پنجشنبه, جنوري 23, 2025
Home+د ماضي په ياد | زهير سپېڅلی

د ماضي په ياد | زهير سپېڅلی

دا څو ورځو کي مي د ارواښاد “نسيم حجازي” دا تاريخي ناولونه (انسان او ديوتا، شاهين، د غازي داستان او وروستی مورچل) ولوستل. هر ناول ښه ضخامت لري. ټولټال تر څوارلس سوه مخونو رسېږي. هر ناول د ښاغلي “زبير شفيقي” په قلم ښه روان او اسان ژباړل شوی دی. تلوسه لري او لوستونکی له ځان سره اخلي.

د دغو ناولونو له لوستلو سره يو مهم اړخ دا دی، چي

د اسلامي نړۍ هغه پخوانی شان شوکت، عزم، روښانه ماضي، سياسي، نظامي، علمي، فرهنګي او ټولنيز عروج له ورايه ښڪاري. مسلمان د سرلوړۍ او غرور احساس وڪړي، چي د اسلامي نړۍ ښارونه يو وخت د تمدن او علم بېلګي وې او اسلامي امت د نړۍ پر اسمان يو لمر و، چي ځلېده.

دويم اړخ ئې د افسوس مقام دی، چي اسلامي امت يو وخت څنګه و او اوس پر کوم حال دی!!!؟؟

اوس او د هغه وخت له مقايسې  سره دا څو عمومي ټڪي ليڪم، ڪه وګورو اوس ئې هم ځيني نښي معلومېږي.
د اسلامي امت وجود له بهره نه، له دننه زخمي کړل شوی، ويني ئې خرڅي ڪړی شوي او پر زخمونو ئې د پرديو د خوشحالۍ لپاره د مرهم په نامه مالګي دوړول شوي دي. دا وجود داخلي جاسوسي مڪروبونو له ولاړي وغورځاوه؛ رگ ـ رگ ته ئې دا زهرجنه ناروغي ورسېده او وجود ئې فلج ڪړ.

لسګونه پېړۍ مخڪي په کور او ټولنه ڪي ښځو ډېر لوړ مقام درلود؛ په طبابت، ښووني، نظامي او ټولنيزو چارو ڪي ئې فعاله ونډه درلوده او د اوس غوندي د ټولني نيم وجود نه له خپلو حقوقو محروم و او نه د اوس رنګه فلج و!

په هره ټولنه ڪي د مذهب په جامه ڪي په ښڪاره د مذهب خواخوږو او په پټه د مذهب بدناموونڪو  خلڪ لوټلي او غولولي؛ انسانان ئې په لوړ ذاتو او ټيټ ذاتو وېشلي  او پر يوه بام ئې دوې هواوې چلولې.
په سپينه جامه ڪي تورو مارانو بشريت چيچلی او انسانيت ته ئې ټڪ ورڪړی دی.

ځينو لارورڪو رهبرانو د خپلو شخصي ګټو او مقامونو لپاره د خپل ولس پر راتلونڪي سوداګاني کړي دي او خپل ولسونه ئې پرديو ته لاس و پښې تړلي سپارلي دي.

د تورو فتواګانو په تور بازار ڪي د دوی د شخصي ګټو  پر مخالفينو او د ملي ګټو پر ساتونڪو عقيدوي ګوزارونه شوي دي او له دې لاري ئې له صحنې ايستل، چي دوی خپلو ناوړو هدفونو ته ورسېږي.

د سرو او سپينو شوق، د اقتدار تندي او د چوڪۍ ميني له ځينو رهبرانو سمه لار خطا ڪړه، پر هغه لار روان شول، چي د اسلامي امت د پاشل ڪېدو او د اسلامي نړۍ  انحطاط ورسره پیل شو.

دا بايد درڪ ڪړو، چي موږ څوڪ وو او څوک شوو!!؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب