څو ورځې وړاندې ښه شاعر، لیکوال او څېړونکي مصطفی سالک پر خپل فېسباکه د استاد صمیم له لوري یو قول ایښی و چې ګوندې د پښتنو خوشال په یوازې ځان د دري له فردوسي، حافظ و سعدي سره سیالي کولی شي. استاد صمیم دا قول د منوچهري په نوم له یوه ایراني لیکواله رانقل کړی. دا به پر ځای پرېږدو چې د منوچهري خپل نوم څه دی، دا خبره یې چېرې کړې او پر پښتو څومره برلاسی و؟ بیا دا چې خوشال یې لوستی یا نه، له دې به وړاندې لاړ شو. منظور دا چې که دې فرضیه خلق کړه، خو دا به څېړې او اثباتوې به یې. دا به هم ګورې چې د څېړنې د پوهنې له مخې ستا فرضیه له ټاکلو اصولو دباندې ده او که دننه؟
دې پوسټ ته ګڼو پوهو او د مطالعو اهلو کمېنټونه کړي وو. چا د تکبیر نعره بدرګه کړې وه، چا دې نقل قول ته د شک په سترګه کتلي و او چا یې په تړاو خپلې پوښتنې او انګېرنې لرلې. زه پر دې خوښ شوم چې افغان ځوانان مقلدانه نظر پسې نه ځي، په خپلو غړېدلو سترګو مسایل ویني؛ غواړي مسایلو ته خپلې عینکې په سترګو کړي او… . ما د ښاغلي سالک دا پوسټ شریک کړ او پورته مې په یادښت کې ولیکل چې که سړی کال، دوه، درې ځان خزه کړي، چله ووهي، د فرهنګیالي خوشال د استنجا، استجمار، استنشاق او د بازانو شاعري (نظمونه) یوې خوا ته کړې او په غزلو، رباعیاتو او قصیدو کې یې ور ډوب شې؛ له کلونو وروسته راووځې، ژېړ مخ دې نیولی وي او په دا دومره موده کې دې د خوشال عرفاني شاعرۍ کې شاوخوا۱۰۰ بیتونه، د لویې انساني شاعرۍ شاوخوا ۱۰۰ نمونې او حماسې یې د حماسو له غوښتنو/ آرونو سره سمې ونه ګڼې. له شا درپسې فردوسي راشي چې ځوانه ما دېرش کاله پر یوې منظومې تېر کړل، پابجي او ټیکټاک ته نه وم وزګار.
زما خدای مه کړه موخه د نادرخوشال مذمت نه دی؛ بلکې موخه مې دا ده چې په علم او څېړنه کې احساسات، عواطف، حب و بعض ځای نه لري. زه ډارېږم چې داسې غورزې پرزې بیا موږ له نور و ډېر کاره ونه باسي. سبا به څوک ټک نه کوي چې دا دی یو پهلوان مو درېوو پهلوانانو زور لري. راځئ پر دې فرضیه یو څه زیات کړو. خوشال په خپل ځای کې د بیخي ډېر عظمت وړ دی او که یې اثار څوک پرته له کوم لورنیونې ولولي، نو د خوشال عظمت او نبوغ ته یې ګوته په غاښېدلی شي.
خو دا اوس په دې مانا هم نه چې خوشال راته په یوازې ځان د دري د هر شاعر هومره کار کړی. خوشال او هغوی په خپل ځای درانه او خپلې خبرې لري. د خوشال، سعدي، حافظ او حتی فردوسي د مخاطبینو ترمنځ هم فرق دی او زما د بحث اصلي نکته دا ده. د خوشال مخاطبین تر ډېره ډېره پښتانه دي او دی لویه او انساني شاعري بېشکه لري، هو ډېره یې نه لري. یو څوک چې د مرګ تر شېبې د یوه قوم بېاتفاقي ژاړي، له کندهار تر اټکه د افغانانو یووالي ته تورې وهي، هند کې د پښتنو د تللي برم ساندې بولي؛ ایا دداسې یوه تارومار قوم شاعر به د نورې نړۍ غم او یا د ټول بشر ګډ برخلیک وژاړي؟
دا چې سړی له ځان او قوم سره په شخړه وي، د (بني آدم اعضای یکدیګر/پیکرند) ته وزګارېدی شې؟ خوشال به انساني او داسې شاعري لري چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هر انسان د زړه چېغه او ستوني کې غوټه شوی ارمان وي؛ خو بیخي به لږه وي. بیا هم په ټینګار وایو چې خوشال په خپل ځای ډېر دروند دی او همدا مسند یې بس دی. په اسانو ټکو دا چې د خوشال د مخاطبینو ټولګی کوچنی او شاعري یې له قومي عاطفې اوبیږي. د خوشال پر ځای کولی شو د لویې انساني او بشري شاعرۍ بېلګې د رحمان بابا له دېوانه راواخلو.(البته دا وخت به د دونیا اورونه بلېدو ته نه پږېدې، د مړه کېدو هڅه به یې کوې.) هو، خوشال عارفانه لیدلوري لري او په یوه بیت یې حمزه بابا یو کتاب هم لیکلی شي. د حافظ پر ځای ښه ده محترم منوچهري د مولانا بېلګه نه ده ورکړې چې خوشال مولانا بلخي هم په خپل ځان کې حلولی شي. د خوشال کورنۍ د شیخ رحمکار بابا په استانه هستېدلی، خو دی عملي صوفي نه دی او د خپل وخت له پیرانو او صوفیانو سره په جنګ دی او سر ترې ټکوي. همغه خبره چې عارفانه لیدلوري یې خپل دي، خو دومره نه دي چې په خوشال کې حافظ او مولانا ولټوو.
خوشال به ددې درېوو سرو شاعرانو مضامین په خپل دېوان کې لري، خو دا رنګونه هم خپل خپل زېب لري.
دانتې چې له سنایي غزنوي متاثرېږي، پاولو کویلو چې د مولانا له اغېزه کیمیاګر لیکي، ګوېته چې د حافظ غرق شیفته شي؛ خو مانا دا هم څوک دي او اړتیا څه ده چې خپل خلک په خپلو کې سره مخوو؟ اوس به یو بل څوک وپوښتي چې زموږ ژبه خواره ده او لعلونه مو تر ایرو لاندې دي. دا قضیه بېرته تاته درګرځي چې تا ولې خپل غمي تراوسه صیقل کړي نه دي او مارکېټ ته دې نه دي وړاندې کړي؟ اوس وخت کې چې نړۍ د یوه کلي هومره وړه او ګرده شوې، د هر چا د کور ور او نرخ مالوم دی، ستا پکې څه شی خرڅیږي؟ موږ اصلا په داسې غورزو پرزو د کمترۍ د احساس تشه ډکوو او له ترخه حقیقته سترګې اړوو. زه به بېلګه وړاندې کړم. دا نن یوه ځوان(بشرمل) د هوګو پر شاهکار(بېوزلان) لیکنه کړې وه. ما ورته دا خبرې کمېنټ کړې چې زموږ له پورته بحث سره سر خوري. ((ددې اثر په اړه مې یوځای لوستي و، « د نړۍ پر مخ چې تر څو نابرابري او بې عدالتي وي، (بېوزلان) به نه وي» مانا نړۍ چې له کومې ورځې زېږېدلې او تر کومې چې ساه اخلي؛ بې عدالتي به وي. یعنې دې خبرې ددې اثر پر جاودانه توب مهر وواهه. ما د (مرحوم احمدي اثار نړیوال نه دي) لیکنه کې همدا خبره کړې وه چې سمه ده، موضوعات مشترک دي، مینه، عدالت، جګړه، ښېګڼه او بل بل ټولو ناول کړي؛ خو اصلي خبره دا ده چې موږ په کوم ظرف کې وړاندې کړي او موږ همدې لویو موضوعاتو سره څنګه چلند کړی؟ ایا سل و زر د میني ناولونه مو پر ورته صحنو(پوهنتون کې د مینېدو) پر موضوع نه راڅرخي؟ ښاا عیسوي عالم ته پکار وای، چې د غچ اخیستنې له محرکې په وسیلې یې والژن یو ۱۹ کاله نور هم بندی کړی وای او پر محکوم یې یوه بله مقدمه چلولې وای؛ خو دی څه کوي(پر خپلې انا پښې ږدي) او انساني چار کوي. راځئ! اوس له خپلو اثارو یوه وړه بېلګه درکړم: په زرو ناول کې بالاخره د زرو د پت ګټونکي ځي، نوموړې پیدا کوي او وژني یې؛ خووو کامران ته چې د زرو تره په لاس ورځي او باوجود ددې چې د قاتل په سترګو کې د خپلې معشوقې نښې ویني، معافوي یې نه؛ سر یې شیندي. ببین تفاوت را !!! په ډاډ وایم چې موږ لا د شاهکار اثر د پنځولو اراده لا نه ده کړې.»
یو ځای مې اورېدلي و چې جاپان کې ماشومانو ته ورالقاح کیږي چې جاپان د خامو موادو له اړخه فقیر دی، سره و سپین نه لرو؛ مانا له نشته به پیل کوو او ځان به تولیدي او صنعتي کوو. موږ ته بیا د لعلونو خزانې او د نیکونو د تورو نښانې راوښوول شي، نو تر زړښته د خیال پر نیلي سپاره یو. راځئ، که نور څه نه شو کولی، دا خدای راکړې خزانې خو خپله راوسپړو. راځئ خوشال داسې راوسپړو لکه څنګه چې دی.