پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبکره کتنهد ادبياتو په ښار کې / ليکوال : محب الله آرمل

د ادبياتو په ښار کې / ليکوال : محب الله آرمل

د ادبياتو ښار د ډاکټر محب الله زغم د امريکا يونليک دی، زغم په ۲۰۱۲ کال کې دغه سفر کړی و او د ليکوالي په درې مياشتني پروګرام کې يې چې د امريکا په اېوا ښار کې جوړيږي برخه اخستې وه، دا ښار د يونسکو لخوا په ۲۰۰۸ زيږديز کې د ادبيا ښار نومول شوی او د کتاب نوم هم په همدې موضوع را څرخي.

ما تر اوسه يونليک نه و لوستی، وجه يې شايد داوه چې يونليک راته هسې خوشي شی ښکارېدل، ماوې نو دا به څه ګټه وکړي، چې داسې الوتکې ته وختم، د امريکا په هوايي ډګر کې ښکته شوم، داسې ښکلی جوړ و، ښارونه آباد وو او ماڼې دنګې وې…. دا شيان خو ټول په فلمونو، رسنيو …کې وينو او ګورو نو لوستل يې څه فايده !؟ يا پخوا شايد يونليک ځکه مهم وو، چې انټرنېټ، رسنۍ، تلويزيو او فلمونه… نه ول نو خلک د نور ملکونو په هر اړخيزو دودونو، جغرافيه، پرمختګ … نه خبرېدل، اوس چې سړی د نور په حال خبرېدای شي يونليک به ګټه وکړي؟

مګر داسې نده ما چې د ډاکټر محب الله زغم يونليک د ادبياتو ښار ولوست دا تصور مې ناسم را وخوت. په يونليک کې مې ډېر څه ولوستل چې هم خوند پکې و او هم معلوماتي ول، د انسانانو يو مشترک عادت دادی چې غواړي د نورو په حال پوهـ شي له تجروبو يې ګټه واخلي او په خپل حال د غور کولو انګيزه ورپيدا شي، دا سمه ده چې موږ په يوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوو او دين مو اسلام دی، مګر په ټوله کې انسان اشرف المخلوقات دی له دين ور هاخوا يې تجربې او فکرونه شريک دي… د دې يونليک ښېګڼې کومې دي؟

۱ ـ امانت داري :

د دې يونليک تر ګردو لويه ښګيڼه يې داده چې ښاغلي زغم څه ليدلي او کتلي په پوره امانت يې ليکلي، ده دومره اخلاص کړی لکه څومره چې يوه ليکوال ته پکار دی او همدغه څه د ليکوالۍ يو مهم شرط بلل کيږي. ښاغلی زغم يو ځای ليکي: (( پر هر چوکۍ کمپلې هم اېښې وې چې سپرلۍ ځان پکې ونغاړي، موټر به چې له هر ځايه تېرېده لارښود به د هغه ځای په اړه معلومات راکول، خو وچ معلومات نه، ټوکې ټکالې له سپرليو پوښتنې …يو ځای کې ده د يوه کارټوني فلم چې ګومان کوم، ((ډينزي)) نوميږي او په هغه کې اووه پرښتې دي، خبره کوله. پوښتنه يې وکړه چې څوک يې نومونه يادولی شي؟

زماخو هسې هم انګريزي ښه نده خو د ده لهجه هم يو څه سخته وه، ما فکر وکړ چې د دنیا اووه عجايب به يادوي، و مې ويل : (( تاج محل )) يو دم ټولو وخندل دا نو مضمون جوړ شو. د چکر تر پايه به يې چې د هرشي په اړه خبرې کولې په آخر کې به يې وويل : او تاج محل. )) که بې تجربې ليکوال وای شايد خپله دا تېروتنه به يې پټوله. يوبل ځای چې دی د ايوا ايالت د ماشومانو يوه رغتون ته ورغلي ليکي. : (( … پدې ځای کې د بايسکل ځغلولو کلکې پلاستکي خولۍ او د زنګون د محافظت لپاره د ربړو زنګون بند، د نوزيږو او تي خورو ماشومانو د تړلو لپاره مخصوصې جامې چې سوزني ته اړتيا پکې نشته، داسې څيراغونه چې په تياره کې بليږي او چې رڼا شي په خپله مړه کيږي او ځينې نور داسې شيان چې ما ونه پيژندل. )) بيا هم ليکوال ځان عقل تمام ندی بللی چې څه يې ندي پيژندلي په هغو اعتراف کوي.

۲ ـ عکسونه او تبصرې :

د دې يونليک بله ښېګڼه داده چې ليکوال هر ځای ته ځي خامخا عکسونه اخلي او بيا د هماغه ځای په تاريخي پس منظر او اهميت هم رڼا اچوي مثلا يوځای چې په واشنګټن کې د مسلمانانو د اختراعاتو موزيم ته ورغلی ليکي : ((… عام باور خو دادی چې د الوتکې د جوړولو مفکوره لومړی د امريکايي (( رايټ)) وروڼو په سر کې پيدا شوه، دوی ځانته وزرونه جوړ کړل او له لوړې څخه يې ځانونه را خطا کړل. وروسته بيا له همدې تجربې څخه استفاده وشوه او الوتکه جوړه شوه. خو حقيقت دادی چې عباس ابن فرناس تر دوی څو سوه کاله د مخه دغه تجربه کړې وه، هغه عين کار کړی و خو توپير يې همدومره وو چې په خپله تجربه کې يې خپله ککرۍ وخوړه …)) دلته د عباس ابن فرناس تابلو هم شته چې زغم عکس ترې اخستې په دې ډول د هرڅه په اړه کافي معلومات او ورسره عکسونه يې هم په کتاب کې چاپ کړي.

۳ ـ پرتله کول :

دا خو معمول دی چې په يونليک کې به خامخا پرتله وي مګر ښاغلی زغم دا پرتله په يوه نوې طريقه کوي او ډېر جالبه او دقيقه يې کوي، دلته به بيا له کتاب څو جملې را واخلو (( د ايوا او په مجموع کې د امريکا تقريبا ټول وګړي نر او ښځې کرمچونه په پښو کوي. په افغانستان کې خصوصا په کابل کې مېرمنې او نجونې چې له کوره د باندې ووځي، د جګو پوندو بوټونه په پښو کوي چې په صحي لحاظ تاواني دي…)) د سينګار په اړه داسې ليکي (( هلته مې په ټوله آيوا کې داسې محصله، استاده يا بله مېرمن ونه ليده چې سينګار يې کړی وي، يوازې ځينو يې په ځينو خاصو محفلونو کې خفيف سينګار کاوه خو په عادي ورځو کې به يو مخ ساده او بې سينګاره ګرځېدې خو په کابل کې مېرمنې فکر کوي چې سينګار د هغوی سليقه ښيي. ))

د مطالعې او کتاب په اړه داسې وايي (( هلته خلک پر کتاب پيسې ورکوي څوک چاته خپل کتاب وړيا نه ورکوي د کيسو او شعرونو په غونډو کې به ځينو ليکوالو خپل کتابونه پر مېز ايښي وو، ځينو به له ليکواله غوښتل چې خپله امضا ورته وکړي خو د کتاب بيه به يې خامخا پرې کوله . )) دا پرتله په هر برخه کې په زړه پوره ده.

۴ ـ تلوسه :

د دې يونليک تلوسه هم تر ناول کمه نده. ما به يو وخت ناولونه زيات لوستل او وجه يې دا وه چې هغه وخت مې مطالعه يوازې د هنري تندې د ماتولو په پار وه، مګر اوس تر ناولونو زيات معلوماتي کتابونه لولم داسې هم نده چې زه به يوازې ادبيات مطالعه کوم بلکې څه چې مخې ته راځي لولم يې او په تلوسه پسې يې هم نه ګرځم ځکه په مطالعه دومره روږدی شوی يم چې تلوسې ته مې پام نه وي بس پنسل راسره وي خپل د خوښې ځايونه په کتاب کې نښه کوم. مګر د ادبياتو ښار هم تلوسه لرله او معلومات، لکه هم مهاله چې سړی هم ناول لولوي او هم يوبل معلوماتي کتاب، داسې کتابونه په پښتو کې بيخي کم دي. پدې کتاب مې دا ليکنه هم ځکه وکړه چې د هنري ښېګڼو تر څنګ معلوماتي هم وو، په امريکايې را وګرځوم او ډېر څه يې راباندې وليدل.

۵ ـ د ليکوال ليکنې او ژباړې:

په دې يونليک کې ليکوال خپلې هغه مقالې، چې په همدې موده کې يې ليکلې، دغه راز ژباړې او خپلې لنډې کيسې هم شاملې کړې، د مقالو او لنډو کيسو په لوستو شايد لوستونکي ته دا فکر ور پيدا شي چې ګواکي ليکوال به د کتاب د اوږدېدو په خاطر په کتاب کې شاملې کړې وي. خو داسې نده هغه کيسې په کتاب کې شاملې دي چې ددې پروګرام، په غونډو کې نورو کسانو ته ور اورول شوې دغه راز هغه مقالې پکې راغلې چې موضوعات يې د ليکوال په ذهن کې تداعي شوي، او هماغه وخت يې د خپل سفر په اوږدو کې ليکلې دي.

دا کتاب ځينې نور ښېګڼې هم لري چې له ما پاتې شوې، مګر د ښېګڼو تر څنګ دا سې برخې هم پکې شته چې په زغره انتقاد پرې کېدای شي، په همدې کتاب ليکوال او شاعر داد محمد ناوک هم يو نقد ليکلی، ښاغلي ناوک له خپل ليد لوري سره سم د کتاب په نيمګړتياو بحث کړی او زه منم چې ګل بې داغه نه وي. د ناوک ليکنه پدې لوستی شئ.

موږ افغانان يو بل عجيب عادت لرو او هغه دا چې په څه پيسې ورکو هغه راته خپل ښکاري، او که څوک ډالي راکړي د ډالۍ قدر کوو خو خپله يې بيا هم نه بولو، دامې تر دې پورې وويل چې ما تل هغه کتابونه حتمي لوستي چې په پيسو مې اخستي او هغه چې نورو مفت راکړل شوي يا مې بيخي ندي لوستي او يا مې نيم نيمګور لوستي ښه داده چې ليکوال لدې وروسته کتابونه وړيا ونه ويشي. تر څو قدر پيدا کړي او دا فرهنګ ورو ورو دود شي د ادبياتو ښار مې په پيسو اخستی و مې لوست او په لوستو يې پېښمانه نه يم البته ما داسې کتابونه هم لوستي چې تر لوستو وروسته مې دا فکر کړی چې ګويا هېڅ ګټه يې ونکړه، هغه مقوله چې وايي : (( هر کتاب په يو ځل لوستو ارزي )) زموږ نده بلکې له کومې بلې ټولنې موږ ته راغلې، په نورو اکثره هېوادونو کې دود دا دی چې هر کتاب يو ځل خامخا کتل کيږي، کره کيږي او له هر اړخيزې ارزونې وروسته د چاپ اجازه مومي، مګر دلته اکثره کتابونه يوازې د ځان مشهور کولو په خاطر د ليکوال يا نورو لخوا چاپيږي، او دې ډول شهرت ته استاد غضنفر کاذب شهرت وايي چې د ليکوال تر عمر يې عمر په مراتبو کم دی.

پای ۱۳۹۴/۱۱/۱۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب