شنبه, مې 4, 2024
Homeروغتیااوميګا غوړي د زړه او رواني رنځونو دوا

اوميګا غوړي د زړه او رواني رنځونو دوا

داکترعبدالصمد نظري –

اوميګاغوړي چې په انګلیسي ورته omega -3 fatty acids وایی او د کیمیاوي فورمول له مخې غیر مشبوع غوړي دي، د انسان د سالم صحت او وجود دپاره ضروري مواد ګڼل کيږي خو دا مواد د انسان په وجود کې نه تولیدیږي باید له دباندی څخه واخيستل شي .

ډيرو څيړنو او تحقيقاتو ښودلې ده چې اوميګا غوړي يا غير مشبوع غوړي د وجود د حجرو اساسي خښته تشکيلوي چې مهم ډولونه یې EPA= eicosapentaenoic acids، DHA=docosahexanoic acid، ALA =alpha linoleic acid دي.

اوميګا غوړي په عصبي او رواني ناروغیو کي، د زړه او رګو په مريضيوکي، د سرطان په مريضيوکي، په حساسيت او الرژي کي، په جلدي ناروغیو، د وجود په دفاعي سيستم کي، د حافظي په قوي کيدو کې، د ويني په سرطان کي، د بندو په ناروغیو کې، د پښتورګي، په سالنډي او د سږو په ناروغیو کي، د فلج په مخنيوي کي، د سترګو په ځير کي، د چاغوالي په مخنيوي کې، د الزايمر او شيزوفرين په ناروغیو کي ډير ګټور ثابت شوي دي.

د اوميگا غوړي د ژور خپګان او ديپريشن په مخنيوي کې ډير تاثيرناکه رول لوبوي .

Fish, Black Fishډيرو څيړونو ښودلې ده چې د عصابو چاپيره پرده يا غشا کې اوميګا غوړي شته او پردې ته نرموالی او ارتجاعي خاصيت ورکوي چې په نتیجه کې یې د سراتونين seratonine کيمياوي ماده چې د اعصابو لپاره يوه اړينه ماده ده، په اساني سره یې الکترونيکي سيګنال تګ – راتګ کولاشي.

په امريکا کې يوه څيړنه وشوه هغه خلګ چې دځان وژنې يا د خودکشي پلانونه يي درلودل په دوه ګروپه وويشل شول؛ يوه ګروپ ته یې د اوميګا غوړي ورشروع کړه او دوهم ګروپ ته يې مجازي غوړي ورکړل، د څپړني پايلي وښودله چې د اوميګاغوړي په استعمالوونکو کې څوچنده مثبت تغير راغلي وو .

په 1998 کال د هارورډ په طبي پوهنتون کي د اندريو ستول او ماملګرو له خوا يوه څيړنه تر سره شوه هغه خلګ چې ژورخپګان او رواني مريضي يي درلودي په دوه ګروپه وويشل يوه ګروپ ته يي هره ورځ دورځي لس ګرامه د کب غوړي ورکول او بل ګروپ ته يې د زيتون غوړي ورکول تر څلور مياشتنې څيړنې وروسته څيړنې وښوده چې د اوميګا غوړي استعمالوونکي څو چنده د زيتون غوړي تر استعمالوونکو مثبته نتیجه ورکړې وه.

اوميګا غوړي د زړه درګونو ساتونکي دي ،وينه نري کوي دوجود ترګليسرايد کليسترول او د وينې فشار کښته کوي، په سي ټي لوک روغتون کي د ډاکتر ويلايم هاريس له خوا يوه څيړنه وشوه څيړني وښوده چې د اوميګاغوړي د وجود تري ګليسرايد ديرش فيصده کښته کوي.

ځيني اروپايي هيوادونو کې د تري ګليسرايد کليسترول د کښته کولو لپاره د اوميګا غوړيو کپسولونه استعمالوي .

د امريکا د قلب ټولنه د زړه د حملي د کمولو، د کليسترول د کښته کولو لپاره په ورځ کې د 750ملي ګرام څخه تر 3 ګرامه پوري د ماهي غوړي استعمالوي.

د امريکا په طبي مجله journal of the American medical association يوه څيړنه خپره شوي. په څيړنه کې راغلي چې د اوميګا غوړي په ځوانانو کي د اول ماډل شکرې په مخنيوي کي غټ رول لوبوي.

په يوه بله څيړنه کي چې په 1770 ماشومانو باندې د شپږ کاله په موده کې شوې ده، له یو کلنۍ څخه بيا تر سپږ کلنۍ پوري اوميګا غوړي ورکړه د څيړنې په پای کې ثابته شوه چې اوميګا غوړي %55 فيصده د شکري خطر کموي.
همدارنګه د اوميګاغوړي په ماشومانو کي د هغوی دعصبي سيستم د ودي، د حافظي د قوي کيدو او د بدني روغتيا لپاره اړين او ګټوره ماده ده.

په ډيرو نور څيړونو کې ښودل شوې ده چې د اوميګا غوړي د پروستات مثانې پانکراس او د کولمو د سرطان خطر راکموي.

د واشنګټن پوهنتون په طبي مرکز کې د وايلايم ستنسون له خوا په 18 مريضانو يوه څيړنه ترسره شوه په دې څيړنه کې وښودل شول چې د اوميګاغوړي په کولمو کې د Leukotriene B4 تاواني ماده شپیته فیصده %60 راکموي.

د اوميګا دغوړيو اصلي اوغني منابع د کب غوښه ده. البته اندازه یې په بېلابېلو ډولونو کبانو کې توپیر لري. ماهي چې څومره زوړ اوغټ وي د غوړيو مقدار يې زيات وي همدارنګه چارمغز هم د اوميګا غوړيو د منابع څخه شميرل کيږي.

عادي انسان چې هيڅ مريضي ونلري. د ورځي يو ګرام اوميګاغوړي کفايت کوي چې د زړه مريضي ولري تر دوه ګرامه بايد ځان ورسوي چې لوړ کليسترول ولري د ورځي دري يا څلور ګرامه بايد وخوري چې د بندو دردونه ولري د ورځي بايد تر پنځه يا شپږ ګرامه پوري د اوميګا غوړي وخوري.

دعادي ماهي په پنځوس 50 يا 60 شپيته ګرامه غوښه کې يو ګرام اوميګا غوړي شته نو له دې څخه تاسي په اساني سره اټکل کولای شئ چې په ورځ کي څومره او اوونۍ کي څو ځلي د کب غوښه وخوړل شي.

3 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب