یکشنبه, مې 12, 2024
Homeکلتورسینماپه سويلي حوزه کې د کندهار فلم نندارې هنري انځور/ عزت الله...

په سويلي حوزه کې د کندهار فلم نندارې هنري انځور/ عزت الله اميد، کندهار

په سويلي حوزه کې د کندهار فلم نندارې هنري فعاليت د نندارچيانو د ذوقونو د خړوبولو تر څنګ د ستونزو د هواري، زده کړې ته د ماشومانو د هڅونې، نشه يي توکو د مخنيوي او ښځو سره د تاوتريخوالي له منځه وړلو په موخه له تېرو ديارلسو کلونو راهيسې دوام لري.

د کندهار فلم نندارې مسوولين وايي، د ناخوالو سره د مبارزې او وګړو د فکري روښانتيا په موخه يې د ١٣٨١ لمريز کال د عقرب د مياشتې ٢٤مه نېټه په کندهار کې د يادې نندارې بنسټ کېښود، چي تر دا مهاله يې په کندهار، هلمند، زابل او اروزګان کې د زرګونو نندارچيانو پر وړاندې بې شمېره هنري، تفريحي، ناوړه کړنو سره د مبارزې، سولې او ثبات سلګونه ډرامې وړاندې کړي دي.

د يادې نندارې مسوول حکمت الله څرک وايي، چې ليدونکي د تياتر او ډرامې د هنر په مټ ډېر ژر تر اغېز لاندې کېږي او په اساني سره د ډرامې موخې او پيغام ته رسېږي.

2ښاغلى څرک وايي: “د تمثل د هنر په مرسته ليدونکي ډېر ژر هغې موخې ته رسېږي، چې ته غواړې هغه ورباندې وپوهوې، د نورو هنرونو په پرتله تمثل ډېر ژر ننداره کوونکى متاثيره کوي او د جنګ څخه د کرکې، سولې او زده کړې ته د هڅونې پيغام ډېر ژر او په ښه ډول د هغه په ذهن کې انځورېږي.”

د کندهار فلم نندارې مرستيال او ډايرکټر جاويد احمد وطنيار وايي، چې د تېر څو کلن هنري فعاليت په لړ کې يې د ليدونکو د خوښ ساتلو سره_ سره بې شمېر د پام او پيغام وړ ډرامې تر ليدونکو پورې رسولې دي.

ښاغلى وطنيار زياتوي: ” د تېر ديارلس کلن ننداريز فعاليت په ترڅ کې د کندهار نندارې ممثلينو هڅه کړې، چې د هيوادوالو ناخوالې د تمثل او ډرامې په ژبه تر مسوولينو او چارواکو پورې په ښه ډول ورسوي.”

ښاغلى وطنيار وايي، چې د خپلو فعاليتونو په لړ کې يې کندهار، سبا او هېواد ټلوېزيونو ته سلګونه تفريحي، تنقدي او هنري ټلوېزيوني ډرامي هم جوړې کړي او  پرله پسې څو کاله يې هېوادوالو د همدې خپرونو په مرسته خوښ ساتلي دي.

4د کندهار فلم نندارې ډايرکټر ښاغلى جاويد وطنيار زياتوي، چې د يادو فعاليتونو تر څنګ يې دوه هنري سريالونه هم جوړ کړي، چې يو يې ارمان او بل يې د اوښکې په نوم دى، نوموړى زياتوي ياد سريالونه، چې ډېر دلچسپ او جالب هم وو، له کندهار او هېواد ټلوېزيونو له هيندارو څخه هېوادوالو ننداره کړي دي.

  نوموړى وايي، دا مهال په کندهار فلم ننداره کې شاوخوا دېرش تنه نارينه او ښځينه لوبغاړي فعاليت کوي، چې اوسمهال په مهمو او پام وړ موضوعګانو بوخت دي.

1 COMMENT

  1. نیته یی درسه غلطه سوی ده
    دا مخکی کندهار ننداره او فلم مرکز وو چی د فضل احمد انیس په مشری یی د 1383 د کب دمیاشتی پر 24 نیته چی د پنجشنبی د ورزی سره سمون خوری په کندهار کی د اینه په نوم دفتر کی پرانیستل سوه.
    کندهار فلم او ننداره چی کله کندهار ننداره او فلم مرکز په 2010 کی د منزه یورل سوه پر زای جوره کرل سوه .
    کندهار فلم او ننداره یوازی 5 کاله عمر لری اوبس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب