جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+هنر؛ نااشنا کول| اجمل ښکلى

هنر؛ نااشنا کول| اجمل ښکلى

۱- تعريف: د فورماليزم اصطلاح له فورم نه جوړه ده. فورم بڼې ته وايي. د (فورماليستو) نومونه دوى ته سوسياليستي مخالفانو په خندنيو وکاروله او مطلب يې دا و، چې هغه خلک چې په شکلياتو يا د اصل پر ځاى په پوستکي پسې نښتي. موږ هم چې څېړنه کوو، ټينګار مو پر منځپانګه وي او ممکن د شکلياتو لپاره يې يو بل چا ته وسپارو. په څېړنه کې چې څه ويل ارزښت لري، د شکلياتو کم اهميتي توجيه کېداى شي؛ خو په ادبياتو کې چې څنګه ويل مهم دي او فورماليستانو هم وايي، چې د ادب ماهيت د څه ويلو پر ځاى په څنګه ويلو ولاړ دى؛ نو د شکل او جوړښت کلمې بې اهميته نه دي.

زموږ د شرقي فرهنګ متون هم د شکل و مانا له تقابل نه ډک دي. د فارسي د هندي سبک شاعر بيدل دهلوي هغه شاعر دى، چې پر مانا او شکل يې ډېرې خبرې کړې او که د پوسټ ماډرنيزم له زاويې نه ورته وګورو، مانيز پلورليزم ته تمايل لري. په ټوله کې زموږ په شرقي فرهنګ کې لکه په تصوف کې چې تر روح جسم ارزښتمن او اصل دى، داسې د کلمې مانا د هغې تر بڼې مهمه ده او کله زموږ په پخواني معرفت کې لفظ(د کلمې بڼه) د مانا د لېږد مازې يوه وسيله ده. وسيله هم د ادبي ژبې لپاره مهمه ده؛ خو لومړيتوب مانا او مضمون لري. د کاظم خان شيدا په لاندې مشهوره څلوريزه کې همدا مطلب په صراحت وينو:

مضمون د شعر لکه پيکر دى

ښکلي الفاظ يې رخت و زيور دى

ورته ضرور دي دا دواړه توکه

مضمون که هر څو دلرباتر دى

د هندي سبک مضمون د شعر د اوسنۍ تيورۍ له مخې فکر دى او فکر له مانا او محتوا سره تړاو لري. د شيدا په پاسنۍ څلوريزه کې وينو، چې مضمون يې پيکر او الفاظ يې لباس دي او مضمون تر الفاظو دلرباتر دى.

پښتو؛ زموږ مسؤوليتونه او امجد شهزاد | اجمل ښکلی

زموږ په پخوانۍشاعرۍ کې د محتوا لومړيتوب اساس دى. شاعر يو څه لري، بيا د هغې د رسولو لپاره له شعر نه استفاده کوي. کله دا استفاده آن يوه وسيله وي، لکه په پندونو کې. له همدې امله شفيعي کدکني د پخواني او اوسني ادب په توپيرونو کې يو دا ښيي، چې په اوسني ادب کې مانا وروستنۍ او پخواني کې ماقبلي ده(کدکني، ۱۳۹۲: ۲۶۳). يعنې مانا به مخکې له مخکي ټاکل شوې وه، شاعر به يوازې پر دې کار کاوه، چې له نورو يې په څه نا څه مختلفه بڼه ووايي؛ خو اوسنى شاعر چې د شعر فورم ته ننوځي، ممکن د فورم د تسلط له امله داسې خبرې وکړي، چې تر شعر مخکې د ده په نيت کې نه وې.

له نورو نه په څه نا څه مختلفه بڼه د شعر ويل ښيي، چې زموږو پخوانيو شاعرانو بڼې که څه هم تر محتوا وروسته خو اهميت ورکاوه، ځکه چې شعر لپاره د علم زده کړه اړينه وه. خوشال په دستارنامه کې وايي:

که شعر دى، هغه دى، چې يې ووايي دانا

هغه څه شعر نه دى چې يې جوړ کاندي کانا

د شعر لپاره لومړۍ دانايي دا وه، چې شاعر په دين او له ادب بهر په نورو علمي حوزو کې مطالعه ولري او تر دې وروسته د شعر له رموزو يعنې وزن، قافيې، بديع او بيان سره اشنا وي.

نو چې د بڼې خبره کوو، زموږ پخوانۍ ادبپوهنه تر ۹۰% زياته د فورماليستي اصولو پر اساس جوړه شوې ده( غضنفر او منلى، ۱۳۹۹: ۴۱۵). بلاغي علوم(معاني، بيان، بديع، وزن او قافيه) د شعر بڼې ته ځانګړي وو او د شعر پر رموزو يې کار کاوه.

۲- تاريخ:

د فورماليزم مکتب د شلمې پېړۍ په دويمه لسيزه کې په روسيه کې رامنځته شو او د سوسور له رغښتي نظريې، سېمبوليزم، فيوچريزم، ګشتالټ ارواپوهنې او پوزيټويزم يې رنګ واخيست او له ريالزم سره يې اختلاف درلوده.

په ۱۹۱۴ کې د شکلوفسکي اثر (د کلمې زوکړه) خپور شو، چې دا د فورماليزم لومړنى سند بلل کېږي.په ۱۹۱۶ کې يې (د شعري ژبې نظريه) او په ۱۹۱۹ کې (د شاعرۍ په اړه) راووتل. په ۱۹۱۶ کې په پيترزبورک کې د فورماليزم د  OPOIAZ (د ادبي ژبې د څېړنې ټولنه) جوړه شوه(احمدي، ۱۳۹۱: ۳۹).

د فورماليزم نظريه شکلوفسکي، ياکوبسن، آخن بام، تينيانوف او نورو وپالله. دا د فورماليزم مشهور پلويان وو، چې فورماليزم ته يې ډېر او مهم آثار ورکړل.

په روسيه کې د اکتوبر تر انقلاب وروسته سوسياليستي رياليستي ادبياتو د نظام ملاتړ درلوده. رياليزم په مستقيمه ژبه د واقعيتونو بيان ته وايي. سوسياليزم له ادب نه غوښتل چې په ټولنيز بدلون کې خپل رسالت ترسره کړي او د دې لپاره بايد ټولنيز طبقاتي ژوند انځور کړي. پر دې بنسټ، په سوسياليستي رياليزم کې پر څه ويلو ټينګار کېږي او محتوا تر شکل مهمه ګڼل کېږي. دا د فورماليزم، چې د ادب ماهيت په فورم کې ويني، مخالف لورى دى. همدا لامل و، چې له بلشويک انقلاب سره په روسيه کې د فورماليستانو ژوند تريخ شو. فورماليزم د سوسياليستي ادبپوهانو په ليکنو کې د بورژوايي فرهنګ خدمتګار وبلل شو او په خندنيو ورته د فورماليستانو نومونه وکارېده، چې په لومړيو کې پخپله فورماليستانو دا نومونه و نه منله؛ خو وروسته ورسره عادي شول او د دوى په خپلو متونو کې هم د فورماليزم اصطلاح دود شوه.

فورماليستان له روسيې نه ورو ورو اروپا او له هغه ځايه امريکا ته لاړل. کوم چې په روسيه کې پاتې شول، هغوى له فورماليزم لاس واخيست او ځينو پکې ژبپوهنې ته مخه کړه. نامتو فورماليست پراګ ته لاړ، په پراګ کې يې د پراګ د ژبپوهنې په مکتب کې د ژبپوهنې او ادب په ګډه حوزه کې مهم کارونه وکړل، چې په دويمه نړيواله جګړه کې د نازيانو له وېرې امريکا ته لاړ او هلته يې د څېړنې چارې پيل کړې.

فورماليزم له روسيې نه امريکا ته ورسېد او د دې نظريې پر بنسټ نوې کره کتنه رامنځته شوه. د شلمې پېړۍ پر ټوله ادبي تيوري فورماليزم ژور اغېز وشينده او په يوه څه احتياط ويلاى شو، چې شلمه پېړۍ د فورماليزم او رغښتوالې پېړۍ ده.

په نولسمه پېړۍ کې د اروپا دوديزه کره کتنه اخلاقي، تاريخي او تاثراتي بڼه درلوده. په دې دوديزه کره کتنه کې له ادب بهر چېنلونو د ادبياتو په شننه کې ونډه درلوده. ادب د ټولنيزو بدلونونو محصول ګڼل کېده او د شاعر له شخصيت، چاپېريال او زماني شرايطو سره په تړاو کې شنل کېدل(پاينده. ۱۳۹۸: ۲۶). د فورماليستانو په اند، د ادبياتو ماهيت د ادبياتو په خپل فورم کې پلټل پکار دي او له ادبياتو بهر ټولنيز شرايط، د شاعر شخصيت او نور د يوې ادبي پنځونې په شننه کې چندان مرسته نشي کولاى. آخن بام د ټولنيزو شرايطو له مخې د ادب د سپړنې روش رد کړ، ځکه چې: ” ادبيات د بل هر نظام غوندې د يو بل نظام له حقايقو رنګ نه اخلي، نو تر دې حقايقو يې محدودولاى نشو. د ادبياتو د نظام او نورو واقعيتونو ترمنځ اړيکه د علت و معلول اړيکه نه ده، بلکې دوه اړخيزه اړيکه ده….” نو د ادبي متن رغنده توکي پخپله د همدوى په مرسته شنل کېداى شي (احمدي، ۱۳۹۱: ۴۴-۴۵).

ونکی/ اجمل ښکلی

فورماليستانو په دې ډول له متن نه بهر عناصر، په تېره د شاعر شخصيت نفي کړ او متن ته يې خپلواکي ورکړه. د تينيانوف په اند، د مولف او اثر ترمنځ مستقيمه اړيکه نشو موندلاى. ياکوبسن د اثر او د پنځګر د بېلوالي په اړه يوه بېلګه راوړې ده. نوموړى د چک د رومانتيک شاعر کارل هينک(يان) ماشا په اړه وايي، چې په خپلو عشقي شعرونو کې يې خپله محبوبه د لمانځنې تر کچې ستايلې؛ خو د خاطرو په کتاب کې يې بيا پسې بدې ردې ويلي. ياکوبسن پوښتنه کوي، چې په دې دواړو کې کومه يوه د شاعر خپله تجربه ده، زياتوي: “دواړه يا يوه هم نه”. نوموړى وايي، شاعر چې هر ځل ووايي، چې دا ځل به رښتيا وايم، دروغ وايي…؛ نو بايد له آخن بام سره همغږي شو، چې وايي: ” په شعر کې د شاعر څېره مازې يو ماسک وي.” اثر له پنځګر بېل دى، ځکه چې نېغ په نېغه د هغه د ژوند انځور نه کاږي. په هر حال ياکوبسن تر يوه ځل زيات ټينګار کړى، چې د فورماليستانو په اند، هنر بېشکه له ټولنيزو شرايطو سره اړيکه لري؛ خو خبره دا ده، چې دا اړيکه راسره د هنر په پېژندلو کې مرسته نه کوي (احمدي، ۱۳۹۱: ۴۶).

د فورماليستانو په اند، فورم يوه بسيطه بڼه نه ده، بلکې د ټوکونو(اجزاوو) يو جال دى، چې هر جز پکې له بل سره د اړيکې له مخې تعريفېږي او خپل ادبي نقش لوبوي؛ نو که موږ غواړو، چې د يوه متن ادبي ماهيت ومومو، بايد د همدې اجزاوو تړاو ته، چې فورم يې رامنځته کړى، متوجه شو. رحمان بابا وايي:

شهيدان ستا د غمزو دي، لاله نه دي

چې په سره کفن له ځمکې رابېرون دي

د رحمان بابا دا بيت يو فورم لري. په دې فورم کې وزن، قافيه، رديف او تشبيهي او استعاري کلمې اجزا دي، چې يو کل يې جوړ کړى. که په دې توکيو کې هر عنصر حذف کړو، د شعر ماڼۍ نړېږي. مثلا که د شهيدانو پر ځاى مردګان ووايو، له يوه پلوه د شعر اغېز کمېږي او له بله پلوه له سره کفن سره همغږي نه لري، ځکه چې شهيدان له سره کفن سره ښخېږي او تر ښخېدو وروسته له ځمکې رابېرون کېږي. دا شعر دا خبره هم رايادوي کوي، چې شهيدان ژوندي وي او دا د مردګانو(مړيو) مخالفه مانا ده؛ نو که شهيدان په مردګانو واړوو، په اصل کې شعر هم ورسره مري. لاله ته شهيد ويل، پر لوستونکي اغېز ښندي او له دې ګل سره يې مينه پيدا کوي. موږ وليدل، چې د فورم د يوه ټوک(جز) په بدلون سره د شعر په ماهيت کې بدلون راغى.

د رحمان بابا د شعر په اړه زموږ شننه پر ژبه ولاړه وه. د فورماليستانو په اند، د هنرونو ترمنځ توپير د دوى په موادو کې دى. نڅا په حرکتونو کې پلټل پکار دي او څرنګه چې د ادب رغنده توکي الفاظ دي، په ادب پسې بايد په الفاظو کې وګرځو. ادب پر ژبه ولاړ دى او پکار ده، چې فورم په ژبه کې وګورو او په دې کې راسره ژبپوهنه مرسته کولاى شي. فورماليستانو ژبپوهنه او ادب سره نېژدې کړل؛ خو د عادي او ناعادي ژبې ترمنځ يې توپير هېر نه کړ.

د فورماليستانو په اند، له عادي ژبې نه ادبي ژبې ته سفر په اصل کې د فورم سفر دى. ادب يو فورم دى، چې پر عادي ژبه تحميلېږي او ناعادي کوي يې.

۳- شننه: پر ادبي او فلسفي مکتبونو سربېره ګشتالت ارواپوهنې هم پر فورماليزم اغېز وکړ. ګشتالت ارواپوهنه پر حواسو، په تېره د باصرې پر حس خبرې کوي. حواس شيان ډلبندي کوي او نيمګړې بڼې د يوه کل په توګه ويني. مثلا: نيمګړې دايره راته پوره ښکاري. د ګشتالت ارواپوهنې له مخې، د انسان حسي ادراک له شيانو سره معتادېږي. انسان د اوسېدو له ځاى، لباس، خوړو، افرادو او  هنري پنځونو سره روږدى کېږي. د دې اعتياد له امله ورته شيان په کليشه بدل شي او ښکلا ورته پکې ورکه شي، مازې يو عادت شي. د شکلوفسکي په اند، د بحر د غاړې استوګن د بحر د څپو غږ نه اوري. موږ هره ورځ يو بل ګورو؛ خو يو بل وينو نه(احمدي، ۱۳۹۱: ۴۸)، مثلا په يوه کور کې مو نوي اړولي. په لومړيو کې دا کور ډېر خوند راکوي، خونې، دهلېز هر ځاى يې؛ خو وروسته وروسته ورسره عادي شو او بيا رانه پکې هغه ښکلا ورکه شي، چې لومړى مو پکې ليدله. که غواړو، چې بيا پکې ښکلا پيدا کړو، په جوړښت کې يې بدلون راولو، د څوکيو، المارۍ، کټ ځايونه سره بدلوو او هڅه کوو، چې له کوټې خوند واخلو.

دا هنر دى، چې په عادي او کليشه شوې ادبي ژبه کې له سره ښکلا پيدا کوي. کليشه شوى ترکيب د هغه کور غوندې دى، چې وروسته وروسته مو پکې ښکلا ورکه کړې ده. ادبي روايتونه که له يوه پلوه په ادبياتو کې تسلسل پيدا کوي، کله نا کله د کليشو لامل کېږي هم. مثلا: د پتنګ او شمع تشبيه د پتنګ د بلهارۍ په مانا کليشه شوې ده. همداسې د ګردوالي او سپينوالي له امله د محبوب يا محبوبې له مخ سره د سپوږمۍ تشبيه زموږ په پخواني ادب کې يوه کليشه شوې تشبيه او استعاره ده. حميد وايي:

خط پر مخ د صنم راغى، که سپوږمۍ شوه په هاله کې

خو دروېش په دې ترکيب کې يوه نوې وجه پيدا کړې او هغه د سپوږمۍ تنهاوالى دى، چې د جانان د غوره والي لپاره يې ترې استفاده کړې:

د جهان ښکلي کهکشان غوندې په ډله راځي

زما جانان خوى د سپوږمۍ لري، تنها به راځي

فورماليستانو د عادي ژبې د ناعادي کولو لپاره د نااشناکولو((Defamiliarization اصطلاح وکاروله. شاعر په عادي ژبه کې ګوتې وهي او په يوه نوي فورم کې الفاظ راټولوي او اشنا ژبه نااشنا کوي. په لومړي ځل شکلوفسکي د نااشنا کولو لپاره د  Ostrannenja کلمه وکاروله. نوموړي په لومړي ځل په خپل اثر ((هنر يعنې تخنيک)) (۱۹۱۷) کې دا خبره وکړه، چې هنر زموږ حسي درک له سره رغوي. زموږ عادتونه بدلوي، اشنا شيان راته نااشنا کوي او د (کار، لباس، د کور سينګار، مېرمن او له جګړې وېره) غوندې شيانو سره مو، چې ورسره روږدي شوي يو، واټن پيدا کوي، شيان چې څنګه غواړي، هغسې يې راښيي او حسي ادراک د اعتياد له خپلسرې حالت نه راباسي (احمدي، ۱۳۹۱: ۴۷).

د فورماليزم له زاويې په شعر کې وزن، قافيه، رديف، تشبيه، استعاره، سېمبول، مرسل مجاز، کنايه، تصوير، مدعاالمثل، مراعات النظير، تشخيص، تجنيس او نور د نااشنا کولو وسايل دي، چې پر تخيل او عاطفه ولاړ دي. موږ په عادي حالت او ورځنيو چارو کې تر ډېره د ژبې له ارجاعي نقش نه استفاده کوو او موخه مو دا وي، چې اورېدونکي ته خپله خبره دقيقه ورسوو؛ خو په ادب کې پر څنګه ويلو هم کار کوو، وزن پکې پيدا کوو، قافيه، رديف ورکوو او خبره مستقيمه نه، بلکې په تشبيهاتو، استعارو، سېمبولونو او …. کې کوو.

د مطلقو فعلونو املا/ اجمل ښکلی

تر کومه ځايه چې د وزن خبره ده. زموږ په پخواني ادب کې وزن او ورپسې قافيه د شعر اساسي ارکان وو او بيا ورپسې د بيان او بديع صنعتونه وو. دا ممکنه وه، چې يو شعر دې تشبيه و نه لري؛ خو دا ممکنه نه وه، چې يو شعر دې وزن او قافيه و نه لري. په لرغوني يونان او په رنسانس کې په اروپا کې آن ډرامې هم منظومې وې. زموږ په پخواني ادب کې په ډېرو نورو مواردو کې، لکه د واعظانه خبرو او حکايتونو لپاره هم له وزن نه استفاده کېده، ځکه چې هغوى پوهېدل چې وزن پر لوستونکي اغېز لري.

د نولسمې پېړۍ په وروستيو لسيزو کې فرانسوي سېمبوليستانو داسې شعرونه وويل، چې وزن پکې نه و، ځکه چې فرانسوي ژبې دا ځانګړنه درلوده. تر دې وروسته ازاد نظم، سپين او منثور شعرونه وليکل شول. له دې سره موږ استنباط وکړ، چې نظم او نثر چوکاټونه او شعر محتوا ده. يعنې دا شعر له وزن پرته هم ممکن وي. موږ فکر وکړ، چې د شعر ماهيت پر تشبيه، استعارې، سېمبول او داسې نورو ولاړ دى او وزن د شعر لپاره يو بهرنى څيز دى؛ خو دا يو ورانپوهاوى دى. په اصل کې وزن د موسيقۍ يو ډول دى او د شعر له شعريت سره تړلى. په معاصر وخت کې د پخوا پرخلاف يوازې دومره وشول، چې وزن د شعر له مرکز نه حاشيې ته لاړ او د شعر د نورو ټوکونو غوندې يو جز شو.، داسې نه چې بېخې د شعر له ماهيت نه بهر شو، ځکه چې وزن عاطفي اغېز لري او د معاصرې تيورۍ له مخې د شعر د موسيقۍ چې د شعر يوه ستن ده، يو جز دى. د کاروان صاحب له لاندې بيت نه که وزن وباسو، د شعر د فورم ماڼۍ ړنګېږي:

ته لاړې او غم دې په خداى ډېره بربادي وکړه

راشه په دې زړه کې مې له سره ابادي وکړه.

د نااشنا کولو پر ګڼو وسيله سربېره يوه پاراډوکس هم ده، چې د دوو متضادو کلمو په امتزاج درېيم مفهوم پيدا کوي. د رحمت شاه سايل په لاندې بېل کې د حرکت او سکون د دوو متضادو حالتونو ګډون ژبه له عادي حالت نه راايستلې او ادبي فورم يې پرې تحميل کړى، چې ښکلا لري:

پښتانه په خپلو ټکو کې معانې دي

خوشبويۍ دي په ولاړه کې روان دي

که په شعر کې وزن، قافيه، تشبهيات او… د نااشنا کولو وسايل دي، په نثر کې د کيسې د نااشنا کولو وسايل د کيسي تخنيکونه دي. موږ او تاسې په ورځنې ژوند کې غيبتونه کوو. په اصل کې غيبت هم يوه کيسه ده؛ خو ادبي نه. که غواړو، چې ادبي کيسه يې کړو، پکار ده، چې د ادبي کيسي فورم پري تطبيق کړو. پلاټ يې جوړ کړو، تلوسه او غوټه پکې پيدا کړو، پر کرکټرايزېشن يې کار وکړو، مکالمې يې جوړې کړو؛ نو هله به ترې يوه ادبي کيسه جوړه شي. يعنې د ادبي کيسې ماهيت په فورم کې دى.

د فورماليستي او رغښتي تيورۍ له مخې پر ادبي کيسو ډېر کار وشو او د کيسه پوهنې علم رامنځته شو. زموږ د کيسې اوسنۍ کره کتنه تر ډېره فورماليستي او رغښتي ده. په شلمه پېړۍ کې د ولاديمير پراپ او ژرار ژنت غوندې خلکو د کيسې پر فورم کامياب آثار وليکل.

د فورم په اړه زموږ تصور دا دى، چې دا يو ثابت واقعيت دى؛ خو پخپله د ادبي کيسې فورم هم له يوه مرحلې بلې ته او له يوه ليکوال بل ته توپير کوي. مارکېز په خپلو داستانونو کې د لاتيني امريکايي د فوکلوريکې کيسې له ځينو تخنيکونو استفاده وکړه او د تنهايۍ سل کاله غوندې بريالي آثار يې وليکل. موږ که خپلو فوکلوري کيسو ته درنښت ورکړو، دا ممکنه ده، چې په خپلو لنډو کيسو او ناولونو کې يې له تخنيکونو نه استفاده وکړو. ما د استاد نجيب منلي په ډېرو کيسو کې د پښتو د ولسي کيسو رنګ ليدلى. د دې مطلب دا دى، چې فورم که له يوه مهال نه بل ته توپير کوي، له يوه ادبي چاپېريال نه بل ته هم توپير کوي.

۴- فورماليزم او ادبي تاريخ: د فورماليستانو په اند، ادبي تاريخونه د ادب تاريخونه نه، بلکې د ټولنيز بدلون تاريخونه دي. تينيانوف ټينګار کوي، چې ادبي تاريخونه به هله علمي شي، چې موضوع يې د اثر ادبيت شي(احمدي، ۱۳۹۱: ۴۵). فورماليستان په ادبي بدلون کې د فورم بدلون ته لومړيتوب ورکوي، فورم د ژانر په مانا نه دى، بلکې لکه پاس مو چې وويل، تر دې پراخه مانا لري. د فورم ټوکونه د وخت په تېرېدو سره بدلون کوي. يو وخت د ارسال المثل غوندې صنعتونو کارونه ډېره وه. يو وخت ترکيب بند او ترجيع بند بازار  درلوده؛ خو اوس داسې ورک دي، لکه مړه چې وي. اوس نور ژانرونه زوکړي، لکه ازاد نظم، سپين شعر، هايکو او داسې نور او په ځينو ژانرونو کې بدلون راغلى، مثلا اوسنى غزل کټمټ هغه غزل نه دى چې پخوا و.

په دې ډول ژانرونه هم د فورم د نورو ټوکونو غوندې کليشه کېږي او کليشه ښيي، چې فورمونه انعطاف پذير وي او بدلون پکې راځي. انسان تنوع او نوښت خوښوي او له کليشو سره تنګېږي. په ادب کې هم پر همدې بنسټ فورمونه بدلون کوي.

د پښتو ادب تاريخونه د مانا د لومړيتوب پر مېتودولوژي ولاړ دي او د ټولنيزو بدلونونو په رڼا کې ليکل شوي. په ادب تاريخونو کې هم د تحول د څرګندولو لپاره د نورو تاريخونو غوندې د دورو د وېش له لارو چارو کار اخيستل شوى.يوازې د نواز طاير (روهي ادب) اثر دى، چې د دورو وېش ته پکې هغومره اهميت نه دى ورکړل شوى.

د پښتو په نورو تاريخونو کې د ادبي دورو تحول پر سياسي او ټولنيزو بدلونونو ولاړ دى. د استاد روهي او استاد هېوادمل غوندې ادبي مورخان له دې مېتودولوژۍ سره مخالفت لري، ځکه چې د پارسي ادب پرخلاف زياتره وخت له سياسي او نورو ټولنيزو بدلونونو سره په ادب کې بدلون نه دى راغلى؛ نو بايد لومړيتوب ادبي بدلون ته ورکړ شي. د استاد هېوادمل د پښتو ادبياتو تاريخ د همدې معيار له مخې په پښتو ادب کې تحول ته لومړيتوب ورکړى؛ خو که د فورماليزم له پلوه يې وګورو؛ نو په دې کې هم لومړيتوب محتوا ته ورکړ شوى، ځکه زموږ په ادبي تاريخونو کې د محتوا بدلون اساس دى. کله چې په محتوا کې بدلون راشي، فورم هم ورسره بدلون کوي، نو د دورو د وېش لپاره د محتوا بدلون مهم دى، د فورم بدلون په دويمه درجه کې دى. د فورماليزم له پلوه دا د نيوکې وړ خبره ده، ځکه چې د ادب ماهيت له فورم نه جوړ دى.

۵- فورماليستي کره کتنه: فورماليستي کره کتنه په ادبي متن کې په فورم پسي ګرځي او د فورم بېلابېل اړخونه شني؛ خو د کره کتنې پر مهال پکار دي، چې پخپله د متن لحاظ وکړو. د متن غږ ته غوږ کېږدو او وګورو، چې نقد په کومه کونجي خلاصېږي، ځکه کره کتنه له ادبي متونو راوځي او په ادبي کې يو اړخ غالب وي. که په ادبي متن کې فورم غالب و، فورماليستي او رغښتي کره کتنه يې په شننه کې موثره ده. که په متن کې د کرکټرونو رواني اړخونو ته توجه ډېره وه، بيا د روانشننې کره کتنه ګټوره ده. مثلا: د استاد مجروح د (ځانځاني ښامار) په اړه د تخنيک له پلوه خبرې هغومره ګټورې نه دي، څومره چې د فرويډ د روانشننې له زاويې نه نقد. د زيتون بانو او صفيه حليم زياتره کيسې په ټولنه کې د ښځو پر حالت او محروميتونو څرخي. د دې کيسو د سپړنې لپاره فيمينستي کره کتنه موثره ده.

متن لکه د فورماليزم له زاويې نه چې يو ژوندى کل دى، پخپله راته وايي، چې د شننې لپاره يې له کوم ډول کره کتنې نه استفاده وکړو.

پايله:

فورماليزم يو ادبي مکتب دى، چې د شلمې پېړۍ په دويمه لسيزه کې رامنځته شوى او د شلمې پېړۍ پر ادبي تيورۍ او نقد يې ژور اغېز کړى. په دې نظريه کې د محتوا پر ځاى فورم ته اهميت ورکړل شو او د ادب ماهيت په فورم پورې تړلى وګڼل شو.

د فورماليستانو په اند، هنر د عادي ژبې د غير عادي کولو ډګر دى. ادب د ادبي صنعتونو، وزن، قافيې او نورو په مټ عادي ژبه نااشنا کوي او يو فورم پري تطبيقوي. دا تطبيق په نثر کې تر شعر لږ مختلف دى. کله چې پر عادي ژبه د کيسې فورم تحميل شي، عادي کيسه په ادبي کيسه بدله شي. همداسې د سفرنامې، بيوګرافۍ، خپل ژوندليک(آټوبيوګرافۍ) او نور فورمونه هم دي.

د فورماليستانو په اند، ادب تاريخونه هله ادب تاريخونه دي، چې د فورم تاريخونه شي.

ماخذونه: 

  • احمدي, بابک. ۱۳۹۱. ساختار و تاويل متن. تهران: نشر مرکز
  •  پاينده، حسين. ۱۳۹۸. نظريه و نقد ادبى(درسنامه اى ميان رشته اى). تهران: سمتى
  •  غضنفر، اسدالله او نجيب منلى. ۱۳۹۹. د ادبياتو دنيا (پر ادبي موضوعاتو مرکې او بحثونه). کابل.
  • کدکني، محمد شفيعي. ۱۳۹۲. موسيقى شعر. تهران: نشر آګه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب