې اړه لري. استاد غضنفر زموږ د ټولنې یو اغېزناک او د ځوان نسل لپاره الګو شخصیت دی، نوې خبرې او سوژې را پیدا کوي او د هغه د پراخه مطالعې او علمیت جوهر هم په کې جوت دی. د استاد اوسنۍ اثر «یو څو لپې فکرونه» د هغه له نورو اثارو متفاوت دی، د تېرو درېیو کلونو ټولنیزې تجربې یې بیان کړې. لوستونکي ته به دا جالبه وي چې د ادبیاتو له دنیا بهر په ټولنیز ژوند کې د یوه ادیب داسې مقالې او لیدلوري ولولي چې هر اړخیز رنګ دې ولري، سیاست، اقتصاد او ټولنپوهنه دې په کې ښکېله وي. البته دا هم باید له وړاندې یاده کړم چې استاد د ژبنیو او ادبي مسایلو په اړه هم خپلو لوستونکو ته یو جلا کتاب چمتو کړی چې نږدې وختونو کې به چاپ او لوستونکو ته ورسېږي.

ما چې کله دغه ګټور کتاب مطالعه کړ، له عمومي روح او محتوا څخه یې راته څرګنده شوه، چې استاد د ټولنیز فکر د ویښتیا او د ټولنې په سمون کې د فکر د ونډې او اهمیت په باب هوډ کړی، هر شخص چې په یو څه پوهېږي او خپلې تجربې لري، باید د خپل کار او مسلک په رڼا کې د  ټولنیز سمون او بدلون راوړلو لپاره چوپ پاتې نه شي، کېدی شي ډېره وړه تجربه، مفکوره او نظریه یې هم د ستر سمون او تحول سبب شي.

ددې کتاب د لوستنې له لارې د ټولنې هر وګړی، که لوستی دی که نالوستی، هر کسب او کار چې لري، خپل ټولنیز مسوولیت ته متوجه کېږي او د خپل ټولنیز مسوولیت اهمیت او ستر والی ور څرګندېږي، څو د واقعبینۍ له لیدلوري خپلو خلکو او ټولنې ته د برکت سبب شي، برکت د هر کار په تر سره کولو کې د اخلاص او صمیمت یا ژمنتیا روحیه ده.

خپله استاد غنضفر د کتاب په اړه خپله لنډه مقدمه کې لیکي: ما چې په تېرو دوو درېیو کلونو کې دا لیکنې کولې، همدا فکر راسره و چې د ټولنې په بهتري کې باید برخه واخلم. په لپه کې چاته ډېر څه نه شو ورکولای مګر دا امکان زیات دی چې اخلاص به پکې وي. په یو څو لپې فکرونو کې کمی خامخا شته، خو د اخلاص کمی نشته، یعنې هغه څه چې مې لیکلي، د ټولنې خیر په کې را ښکاره شوی دی.

موږ د ټولنې د سمون، سیالۍ او پرمختګ لپاره تل د خپلو او نورو له تجربو څخه د ګټه اخیستنې خبره کوو، دا چې اړتیا یې منو، دا هم باید ومنو چې دلته زموږ له بې مسوولیتۍ څخه یوه تشه را پیدا شوې ده، ځکه خو د ستونزو لپاره د حل لارو موندلو لارې زیاتې دي، ستونزه زموږ د ژوند کولو په ناسمو طریقو او یا بې مسوولیته ژوند کې ده. استاد په دې اړه یوه ډېر ښه ټکي ته اشاره کړې ده او لیکي: موږ که دا ومنو چې د شخصي او ټولنیز ژوند په طریقو کې مو نیمګړتیاوې دي، که له ستونزو سره په مقابله کې د نهیلۍ په ځای فکر کولو ته مخه کړو او که د هغو هېوادونو تجربې بابیزه وه ګڼو چې د ژوند په چارو کې تر موږ بریالي دي، زما یقین دی چې خپلو ستونزو ته به حل لارې ومومو او د اسیا زړه به خامخا د خوشحالیو کور شي. که ما دغسې امید نه لرلای، د دا رنګه لیکنو حوصله به راسره نه وه.

ددې کتاب تر ټولو ستره یا غوښنه برخه «د ملي یووالی د لارې خنډونه او فرصتونه» ده چې په جلا فرعي عنوانونو کې ځینې مهمې پوښتنې مثلا (ملي وحدت ته د رسېدو لارې کومې دي؟ ددې لارې خنډونه کوم دي؟ او د نه رسېدو عواقب یې څه دي؟ ) مطرح کوي چې ورته د معقول ځواب موندلو هڅه شوې او دا مقاله په خپل ذات کې د یوه مشخصې موضوع لرونکي او جلا کتاب ارزښت لري.

د کتاب نورې ټولې لیکنې د همدې برخې تر سیوري لاندې لیکل شوې دي او استاد ادبي ذوق او مطالعې هم په ډېرو برخو کې د ژوندیو بېلګو پر مټ د استدلال خواږه ور زیات کړي دي. د کتاب مهمه برخه په ټولو موضوعاتو کې د لیکوال د تېر ژوند تجربې او پېښې دي. مثلا د موسي شفیق د شهادت په موضوع کې د جنرال پاچا تڼي سره د هغه د مخامخ کېدنې لېوالتیا او خبرې لوستونکي ته هم د تاریخ د یوه خونړي څپرکي په باب یقین او باور ورکوي. همداسې د استاد رفیع په باب د هغه مشاهدې او د لواړګیني مرشد په حضور کې لیکنه کې د لیکوال خپل حضور او مشاهدې موږ د لیکنې له اصلي موخې او روح څخه خبروي او موږ هم دغه صوفیانه محفل ته وړي.

په لنډه توګه ویلی شو چې استاد غضنفر د ژوند په ډېرو عادي او څنګزنو شېبو کې د ټولنیز سمون او وحدت لپاره اغېزناک پیغامونه او لیدلوري موندلی دي او باوري یم چې هر لوستونکی به زما په څېر د کتاب له لوستنې څخه وروسته د خپل ژوند او په ټولنه کې د سمون او بدلون راوستنې په اړه د خپل نقش اهمیت او پخوانۍ بې پروايۍ ته ځير کوي.

استاد په عام ژوند کې هم یو روحیه ورکوونکی او مهربانه انسان دی، په ادبي ژوند او سفر کې یې هېڅکله هم احسان او مشورې نه شم هېرولی، یو مهال مې په ایران کې دوکتورا ته کارونه روان کړي وو، استاد راته وویل، دوکتورا څه نه شي درکولی، خو که خپله هڅه او مطالعه وکړې،  په ایران کې دوکتورا  د ادبیاتو عالم درڅخه جوړولی شي. زه چې په پوهنتون کې محصل وم او له استاد سره به مخ شوم، تل به یې پوښتنه دا وه، چې څه دې لیکلي او څه دې خپاره شوي، که به څه چاپ شوي وو، نو ژر به یې د ازادۍ راډیويي مجلې ته وغوښتم، بیا به مو سټډیو کې څه ناڅه مجلس وکړ او وروسته به رسمي مرکې ته لاړو او د استاد ناڅاپي پوښتنو به ډېر څه ته ځير کړم. د استاد د تشویق یا هڅونې دا رویه او اړیکه له هر لیکوال سره روانه وه، په ساده اصطلاح په هېچا یې هم سترګې نه دي درنې شوې، بلکې خوږې شوې دي.

همدا اوس هم چې کله کومه مقاله یا کیسه لیکم، کومه نیمه ژباړه کوم، یا د خپلو محصلینو او نورو لیکوالو د لیکنو لارښوونه او سمونه ورکوم، له ساعتونو زیات او نهايي کولو وروسته یو ډول د خوښۍ روحیه راسره ملګرې وي، کله کله به مې فکر کاوه، چې دا کار به هم څه اهمیت لري؟ په لپه کې رڼا کې څو ځایه د ورځنیو بوختیاوو د اهمیت په برخه کې ما همدا ټکی وموند، استاد لیکي چې یوه ښه لیکنه کول، یوه ښه کیسه لیکل یوه ژباړه کول په ټولنیز پرمختګ کې د لیکوال واقعبیني ده. دې بېلګو واقعا خوند راکړ او روحیه مې پیاوړې شوه.

د ځان په باب مې وروسته خبره هم کوم، زه چې کله اووه کاله وړاندې بغلان پوهنتون ته د استاد په توګه کامیاب شوم، زړه نا زړه وم، له پروان او پنجشیر څخه هغې خواته مې هېڅ سفر نه و کړی،  استاد راته یوه مهمه خبره وکړه « زړه نا زړه کېږه مه، توکل په خدای، په بغلان کې هم د ژوند کولو یوه تجربه وکړه، کندوز او بغلان د یوه ادیب لپاره ښه جغرافیه لري»، کور یې ودان، که څوک رښتیا هم شمال ختیځو ولایتونو ته سفر ونه کړي، د افغانستان د ځمکو، اوبو، هوا او د قومي رنګارنګۍ یا رواجونو له ښکلا نه خبرېږي.

پر کتاب د لیکوال د مقدمې په پای کې یو پراګراف زما لپاره ډېر د پام وړ و، ځکه چې پر ټولنیزو نا هیلیو د بري لاس راکوي او لکه په خوبوړي چې اوبه وشیندل شي، د تازه ګۍ او ویښتیا او احساس خپلوو، دا په دې چې د لیکوال پخوانۍ ادبي تقوا او ټولنیز اعتبار ته په پام سره مو مثبت ذهنیت پیاوړی کېږي، بې دلیله باور مو ورباندې راځي او لیکوال ته کور ودانۍ وایو، چې فکر کوم دا د هغه د نیت مثبته پایله ده، ځکه خو زه هم خپله دا لیکنه د استاد په همدې هیله بښوونکې خبره پای ته رسوم:

  «زه د وطن له روښانې سبا ناهیلی نه یم. موږ ته تاریخ او نیکونو لویه خاوره، پرېمانه اوبه، متنوع اقلیم، د استا په زړه کې موقعیت او نور امتیازونه راکړي دي. یو وروستی امتیاز دا دی چې په یوویشتمه پېړۍ کې بوډۍ اسیا لکه زلیخا ځوانه شوې او د دنیا د اقتصاد په منځۍ بدله شوې ده.»

۱۰/ ۳/ ۱۴۰۳

بغلان پوهنتون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب