شنبه, مې 4, 2024
Homeکلتوریونلیکد کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

د کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

(بلوچستان او افغانستان ته د سفر یونلیک)

لیکوال: استاد محمدمعصوم هوتک

(۲۵)

سمدستي مي ارماني ته ایمیل ورکړچي په دې باب معلومات راکړي چي ولي داقبرشنخته نه لري؟ تردغه ایمیل وروسته مي روهیال ته تیلفون وکړ اوهغه وخت راڅخه وغوښت چي په دې باب به معلومات راغونډ کړي. په همدې ورځ مي دوه ساعته وروسته بیاروهیال ته تیلفون وکړ اوهغه راته وویل چي ده دکندهارداطلاعات وکلتور ریاست له هغه شخص سره ئې خبري وکړې چي ددې شنختي دجوړولو مسئولیت ئې درلود اوهغه ورته وویل چي شنخته جوړه تیاره دشنختي جوړوونکي په دوکان کي دادوه کاله پرته ده اوده (مسئول شخص)مینه پال ته په څوپلا داخبره کړې وه چي ددغي شنختي پیسې دوکاندارته برابري کړي څوشنخته پرقبر ودرول سي. مینه پال نن اوسباورته کوله ، هغه وو چي دی له ریاسته ایسته سو اوشنخته دسړي په دوکان کي لاپرته ده چي پرته ده ، بیائې چاغم نه دئ خوړلی. دروهیال تردې خبرو وروسته مي له ډېره خښمه وخندل او روهیال ته مي وویل چي دا موضوع داطلاعات وکلتورله نوي رئیس سره مطرح کړي چي د دوکاندارپیسې وربرابري کړي او شنخته پرقبر باندي ودروي. د افسوس ځای دادئ چي په دې وطن کي د نوروچړچوله پاره په میلیونو ډالرونه پیداکېدلای سي، خوزموږ د تاریخ دیوې برخي دژوندي کولو له پاره یوڅوزره افغاني چي دیوه عادي سړي لاهم په وس پوره ده، څوک نه برابروي! اومسئولین ځانونه ځني کاږي! زه دامسئله اوس هم تعقیبوم او هڅه کوم چي دپیرمحمد کاکړدقبر کاربشپړسي. دارماني صاحب په رالېږل سوو عکسوکي ددغه قبرپښو ته دښاغلي فرید میوندي دمحترم والد مرحوم سردارمحمدزمان خان میوندي قبرلیدل کېږي.

دپیرمحمدکاکړقبر چي تر (۹ دنومبر۲۰۱۵ع)پوري ئې لاکاربشپړسوی نه دئ
دپیرمحمدکاکړقبر چي تر (۹ دنومبر۲۰۱۵ع)پوري ئې لاکاربشپړسوی نه دئ

ښه، خبري پربله خواراڅخه ولاړې، بیرته به خپل طلب ته راوگرځم او هغه داچي دسږکال (۲۰۱۵ع) په سپټمبر کي چي دکوټي له سیمینارڅخه کندهارته ولاړم، نو مي دخپل سفر په پروگرام کي دعلامه حبو اخند زاده دقبر دترمیم او ودانولو کار هم شامل وو. په کندهارکي مي دخپلي سفر په لومړي سر کي یوه ورځ په عینومېنه کي دالحاج حمدالله صحاف په کتابتون کي له ښاغلو عزیزالله خان کرزي اوکاکااسدالله خان پوپل سره دنورو خبرو په ترڅ کي ددغي مقبرې د ودانولو مسئله هم یاده کړه. کاکا اسدالله خان سمدستي خپل تیاری وښود او ښاغلي عزیزالله خان کرزي هم ددې کار پر اهمیت او ضرورت باندي مبسوطي خبري وکړې. زماشا غره ته تکیه سوه اوپه داسبامي اراده وکړه چي دغه مقبره له نزدې وگورم او خپل ځان ډاډمن کاندم چي نه گانه نوموړې هدیره د زورواکو له خوا لاندي سوې نه وي. زه دغي هدیرې او مقبرې ته له نن څخه اووه دېرش کاله پخوا هغه وخت تللی وم چي دعبدالرؤف واسعي په نامه مو د علامه حبواخندزاده ځوانیمرگ کودی خاوروته سپاره. دعبدالرؤف واسعي کورنۍ لقب (گل) وو او په نیویارک کي د یوه تورپوستي له خوا ووژل سو. جنازه ئې کندهارته راوړل سوه او د خپل لوی نیکه علامه حبواخندزاده دقبرڅنگ ته ښخ سو. قبر ئې اوس هم معلوم دئ.   هدیرې ته دتگ خبره مي له ښاغلي عبیدالله جان (بابا) سره شریکه کړه. هغه راته وویل چي یوه ورځ به دمرحوم عبدالباري واسعي دزوی شاه جان سره یوځای هدیرې ته ولاړسو. عبیدالله جان (بابا) دمرحوم سلطان محمدخان مشهورپه لالوجان زوی او دمرحوم میرزاجان محمدخان هوتک لمسی دئ. شاه جان دعلامه حبواخندزاده کودی کېږي. دلوی اختر په دریمه ( د۲۰۱۵ع کال دسپټمبر پر ۲۶ مه) سهار وختي عبیدالله جان اوشاه جان کورته په موټرکي راغلل او زه ئې هدیرې ته بوتلم. دحبواخندزاده پلرنۍ هدیره داحمد شاهي کندهار دزړې عیدگاه ختیځ ته پرته وه. اوس په دغه عیدگاه کي دمحمودطرزي لېسه فعاله ده او دعیدگاه سړک پر ختیځه څنډه دوکانونه ودان سوي دي. او ددوکانو شاته هدیرې خلکولاندي کړي او کورونه ئې پر جوړکړي دي دغه سړک اوس دبرېښناکوټ سړک نومېږي او دحبو اخندزاده هدیره ددغه سړک دختیځي غاړي ددوکانو او کوروشاته څیرمه پرته ده. موږ هدیرې ته دلویي ویالې له خوا راتا سوو. دحبو اخندزاده قبر ته مي دوعا وکړه اوپه هماغه شان مي وموند چي ما اووه دېرش پخوالیدلی وو.

دسپټمبرپر اووه ویشتمه مي کاکااسدالله خان پوپل هدیرې ته ور ووست. ده ته دي خدای خیر ورکړي سمدستي ئې له اقراء ساختماني شرکت له څښتن سره خبري وکړې. ښاغلي عزیزالله خان کرزي هم د شرکت څښتن ته سپارښتنه وکړه چي داکارپه جدیت او سرعت سره مخ ته بوزي. په داسبامي دشنختي متن وکیښ او کاکااسدالله ته مي ورکړ. هغه دکندهار دمشهور خطاط ښاغلي علي احمدقانع سره چي دمرحوم میرزاغلام علي قانع زوی اواوس په ژوندیوخطاطانوکي دنامه څښتن دئ، دشنختي دخطاطي کولو موافقه وکړه.دخیر کار خدای تعالی پر مخ وهي په څوورځو کي دشنختي دخطاطۍ او کیندلو اودقبر د ودانولوکار بشپړسواو پاته دي نه وي چي کاکااسدالله خان او ما هره ورځ ددغه کارجریان له نزدې څخه تعقیباوه.بالآخره مو داکتوبر پر یوولسمه دماځیگر پر څلورو بجودحبواخندزاده پر قبر په داسي حال کي چي کاکا اسدالله هم حاضر وو،دکندهاریو منورینو او فرهنگپالو یوه درنه غونډه جوړه کړه. په غونډه کي دکلام الله مجیددڅوآیتونو ترقرائت وروسته انجنیرشېرشاه رشاد، ما (محمدمعصوم هوتک)، ښاغلي استادحیات الله رفیقي، ښاغلي استاد احمدصمیم ویناوي وکړې. دحبواخندزاده پر ژوند او علمي مقام او ددغي مقبرې او نورو مقبرو د ودانولوپر اړتیا مو خبري وکړې. له کاکااسدالله ، داقراء ساختماني شرکت له مسئول ښاغلي رفیع الله پوپل څخه مو مننه وکړه چي ددغي ویاړلي چاري په سرته رسولو کي ئې خولې تویي کړي دي.

زه چي اوس داکرښي له کندهاره څخه په زرو کیلومتره لیري په کاناډا کي کاږم،له دې اسیته ډېرخوشاله یم چي ددغي پخوانۍ ارزو تحقق مي پخپل ژوند کي ولید. پاک خدای ته التجاه کوم چي د وطن منورینو ته دامجال او توفیق ورکړي چي دخپلو مشاهیرو دنامه په راژوندي کولو کي نوري هم خپلي هڅي گړندۍ کاندي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب