شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهشک | عبدالوکیل سوله مل

شک | عبدالوکیل سوله مل

طبیعت یې خټه و، سر یې دروند و، شپه یې بې خوبي تېره کړې وه، ځکه خو یې د ولایت اداري غونډه په بېړه رخصت کړه، له لوی اوږده مېزه راپاڅېد، د پراخه اوږد دوتر له یوه سره تر بل سر لاړ او راغی، کړکۍ ته ودرېد، له پرانیستې کړکۍ یې خپل زرهي جیب او لږ څنګ ته یې فوځي ګاډي له نظره تېر کړل، اوږده ساه یې وویسته، له ځانه سره یې وویل: ترکومه به په بندو دوترونو او تړلو ګاډو کې لکه بندیان ځانونه ساتو؟

پورته آسمان ته یې وکتل، آسمان تورو ورېځو پوښلی و. راغی پر خپلې څوکۍ کښېناست،

مخامخ را ځړېدلي لوی تصویر ته یې نظر واچاوه، لکه له تصویر سره چې خبرې کوي.

ـ زه چې د یوه ولایت په ادارې دومره ستړی یم، ته به څنګه ټول هېواد اداره کوې؟

خندا ورغله.

ـ خو زما دنده له ده ډېره ګرانه ده، هم له غلو سره جنګېږه او هم خپله غلا مدیریت کوه.

له دروازې زنګ راغی، غوږۍ یې پورته کړه، د دروازې د امنیتي ټیم له خوا یې واورېدل.

ـ صاحب پلار مو راغلی.

ده کمرې ته سترګې سیخ کړې، پلار یې ولید چې لوی پټو یې له ځانه راتاو کړی دی، حیران شو، بلا پوښتنې یې په زړه کې راوټوکېدې.

ـ څه غواړي؟ څه به راته وایي؟ نو ده خو هر څه راته کور کې هم ویلی شو.

زړه یې نه منله، ګڼو فکرونو او اندېښنو پسې واخیست.

ـ له هغې ورځې چې مې د کاکا کور بمبار شوی، ډېر بدل شوی، ملامت هم نه دی، د ورور، وریندار او ورېرونو شهادت غر اوبه کوي.

مېز یې بې واکه ډب وواهه.

ـ څو ځل مې ساتونکو ته وویل چې د کلي خلک یې لیدو ته مه راپرېږدئ، هغه هم هغه کلی چې ټول بمبار دی او نیمایي یې طالبان دي، دښمن دی نه وي اخیستی.

 بل لورې بیا په تیلیفون کې غږ اوچت شو، د اجازې امر یې وغوښت.

ـ والي صاحب څنګه وکړو، درپرېږدو؟

ده بیا کمرې ته سترګې ونیوې، زړه نا زړه وو، لکه څوک یې چې نیولو او بندیانولو ته راځي، شونډې یې وخوځېدې.

ـ راځي دې.

پلار یې په ګړندیو قدمونو راروان شو، دی بیا دده پټو ته ځیر او اندېښنه کې شو، تا به ویل د پټو لاندې لویه چاړه او یا بم لېږدوي، ده بیا ورغږ کړ.

ـ تالاشي یې درکړې ده؟

د امنیتي ګارد مشر وخندل.

ـ صاحب خو تالاشي یې نه راکوله، کنه چېرته مو دومره ایساروه.

لکه ګومان یې چې په واقیعت اوښتی وي او چا له لیرې ټوپک ورته نیولی وي، وریږدېد،  ور غږ یې کړ.

ـ چې داسې ده، بېرته یې وګرځوئ!

امنیتي مامور ورمنډه کړه، په بېړه یې بېرته راوګرځاوه، پلاریې وغورېد، له غوسې یې لاړې تو کړې، په قهر یې وویل:

ـ ورته ووایه چې نور دې مخ ونه ګورم، نن مې چې دلته تالاشي کوي، سبا به مې پخپل کور کې هم تالاشي اخلي.

امنیتي ساتونکي را د مخه شو، په اوږه یې لاس ورته کېښود، دده ږیره یې ونیوه، په غوړه مالۍ یې وویل:

ـ خیر دی کاکا دا قانون دی.

ده اوږې پورته ونیوې، نور هم په قهر شو.

ـ قانون مانون نشته، تاسو له خپل سیوري هم ډارېږئ.

والي لا هم په امنیتي کمره کې سترګې ښخې وي، د پلار غوسه، حرکات او کرکه ټول یې د دروازې تر وتلو په غور وڅارل. له ځانه سره یې په ورو وویل:

ـ سمه ده چې پلارمې وو خو څوک پوهېږي، هغه خو هم پلار وو چې څه موده وړاندې یې خپل ځوان افسر زوی د واده په پلمه کلي ته بوت او بیا یې پخپل لاس په جومات کې د کلیوالو په وړاندې سر ترې پرې کړ.

له خپلې پرېکړې راضي وو، په غرور یې له ځانه سره وویل:

ـ هم مې قانون پر ځای کړ او هم مې دا ګواښ له ځان نه لیرې کړ.

بیا یې پر مېز هغه مکتوب چې نوی له امنیتي ادارې راغلی وو سترګو ته ونیو.

دښمن په دې ورستیو کې خورا فعال دی، هره ممکنه وسیله کاروي چې وېره خپره کړي. موږ ته داسې معلومات رارسېدلي چې ځانمرګو کورنیو ته هم لار کړې ده او پخپلو کورونو او دوترونو کې به هم ځانونه والوزوي.. ټولې ادارې دې دوترونو ته راتلونکې کسان په ډېر غور تالاشۍ کوي، هر ډول استثنا جدي ممنوع ده.

د مکتوب لوستل یې لا بشپړ کړي نه وو چې له دروازې بل زنګ راغئ، ده غوږۍ پورته کړه.

دا ځل ښځینه غږ راغی.

ـ صاحب، یوه پېغله غواړي تا سو وویني.

دی کمرې ته وګوري، غومبري یې وپړسېږي، په شونډو یې خندا خپره شي خو زر یې له څیرې خندا کډه وکړي، تندی بېرته ګونځې شي، اوږې پورته ونیسي، له ځانه سره ووايي:

ـ دا خو تورپېکۍ ده.

له مېزه راپورته شو، کړکۍ یې پورې کړه، پردې یې یوه په بله پسې راکش کړې، امر یې وکړ.

ـ راپرېږدئ خو تالاشي یې واخلئ!

د امنیتي مامورې غږ پورته شي.

ـ صاحب تالاشۍ ته مې نه پرېږدي.

امنیتي ماموره نجلۍ لاندې باندې له نظره تېره کړي، د نجلۍ غلیظ سینګار یې داسې خوا ور بده کړي، ته به وایې په وړاندې یې ګرځون شوی دی، والي پوښتنه وکړي؟

ـ خالي لاس ده که څه ورسره دي؟

ماموره د نجلۍ لوی دستکول ته داسې وروګوري ته وا په دسکول کې یې تومانچه ایښې ده.

ـ لوی دستکول ورسره دی صاحب، باید تالاشي شي.

والي د تصدیق او رضایت سر وخوځوي.

ـ بس سرسري یې هماغه دستکول تالاشي کړئ.

ماموره نجلۍ ته چې شېبه په شېبه یې له قهره په تندي کې ګونځې جوړېږي، نېغ وروګوري، په امرانه انداز نجلۍ ته ووایي.

ـ خورې بکس دې پرانیزه او په مېز یې کښېږده.

د نجلۍ تندی نور هم تریو شي، لاس کمرې ته ونیسي.

ـ ورته ووایه چې زه چاته د تالاشۍ اجازه نه ورکوم.

د مامورې خوله وازه پاتې شي، نه پوهېږي څه وکړي!؟ ورنږدې شي، په عذر ورته ووايي:

ـ خورې سرزوري مه کوه، دا قانون دی.

د تالاشۍ مشر هم د مامورې مرستې ته راودانګل.

ـ خورې والي صاحب په همدې نه تالاشۍ دا اوس خپل پلار خانته پرېنښود.

نجلۍ دده په غوښتنه هم سر ونه ګراوه، لکه عسکر شاه ګرز او روانه شوه، په نازاو نخرو یې وویل:

ـ چې داسې ده زه لاړم.

د تالاشۍ مشر وخاندي خو بېرته وبېرېږي.

ـ لږ صبر!

زر یې والي خبر کړ.

ـ صاحب دا خو ډېره سرزورې نجلۍ ده، وای زه لاړم.

والي وخندل.

ـ بس راپرېږدئ یې، له تالاشۍ یې تېرېږئ.

نجلۍ د والي دوتر ته سیده ورننوته، والي له ورایه شین په خندا وو، نجلۍ هم له غروره په مکېز وخندل.

نجلۍ په ناز په لوی پروت کوچ کې کښېناسته، والي چې لا یې هم په شونډو موسکا ځلېده، د نجلۍ په اوږه لاس کېښود.

ـ تالاشي دې څنګه نه ورکوله، او لېونۍ؟

نجلۍ باڼه پورته کړل، شونډان یې راوویستل، لاس یې وراوږد کړ، په ناز یې ورغبرګه کړه.

ـ زور مې درښود.

والي اوږې پورته وغورځولې، سترګې یې بقې راوویستې.

ـ ما ویل زورواکي به موږ چارواکي یو.

هغې سر یوړ او راوړ، په شونډو یې موسکا خپره شوه.

ـ او له دې نه وې خبر چې کله کله داسې کم واکې له چارواکو زورور شي.

ـ دا خو ده، ته پوهېږې چې په همدې نه تالاشۍ مې پلار بېرته له دروازې رخصت کړ.

ـ ښه دې وکړ، دا خو دې هوښیار کار کړي، په هیچا به باور نه کوې.

والي وخندل، دې ته ځیر شو، په ناز یې لاس ورته ونیو.

ـ نو ته څنګه داسې راننوتې.

ـ تا تراوسه کومه طالبه ښځه لیدلې؟

ده ټوپ کړ.

ـ داسې مه وایه دا اوس لس داسې ښځې بندیانې دي چې سل کسه لوی او واړه مامورین یې د طالبانو په دستور په څه چل او فرېب وژلي دي.

ددې خوله وازه پاتې شوه.

ـ رښتیا دا څه وایې، هغه څنګه؟

ده سر وخوځاوه.

ـ هغه داسې چې په چل او فرېب به یې د زنا لپاره کور ته بلل او بیا به یې وژل.

نجلۍ ورپېده، سترګو ته یې دواړه لاسونه ونیول.

ـ چې داسې ده نو له ما به هم اوس وېرېږې، چې ودې نه وژنم.

ـ له مرګه دې نه وېرېږم.

راشاته شوه.

ـ نو له څه شي مې ډارېږې؟

ـ له رسوايي، هسې نه چې سبا د ټولو رسنیو د سر خبر وګرځم.

ښځې لاسونه ترې چاپېره کړل.

ـ بې غمه اوسه رسوایۍ ته دې نه ورکوم، دومره نو بې وفا او احمقه هم نه یم.

 ده وخندل، په ملنډو یې وویل:

ـ حماقت نو نور تور وي که سپین؟

ښځه چې له نازه یې په لاس د الماسو ګوته اړوله رااړوله، لویه جټکه وخوړه، سترګې یې بقې راووتې.

ـ ولې؟

دی یې څېرې ته ښه شېبه ځیر شو، لاس یې د دې لور ته ونیو.

ـ دلته راتګ او هغه هم په داسې غلیظ سینګار سره؛

دا جدي شوه، له ځایه راپورته شوه.

ـ زه نو ستا لپاره خپل فېشن او د ښایست طریقه نشم بدلولی، لا دې مېرمن نه یم.

ده سر وخوځاوه.

ـ زه دې هم له خپلې طریقې نه راګرځوم، خو دلته دې ښه نه دي کړي چې راغلې یې.

ښځه بېرته کښېناسته، مخ یې ورواړاوه، په قهر یې وننګاوه.

ـ زه هم پوهېږم چې دلته مې په لیدلو هم شرمېږې او هم وېرېږې؟

دده تندی تریو شو، جدي څېره یې ونیوه.

ـ نو چې داسې ده څه دې کول چې راتلې، خو زه به درغلی وای.

ـ ته به ښه راغلی وای، ودې نه ویل چې دوهمه نازولې مېرمن دې له دوبۍ راغلې ترهغې به نه سره ګورو چې هغه نه وي تللي.

ده سر وخوځاوه.

ـ داسې خو ده نو څه ضروري پیغام دې درلود، چې تر هغې دې صبر نشو کولی؟

ښځه غلې شوه، شونډه یې په غاښو کې ونیوه، سترګې یې ټیټې کړې لکه د څه په ویلو چې شرمېږي، په مېزایښی د اوبو ډک ګیلاس یې راپورته کړ، مخ یې بېرته ورواړاوه، په ورو یې په مینه له خولې ووتل.

ـ زېری مې راوړی دی؟

د سړي تندی وغوړېد، په ناز یې وروکتل، په ټوکه یې وویل:

ـ د څه شي؟ د مېړه؟

ښځې لاس پرې واچاوه.

 ـ مېړه خو یو لرم نو؛

ده په تمسخر وروکتل.

ـ نو د څه شي زېری دې راوړی دی؟

دې بیا د اوبو ګیلاس راواخیست، څو ګوټه اوبه یې تېرې کړې، غاړه یې تازه کړه، په ګیډه ېې لاس کیښود.

ـ حمل لرم!

ده خېز واچاوه، ودرېد، کړکۍ ته ورغی، بېرون یې وکتل، آسمان لا هم ورېځو نیولی و، بېرته راغی، د ښځې مخ ته ودرېد.

ـ یو دا کم وو، زه خو له همدغې رسوایۍ ډارېدم.

ښځه هکه پکه شوه، فکر کې لاړه لکه لویې ګناه چې ترې سر وهلی وي، دی کښېناست، ورنږدې شو، په ورو یې وویل:

ـ څه چاره یې نشې کولی؟

ښځې برګ وروکتل، په غوسه یې وویل:

ـ یعنې قتل وکړم، سقط وکړم؟

سړی بې ځوابه شو، لور لودن ترې ورک شو، اخوا دېخوا یې وکتل، لکه په خوله کې چې یې لاړې وچې شي، او یا یې ژبه ونښلي په سختۍ یې وویل:

ـ نو څه، څه … که دا کار..

ښځې یې خبره په نیمایي کې پرې کړه، چیغه یې کړه.

ـ نه او نه .. زه قاتله نه یم.

بېرته آرامه شوه، په پېغور یې وویل:

 چې دومره ډارن وې ولې دې راسره یارانه اچوله؟

بیا یې دده یوه یوه وعده وریاده کړه؟

ـ ودې نه ویل، چې د هر کار مسولیت اخلې؟ تېره میاشت دې د واده لا راته وویل، ما هغه لیک هم ساتلی دی.

سړی لکه څوک یې چې له ګرېوانه راونیسي، ځان شاته کړ.

ـ بس، بس …. اوس څه غواړې؟

ـ اخلاص، وفا او په خپله ژمنه ودرېدل.

ده په ورو ورغبرګه او وننګوله.

ـ او که داسې څه ممکن نه وي.

ښځه لکه څوک یې چې له بام نه راوغورځوي، په قهر راپاڅېده، لاس یې ور اوږد کړ.

ـ بیا دې نو خپلې رسوایۍ ته هم ګوره!

 له دې سره روانه شوه او په بېړه له دروازې ووته، ده وخندل، خو بېرته یې تندي ګونځې وکړې، راغی، د خپل کاري مېز ترشاه کښېناست، د کاري لوی مېز په پورتنۍ جابه کې ایښې تومانچې ته ځیر شو، ودرېد، له لیرې یې د باندې وکتل، آسمان غورېده، ورېځې خورې شوې وې، خو زورور باد لګېده، فکرونو واخیست، له ځانه سره یې وویل:

ـ دا څه حال دی؟ تېره میاشت هغه حراموني خبریال رانه پرتوګ وویست، که مې په خوله کې څه نه وای وراچولی، خدای پوهېږي اوس به یې څومره نوره رسوایي جوړه کړې وای؟

اوږده ساه یې وویسته، په مېز یې دواړه څنګلې کېښودې.

ـ اوس بیا ددې ډمې د رسوایۍ ګواښ، ښه دا خو په پیسو هم نه راضي کېږي.

 څنګ ته پروت موبایل یې راواخیست، د هغه په بټن یې ګوتې کېښودې، څو نومرې یې ووهلې، موبایل یې غوږ ته ونیو، ده چې لا هم تومانچې ته کتل له سلام وروسته بل لوري ته وویل:

ـ سبا راشه، یوه دنده درسپارم.

له بلې لور لکه د یوه جنرال مخ ته ولاړ سرتېري ځواب راغی.

ـ ښه صاحب!

یدینګ، لندن

د مازیګر شپږ بجې

د ۲۰۲۰میلادي کال د نومبر۲۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب