جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د خوشحال په اند اخلاقي فضيلتونه

د خوشحال په اند اخلاقي فضيلتونه

محمداکبر کرګر

خپل مزاج دی گوښی گوښی

هر څوک کار په خپل انداز کا 

چې قدرت لري د پرونو

پرنده هومره پرواز کا 

مجال نه رسي د چتي

هغه ځای چې دورې باز کا 

سپي درومه چيچي د غشي

پړانگ حمله په تېر انداز کا 

خوشحال کليات ۶۹۳ 

خوشحال بابا ځای ځای په خپل کلام په تېره په خپلو رباعياتو کې د فضيلت په باب او د دغه مفهوم د ځانگړنو په اړوند يادونې کوي. فضيلت د اخلاقو اړوند کلمه او مفهوم دی. يا د اخلاقياتو اړوند مفهوم دی. کله چې د نورو پوهانو او څيړونکو څيړنې گورو، هر چا او هر يو وتلي او منلي پوه پام د خوشحال اثارو او کړنو ته را اوښتی دی.

د خوشحال ژوند، مبارزه، جگړې، له دوښمن سره د مخالفتونو او د پښتنو د يووالي په برخه کې د کړنو يادونې شوي دي. له بلې خوا همدې يادو کړنو او غورځو پرځو د خوشحال په کلام کې انعکاس کړی دی. اخلاقيات د ټولنې د ژوند او نظم سره تړاو لري، د يو ملي يا قومي مشر په توگه يې په هغو هم تمرکز کړی دی. څيړونکو د خوشحال د کلام دا اړخ هم را اخيستي دی. له هغه جملې هر څيړونکی په دې اړوند خپل ليد وړاندې کړی او د خپل ليد له مخې يې د خوشحال اخلاقي دوکتورين شنلی دی. په دې ليکنه کې د خوشحال له نورو فکري فعاليتونو يادونه نه کوو بلکې يوازې په اخلاقياتو تمرکز کوو. په همدې لړ کې د پښتونخوا د شعر هارو بهار راټولوونکی مولف دارمستتر په خپل اثر کي د خوشحال يادونه کوي ليکي: 

«خوشحال خان خټک له عرفاني او اخلاقي شعرونو څخه بې برخي نه و، د ده اولاده هم لوی شاعران وو… دارمستتر په يوه پرتليزه جمله کې د خوشحال او ويکتور هوگو په باب زياتوي: 

ويکتور هوگو وايي: «که زه شاعر نه وای، بايد چې وای تورزن او سپاهي.» همدار راز ورپسې زياتوي: که ويکتور هوگو پښتون شاعر وای نودې خبرې ته نه اړ کيده.»(۱- ۱۴)

د شوروي اتحاد پوه دوکتور عارف عثمانوف هم د خوشحال د اخلاقي لارښوونو اړوند يادونه کوي. 

«ښکاره خبره ده چې د هر يو لوی شاعر او متفکر اخلاقي افکار د ده فلسفي او استيتيک (نفاست) افکارو سره ډېر نژدیوالی لري. 

د خوشحال خټک اخلاقي افکار هم د ختيځ د نورو لويو شاعرانو او متفکرينو د فلسفي او اخلاقي افکارو سره ډېر نژديوالي لري.» (۲ـ۹۱) 

همدارنگه نسيم اقبال خټک هم چې د خوشحال او جمالياتو په نوم يو فلسفي اثر يې کښلی دی. په خپل اثر کي د خوشحال اخلاقي درسونه د ښکلا پيژندنې يا استيتيک سره تړي او د سقراط په نظرياتو تمرکز کوي ليکي: نسيم خټک د بولو( Boileau) په نوم د يو فيلسوف دا خبره را اخلي چې وايي: « چې کوم سړی بد اخلاق وي هغه يو مکمل او عظيم المرتبت شاعر نه شي جوړيدای، د شاعري مقصد لوستونکو ته د تفريح سامان فراهم کول دي، خو له دې سره لازمه ده چې هغه څه سودمند کار هم سرته ورسوي.» (۳-۶۲)

همدا راز د خوشحال د نظرياتو د اخلاقي تاويل او تفسير لپاره کوم اساس وړاندې کړي زيات د سقراط په ويناوو خبرې کوي وايي: « سقراط چې د حسن خير او افادې په هکله د کومو خيالاتو اظهار کړی دی، د جمالياتو يعنې ښکلا پيژندنې او اخلاقياتو يو بل سره د نژدې تعلق غټ ثبوت دی. » (۳ـ۶۲) 

د پښتو ادب نوميالي څيړونکي او استاد چې په خوشحال پيژندنه کې يې ډېرې هڅې د ستاينې وړ او تلپاتې دي هغه دوست محمد کامل مومند دی. هغه هم د خوشحال اخلاقي نظرياتو ته پام اړوي او د خوشحال په نظر اخلاقيات د پښتني فرهنگ د ارزښتونو په مقياس را برسېره کوي. هغه د خوشحال په اخلاقياتو کي ډير څرگند اصل د خان په ملي او قومي شاعرۍ کې د هيلو او عمل درس دی او د کړاوونو او سختيو پر وړاندې په ميړانې سره مقابله ده، د هغه په نظر خوشحال له عمل سره هيله او اميد اړين بولي، چې په ذاتي لحاظ هيله او اميد عمل زيږوي. کامل صيب د خوشحال يو شعر داسې تفسيروي: 

«ما ته د دې دونيا په لټه کې خوښي نه تر لاسه کيږي. که چېرې خوښي وي نو په بله نړۍ کي به وي او په خپلې يوې څلوريزې کې وايي: « غم د انسان په خټه کې دی. که يوه شيبه وخاندې، نو ډېر وختونه په ژړا تېروې.» خو د ټولو خبرو سره سره هغه د نا اميدۍ، د زغم له لاسه ورکولو او د کړاوونو او مصيبتونو په وړاندې د وسلې د ايښودلو اوايسته غورځولو تعليم نه دی ورکړی. بلکې هغه غم د(مرد او نامرد تر منځ) د امتياز او توپير لپاره اړين گڼي.» (۴ -۴۰۸)

 خدای بخښلي استاد سر محقق محمد صديق روهي چې هر وخت يي د يو نوي ميتود او اسلوب په اساس څيړنه کوله، د خوشحال اخلاقي ايديال او خوشحال د اخلاقي ايديال په حيث يوه رساله کې په ډير دقت سره د خوشحال له نظره د اخلاقي فضيلتونو يادونه کړې ده. استاد د يادو ارزښتونو په رڼا کي خپله خوشحال د يادو اخلاقي ارزښتونو ممثل په توگه تفسيروي. روهي صيب د خوشحال د اشعارو برسيره  دخوشحال په مشهور اثر «دستار نامه» باندې شننه کوي او د هغه شل ځانگړنې را په گوته کوي. دلته په دې مقاله کې د استاد روهي د مقالې په محتوا ډير نه تم کيږو يوازې څو ټکي چې هغه دسمندر د ليکل شوې سريزې چې پر دستار نامي يې کښلې اوله هغې يې را اخيستي يادونه کوو.

« خوشحال سياستدان و، جرنيل و، تورزن و، د وخت په هر گوټ، پير ځوړ ا وستغ پوه و، فاضل شاعر، اديب، حکيم، فيلسوف، منجم، مصنف، متقي اوپرهيز گار و، څه نه و؟ هر څه و.» ( ۵ -۳۰۳) 

همدارنگه خدای بخښلي شهيد استاد داکتر بهاوالدين مجروح هم د خپلو څيړنو په لړ کې د خوشحال په مشهور اثر دستار نامه يوه نسبتا مفصله او بکره څيړنه کوي. خو په دغه څيړنه کې د دستار نامې محتوا تر زياته حده د انسان د شخصيت او مشرتابه اوصاف بيان شوي دي. د هغه څيړنه يو فلسفي او ژور بنسټ لري. دغه اثر چې د مشهور فارسي اثر «قابوسنامي» په بڼه او هغه هم د «رنتبور» په زندان کې ليکل شوی، نو کله چې د شخصيت شل گونه او صاف بيانيږي د اخلاقي ارزښتونو او فضيلتونو سره سر خوري خو تر زياته حده دوتلي شخصيت اوزعامت په باب يې يادونه کوي. استاد يادونه کوي: 

«…. د دستار تړل د عزت او لوى والي نښه ده، نو خوشحال وايي: څوک په رښتينې ډول د دستار تړلو لياقت لري؟ او د دې لياقت معيار به څه وي؟ د خوشحال خان په فکر د حقيقي دستار خاوند ته په کار دي چې له بېشمارو خصلتونو څخه شل مهم خصلته ولري او د هنرونو څخه دې د شلو سترو هنرونو خاوند وي او د خپل کتاب په پاى کې خوشحال هغو مهمو عيبو ته اشاره کوي چې يو کامل انسان ترې بايد هرو مرو ډ ډه وکړي.» (۶-۲۲۶)

اړينه ده چې ووايو چې که خدای بخښلي روهي صيب د دستارنامي په اړوند د اخلاقياتو يادونه کوي، نو استاد مجروح يې دشخصيت د عنصر په تړاو شننه کوي. په واقعيت کي دواړه دقدر وړ شخصيتونه له دوه زاويو په يوه مساله شننه کوي. شخصيت له فاضله اخلاقو نه گوښي نه دی. ستر شخصيت بايد بايد په ټولنه کې فضيلت ولري. د درناوي وړ وي، دخلکو دقدر او عزت نه برخمن وي. همدارنگه خپله دستار تړل اود دستار پر سر کول، دشخصيت، لويوالي، دروند والي او عزت بيلگه ده. په فرهنگي لحاظ. مانا داچي په دواړو نظريو کي کوم ژور توپير نشته يوازې دليد زاويه په کې مطرح ده. 

پورته يادونې په ټوله کې د لوی خوشحال په اخلاقياتو يا د اخلاقي اصولو يادونه وه، په داسې حال کې چې دلته مساله نوره هم ځانگړي کوو، يا يې محدوده کوو او هغه د فضيلتونو مساله ده. اخلاق په ټوله کې د انسان په يو لړ ځانگړنو ولاړ مفهوم دی. د بيلگې په توگه: 

اخلاق د انسان د باطني او دروني خصلتونو او ځواکونو تمثيل دی، يوازې په سترگو او ليدلو باندې د پوهيدا وړ ده. اخلاق يعنې هغه څه چې د سترگو او نظر په وړاندې وي او د پيژندنې وړ وي. د اخلاقو گړنه په متونو او عرفي او دوديزو کارونو کې درې ماناوې لري. يو غرايز او روحي ملکات او باطني ځانگړنه ده چې اخلاق نوميږي. دويم هغه اعمال او چلندونه چې له دغو خلقياتو نه را پورته کيږي هم ورته اخلاق يا اخلاقي چلند ويلي شي. دريم داچې اخلاق وړ او منل شويو نفساني حالتونو باندي اطلاق کيږي چې ددې تعريف له مخې اخلاق محدوده مانا لري. يعني دا چې داخلاقو علم هغه پوهه ده چی نفساني صفات بد اوښه اومتناسب اختياري اعمال را پيژني. دناوړه نفساني کړنو څخه ځان ساتنه دښو کارونو تر سره کول را ښى. نو کله چې دا ښه اوبد اعمال سره بيلوي، ښو کارونو تر سره کولو ته هڅونه اوله بدو مخ اړول مطرح کيږي. نو بيا دفضيلت مفهوم مطرح کيږي يعني له رذيلت نه ځان ساتنه ده. په دې اساس داخلاقو علم ډېر با ارزښته اوډير ضروري پوهه ده چې انسان ورته اړتيا لري. 

فضيلت Virtue څه ته وايي ؟

«فضيلت د رذيلت عکس او مخالف مفهوم دی. د فضايلو محتوا له زړورتيا، پاکي او له حکمت څخه چې د حسنه او ستايلو وړ اخلاقو څخه عبارت دي. درې صفتونه دي، خواجه طوسي وايي: د فضايلو ډولونه څلور دي، حکمت، شجاعت، پاکي او عدالت » (۷ـ ۷ ) 

په فرهنگ اصطلاحات فلسفه کې يې د( Vertu/Virtue/ Virtus ) په نومونو معرفي کوي.«. ۱. د نيکۍ په برخه کي پايداره خوی خصلت ۲. ديو ټاکلي عمل لپاره ځانگړی وس او ځواک لکه فضيلت، فروتني، . ارسطو فضيلت دافراط او اوکمښت ترمنځ تعريفوي. دبيلگي په توگه زړورتوب داسې ملکه ده چې دبي باکۍ او ډار ترمنځ واقع ده. ۳. په غير اخلاقي ډگر کې فضيلت دعمل کولو وس دی. دماکياول له نظر ه فضيلت په ټولنيز ژوندانه (سياست ) کې داسې کيفيت دی چې جسمي ځواک په روښانه توگه اوپه چټکې سره په عملي قضاوت سره يو ځای کوي چې يو مناسب فرصت او ديو اقدام دتحقق لپاره په نښه کړي. هغه د«شهزاده» په اثر کې همدا کيفيت دشهزاده ډير وتلی او برتره فضيلت بولي.» (۸ـ۲۸۲)

د اکسفورد په فلسفي ديکشنري کې د فضيلت په باب لولو: 

فضيلت ديو کرکتر ځانگړنه ده هغه چې خلک يې غوره بولي يا هغه څه دي چې که يو څوک يې ولري نو هم داخلاقو اوهم دپوهاوي اوهم دا چې څرنگه دخلکو سره چلند وکړي دانسان مثبت او ځانگړې صفت گڼل کيږي. افلاتون اوهم ارسطو دواړو په فضيلت باندې په خپلو فلسفي کارونو کې بحث کړی دی. اوپه دې يې بحث کړي چې څرنگه ديوې برخې فضيلت په بله هغه کې اغيز اويو له بله سره اړيکه لري. افلاتون اوارسطو په دې خبره يا مساله هم بحث کړی چې فضيلت ديو چا دخپلې علاقمندې سره په مخالف جهت کې هم ځای لري.خو په واقعيت کې داسې نه ده. که يو څوک دفضيلت په مانا په سمه توگه پوه شي نو هغه څه چې فضيلت پياوړي کوي او زياتوي يې د انسان لپاره غوره دي چې که د ارسطو د«ايودايومونيا» سره رابطه ورکوي. خو اخلاقي فضيلت د هغه پوهاوي نورو فلسفي سيستمونو کې توپير لري. د بيلگي په توگه په جزياتو کې دافلاتون له نظره فضيلتونه دارسطو يا دمسيحيت له نظره يا درومانتيک دوران اويا هم دشلمې پيړي دفضيلت مفاهم يو له بله سره توپير لري. دا بهير جوتوي چې په بيلابيلو وختونو اوفرهنگونو کې جلاجلا تفسير لري. په عيسويت کې تحقير، اوبدکارو کسانو يا ښځو سره نه گرځيدل په يوناني فضيلت کي نه بريښيدل دا ځکه چې هلته دفضيليت په برخه کې مطرح نه وو. 

مسيحي فيلسوف توماس اکويناس غوښتل چې د ارسطو او مسيحيت افکار په دې برخه کې تلفيق کړي. خو دا ستونزمن کار دی. ځکه ديوناني خير غوښتني فضيلت شکل دې چې دمسيحيت سره يو ځای شوی دی. (۹ـ۴۹۸)

همدارنگه د مونتسکيو په نظر فضيلت له قانون سره مينه لرل، برابري او له وطن سره مينه لرل دي. ولتر يې ېو ټولنيز ارزښت بولي. کانت يې د انسان د دروني چلند د اصولو عمل بولي چې اخلاقي مسايل په پام کې نيسي. د کانت د پام وړ اخلاق نه خو د يونان د اخلاقو د فلسفې سره تړاو لري او نه د مسيحيانو د پام وړ اخلاقو سره کومه رابطه لري. د يونان د فلاسفه وو لپاره اخلاق په لومړۍ درجه کې يو ډول فن او هنر دی. هغوی په دې خبره ولاړ وو چې د طبيعي لاس ته راوړنو له مخې د کمال تحقق ته ورسيږي. اخلاق هغو ته د طبعيت د بيا جوړښت او کمال ته د رسيدو لپاره دی. اخلاقي فيلسوف د همغږۍ د ټينگولو لپاره تر زياته حده دسمښت او رغاوي په مانا دی. اوله هري لاري طبعيت ته په پاملرني سره اخلاقو ته رسيده. عقل او طبیعت د هغو په ذهن کې د واحد حقيقت بيانوونکي وو. 

د کانت اخلاقي فلسفه دغه راز چې ديونان له فلسفي اخلاقو نه جلا وه دمسيحيت دزده کړو سره يې هم کوم تړاو نه درلود. په مسيحيت کې داخلاقو منشا اونهايي هدف خدای دی او داخلاقو منشا او بنسټ گڼل شوی اوهمدارنگه دمسيح لارښووني او برخليک اواعمال هم دمومنانو په وړاندي دي چې پر هغو تکيه کوي. 

خود کانت نظر نه د يونان د فلسفي سره او نه دمسيحيت سره سر خوري. له بله لوري د ارسطو له نظره فضيلت په دوه ډوله دی: عقلي فضيلت او اخلاقي فضيلت. عقلي د زده کړې له لارې حاصليږي او وده کوي او په دې ډول وخت او تجاربو ته اړتيا لري. په داسې حال کې چې اخلاقي فضيلت د عادت په نيتيجه کې او له دې امله ورته په لاتين اصطلاح کي اتيک وايي. د اتيک کلمه د اتوس نه اخيستل شوی چې د عادت مانا لري، له دي امله هيڅ اخلاقي خصلت زموږ د طبیعت څخه نه راپورته کيږي. دا ځکه چې هيڅ طبيعي موجود د خپل طبعيت برخلاف عادت نه لري. کانت د اخلاقو د مابعدالطبيعه بنسټ په اثر کې د اخلاقو د معمولي عقلي معرفت او فلسفي معرفت اړوند وايي: « په نړۍ کې هيڅ شی او ان له نړۍ څخه بهر پر هيڅ شی فکر کولي نه شو چې له قيد وشرطه پرته يې ښه وگڼو. خو «نيت يا » ښه غوښتنه، هوښياري، ذوق، قضاوت او د ذهن نور ځواکونه په هر نامه چې يادونه يې وشي، يا زړورتيا، همت، پرله پسې جدوجهد دخوی او خلق د اوصافو په نامه له گومان پرته له ډيرو اړخونو غوره او د خوښې وړ دي. خو هغه نيت چې غواړي گټه ترې واخلي نوپه دې سبب د هغه خصلت پايله نوميږي، ښه به نه وي خو د طبیعت همدا سوغات کيداي شي له اندازې پرته ناوړه او زيان منوونکي څرگند شي.»(۱۳-۳۹۳)

همدارنگه د ارسطو لپاره لذت هم يواځيني انگيزه ده چې انسان د فضيلت په لور را کاږي، هغه ليکي: « موږ درې شيان پلټو او له درې شيانو ځان ساتو، هغه څه چې پلټنه يې کوو، ښکلي، گټور، او په زړه پورې او هغه څه چې ترې ډ ډه بايد وکړو هغه ناوړه، زيانمنونکي او ناوړه دي. با فضيلته انسان د دې ټولو شيانو څخه هغه څه چې ډير سم دي، غوره کوي او بد مرغه انسان په هرو درې موردو کې خطا او په ورانه لار درومي.(۸ – ۲۸۳) 

ارسطو په خپل مشهور اثر اخلاق يا نيکوماخوس کي د اخلاقو په مساله بحث کوي. هغه د خپل کتاب په سر او پای کې د انسان مدني کيدو او ټولنيزو ځانگړنو ته زيات اعتبار ورکوي چې د سياسياتو علم ته زمينه برابره کړي له دې امله، ارسطو عقيده لري چې اخلاق يو عملي پوهه ده او انسان په طبيعي لحاظ يو مدني موجود دی او له ټولنيز او يو له بله سره د نږدې اړيکو پرته کيدوني نه ده چې خپل کمال ته ورسيږي

له دې امله ده چې دښاري او مدني ژوند پوهه يو ځانگړی علم گڼلي شي چې هغه ته سياسي علم وايي، دلته له سياسي علم څخه هدف د تابع کولو او کنترول کول دی. نو څرنگه چې يو وگړې د يو ښار اوسيدونکي دي او د ښاري ژوند برخه ده. په هماغه اندازه د اخلاقو علم د ارسطو له نظره د سياسي علم يوه برخه ده. سياسي علم د ټولو عملي علومو بنسټ دی چې هغه د خير د بنسټ لپاره کارول کيږي. لکه د اقتصاد فن، د جگړې فن او د بيان فن، همدارنگه د اخلاقو علم د دې لپاره چې ژوند د قوانينو له مخې تنظيم کړي او د دغه انتظام د رعايت له مخې واجبات تثبيت او له منع شويو چارو ډ ډه وشي نو د سياست د علم هدف او غايه هم په ټولو علومو کي شامله گڼل کيږي چې په فرديت او خير ولاړه ده خو د فرد له هدف نه ډير ه پراخه اوډيره نيکه ده. دا ځکه چې ټول ملت ته يې گټه رسيږي. که حکومت نه وي داخلاقي نظرياتو تحقيق ممکن نه دی. انسان ترې کومه گټه نه شي تر لاسه کولي. له شر نه نه ژغورل کيږي.(۱۰ـ۷۳) 

دارسطو په نظر کوم شيان چې دفضيلت په ايجاد کي مرسته کوي هغه دري دي، طبعيت عادت اوزده کړه. 

د طبیعت په باب څه نه شو ويلي، او نه خو څه کولي شو، اونه خو په موږ اړه لري. د تعليم په باب بايد ووايو چې فايده نه لري تر دې چې زمينه يې د عادت له خوا يعني دتربيت له خوا چمتو نه شي دا ځکه چې عادت دويم طبعيت او تمايل دی چې د تسکين غوښتنه کوي، هر مهال چې د فضيلت عادت د تربييي په وسيله پيدا شي تعليم گټور او هم يې اخيستل اسانيږي خو تربيه او تعليم د دولت نه پرته بله گټه نه را منځ ته کوي. دا ځکه چي يوازې دولت دی چې د کلي خير که د قوانينو منبع او منشا ده، پرې پوهيږي. نو بايد په دولت کي داسې قوانين وي چې د هغو له مخې د نوي نسل روزنه وشي او ان زاړه کسان تر هغو چي ژوندي وي تنظيم کړي. 

ارسطو دا خبره په وضاحت کوي چې: «په انسان کي بايد دفضيلت داسي څه وي چې وکړای شي فاضل شي.» له دې امله بايد دهغه په فلسفي استدلال کې ډير اوصاف اوتصاوير ليدل کيږي چې خلک داخلاقو تقليد ته هڅوي. دا ځکه چې دا اوصاف اوتصاوير که دتهذيب دوسيلي په توگه وکارول شي نو له دې مباديو څخه نه چې واضح نه وي ډير بريالي دي. » ( ۱۰ـ۷۶)

 اوس کله چې د خوشحال اثار او افکار لولو، د هغه افکار او تاملات د هغه د ټول عمر او تجاربو محصول دی. خوشحال بابا هم په ټوله کې د اخلاقو او هم دپښتني ارزښتونو په بنياد دارزښتونو او فضيلتونو يادونه کوي. د چا خبره د خپلو افکارو په شنلو او تجزيه کولو کې وخت په وخت سره زر له مسو بيلوي. خوشحال بابا د فضيلتونو په باب وايي: 

په ډېر رنگه فضيلت شته په جهان کې

دا يو څو به درته ياد کړم زه خوشحال

فضيلت د ښه نسب د اصالت دی

فضيلت دی د ښه حسن د جمال 

فضيلت د شجاعت د ميړنتوب دی

فضيلت دسخاوت دی د ډېر مال 

فضيلت د ډېر هنر دی د ډېر علم

فضيلت د ډير اولاد دی د عيال 

نه دا کل فضيلتونه، منونه منونه

نه چې بخت د چا څخه وي يو مثقال ( ۱۱-۷۰۴)

دلته گورو چې د خوشحال بابا په نظر فضيلتونه د اصل و نسب، ښکلا او جمال، شجاعت او ميړنتوب، سخاوت او کرم، د هنر او علم زده کړه بولي. په دې کې شک نشته چې دا ټول عناصر د انساني ټولني په مقياس فضيلتونه دي خو لکه چې په فلسفي او تيوريک تحليل کې مو ورته اشاره وکړه دا فضيلتونه د وخت، دوران او د ټولنې د جوړښت سره هم مطابقت لري.کله چې خوشحال بابا د اصل و نسب مساله يو ارزښت بولي د دې مانا دا ده چې د شاعر په نظر په پښتني ټولنه کې د «کاست سيستم» ارزښتونه لا ژوندي دي او اهميت لري. دلته د اصل ونسب په مفهوم کې د هيومانيزم اصل له پوښتني سره مخامخ کيږي او د طبقاتي مسايلو عناصر جوتيږي. د علم زده کړه او د هنر درلودل په رښتيا چې يو ارزښت دی. خوشحال بابا د ټولنې د يو ښوونکي او مشر په توگه دا مساله په ډېره وروسته پاتې ټولنه کې را برجسته کوي. بلکي د هنر د خپلولو او د علم د زده کړې درس ورکوي. ښکلا او جمال، سخاوت ارزښتونه دي داسې ارزښتونه چې په اخلاقي سيستم کې د فضايلو په ليکه کې ځای لري. هغه د پوهې او معرفت باندې د تاکيد لپاره يوه مفکوره وړاندې کوي چې لوستونکي تامل ته را بولي. ځکه د پوهې او معرفت نشتون د دې سبب کيږي چې ووايي: 

که ژوندی شي اپلاتون

په سوات کې ونيسي سکون 

اکوزيو ته بيان کا

کتابونه دفنون 

هدايه کفايه دواړه

په پښتو کاندي موزون 

دوی به وايي چې دا څه دي

مخزن ښه دی داخون 

نيشکر به غويه څه کا

په واښه يې دي ژوندون کليات ۷۰۵مخ 

خوشحال بابا د ننگ او پت سالارې ټولنې مشـر او رهبر دی. هغه تر زياته حده د خپلې ټولنې د مشرتابه ځانگړنو باندې ټينگ ولاړ او هغه درس ورکوي. په «مرد سالاره» او د ننگ او قلنگ په ټولنه کې، په وعده وفا، سخاوتمندي، لوی ټټر درلودل، زغم او د يو چا له گناه نه تېريدل، بخښنه ورته کول يو لوی فضيلت بولي. حال دا چې د ننگ او غيرت په ټولنه کې بدل او انتقام هم يو صفت دی. يو ارزښت دی خو خوشحال يې فضيلت نه بولي. لکه په لاندې شعر کې. 

که بده گناه څوک کا

ته گناه ورته معاف کړې 

نښان دمردۍ دادی

چې زړه درست ورسره صاف کړې 

که بيا دي بد په زړه وي

نور ناحق دمردۍ لاف کړې (۱۱ـ۶۹۰) 

د خوشحال په اخلاقي درسونو کې د سيالانو جرگه يوه موسسه ده. داسې موسسه چې نظم او قانون عملي کوي. په هغې کې د ناستي وړ کسان هغه بولي چې تورزن او ننگيالي او د ننگ په کار کې پټ او اشکار له سر نه تير وي. 

د سيالانو په جرگه دې ناستی نه کا

چې له سياله نه يې نه وي خپل گټلي 

چې ونه وهي په دواړو لاسو توره

چا ملکونه په ميراث نه دي موندلي 

چې تر سروماله تېر نه شي په عشق کې

څوک دنجونو په پالنگ نه دي ختلي (۱۱ـ ۶۹۱ )

خوشحال بابا هغه کس مرد او ميړه بولي، چې د ننگ او غيرت په کار کي له سره تېر وي. هغه د عشق مفهوم يعنې د تر حده زيات اشتياق مفهوم يوازې په نرينه او ښځينه مفهوم کې نه را نغاړي بلکې د سيالۍ او برابرۍ په کار کې يې مهم ارزښت بولي. 

تحرک او هڅه: 

خوشحال د ژوند په بهير کې کار او زيار، تحرک او هڅه يو ستر ارزښت بولي. هغه لټي، تنبلي او بې هڅي او بې ارمانه ژوند بې گټې او بې هدفه ژوند غندنه کوي. هغه د ژوند جريان د اوبو جريان سره ورته بولي او د هغه سپيڅلتيا او پاکي هم په تحرک کې بولي

چې اوبه په ځای حصار شي نور خوسا شي

صفايي يې هم په داده چې بهيږي 

کاڼي زر که سره وگوري يکرنگ دي

فرق يې دادی چې په زرو زړه رغيږي 

هغه زر تر کاڼي لوټي لا بدتر دی

چې يې ومنډي په ځمکه نه خرڅيږي (۱۱ـ۶۹۰) 

خير و شر، نيکي او بدي:

دلته چې کومه بيلگه را اخلو هغه يوه له ډيرو ده، بيلگې مو لږې را اخيستي دي خو کله چې د هغه ټول کلام او هڅونې که شعري دي او که نثري دي د يو عمر تجاربو څخه ډکې دي. دا تجربې که د يو قومي مشر په توگه د هغه د ژوند تجربې دي، د هغه د پوهې او فضيلت تجربې هم دي، د هغه د زده کړې او د ټولنې له پيښو څخه د را اخيست شوو تجربو ټولگه او انعکاس هم دی. د بيلگې په توگه هغه ډېر ځله د خير او شر په مساله تمرکز او څو څو ځايه يې يادونه کوي. د خوشحال خير او شر په باب نظر که له يوې خوا ديني او مذهبي او ان اسطوروي ځانگړنه لري د پښتني ټولني د ځانگړنو سره په وفق او مطابقت کي هم دی. خوشحال د خير او شر په اړوند بيا هم د تعقل او جهالت عناصر چې دواړه د خير و شر په څير د انسان په خټه کې ځای لري او اخښل شوي دي، يادونه کوي. 

که همه عالم په عقل زيست روزگار کړای

هيڅ بدۍ فتني به نه وای په دا ميان کې 

حماقت جهل گنده خويونه بد دي

شور غوغا بلا پيدا کا په جهان کې 

واړه نفس دی چې په موږ کا فسادونه

گڼه کومه گمراهي ده په شيطان کې (۱۱ـ ۶۹۲) 

خوشحال لکه يو عارف او متصوف د نفس په نادودو کلکې نيوکي کوي. نفس د انسان په وجود کې د شيطان بديل بولي. ځکه نفس دی او د نفس منفي ډولونه دي چې انسان ناوړه اعمالو او د انسانيت خلاف کارونو ته يې هڅوي. 

له بلې خوا خوشحال هم د سقراط په څير د انسان معنوي جمال او ښکلا د غوره فضيلتونو مبدا بولي. سقراط چي د حسن خير او افادې په هکله د کومو خيالاتو څرگندونه کړي ښکلا او اخلاقيات له يو بل سره نږدې بولي.

جمال دی که ډير مال دی

که ډېر علم ښه نسب دی 

دا په هر لوري لږ نه دی

هنرونه بو العجب 

که صفت کړي دښه خوی کړه

 په ښه خوې کوه طرب 

دښه خويي منصب باقي دی

باقي نه دی بل منصب (۱۱ـ ۶۹۳) 

د وخت په حاکمانو نقد: 

خوشحال په خپلو څرگندونو کي ځای ځای د وخت په حاکمانو او د انساني ارزښتونو څخه د هغو په سر غړاوي نيوکي کوي. کله چې هغه د وخت د مغولي حاکمانو د خصلتونو او منفي ځانگړنو يادونه کوي، لوستونکي ته د فريدريک نيچه هغه اظهارات تداعي کيږي چې د انسان په منفي ځانگړنو يې کوي. نيچه په خپلو ويناوو کې د انسان د قدرت، شهوت او ثروت سره افراطي غريزي اشتياق روښانوي او له حيوان سره يې پرتله کوي. خوشحال په خپلو اخلاقي څرگندونو کې د وخت د حاکمانو هغه بې رحمۍ په ډاگه کوي چې زوی يې د پلار او پلار يې د ورور په وړاندي تر سره کوي چې په مغلي امپراتورۍ کې ډېر ځله څرگند او زيات مثالونه يې شته. 

پلار يې بند کړ ورور يې بند کړ – عالم گير دی 

ځان يې هم شيخ کړ هم دانشمند کړ – بې نظير دی 

اوس په غزا کې ځان غازي بولي – بادشاهي کا 

په څو څو رنگه يې ځان څرگند کړ – پر تذوير دی (۱۱ـ ۶۹۸) 

خوي او خصلت چې په سيده توگه د اخلاقي کړنو د ځليدو محراق دی پر هغه تاکيد کوي. همدا خويونه دي چې د ټولني په وړاندې او د بل انسان په وړاندې د هغه د عمل او کړنو جاج اخلي. همدا خويونه او خصايل دي چې هم له ټولنې سره د انسان د چلند توازن له منځه وړي او هم يې جوړوي. 

په خويونو کې ډېر فرق دی

 که سړی پرې خبردار شي 

ځيني هسې خوی اغا زکا

چې خپل هم ځنې ويزار شي 

ځيني هسي خوي اغاز کا

چې پردي يې خدمتگار شي 

که څوک خپل خصلت د ښو کا

 تر سرو زرو به رويدار شي (۱۱ـ ۶۹۹) 

اکبر اس احمد ليکي: 

«د پښتنو د معاشرې روح دا دی چې په هر حال او هره طبقه د پښتنو د ژوند ضابطه (پښتونولي) وساتي. په کومو اقدارو چې د پښتونولۍ بنياد دی د هغه ډېر زور په دې دی، مردانه ازادي، مساوات، د خپلې رای اظهار او په مختلفو موقعو جارحيت چې هغه مختصرا د عزت په تصور کې راجمع کيږي.» (۱۲ـ ۱۰۷) 

وروستۍ خبرې: 

 اوس چې کله د خوشحال د اخلاقياتو ټوليزه ارزونه کوو، گورو چې د ياد شخصيت اخلاقي ارزښتونه د هغه د لوړ ټولنيز دريځ، د هغه د ژورو مطالعاتو، له ديني زده کړو او د پښتنو ټولنې د مثبتو فرهنگي ارزښتونو په بنياد را ټول دي. د دې خبرې يادونه هم اړينه ده چې ووايو د خوشحال اخلاقي نظريات په ټوله کې د بشري تمدن د ديني او الهي احکامو سره چې په اسلامي مدنيت کې پنځېدلي او خپاره شوي دي هم سر خوري. له بلې خوا د نړيوالو فلسفي ښوونځيو په تېره د ارسطو او بيا د کانت او نورو متفکرينو د نظرياتو څرکونه هم په کې تر سترگو کيږي. 

له بله اړخه د خوشحال په اخلاقياتو او نورو ټولنيزو رهبري کوونکو احکامو باندې د مشـر تاکيد ټول هغه مثبت ارزښتونه او فضايل را څرگندوي.

د خوشحال په شعر او ويناوو کې په روښانه توگه ليدلی شو چې هغه د انسان په پياوړتيا، د انسان په عقل، اراده، احساس او عاطفه باندې ټينگار کوي. د همدې درې گونو ځواکونو له مخې انسان عقلانيت، اراده، عاطفه او احساس ارزوي. ډير غوره له نيکمرغۍ ډک حالات د يادو ځواکونو د عالي تعادل څخه عبارت دی. د دې ځواکونو نا انډولي د رواني ناروغيو او رنځونو سبب گرځي. 

خوشحال هم په خپلو درسونو کې په دې تاکيد کوي چې په درې گونو حالاتو کي د هغه خصلتونه ښه کيږي او مثبت لوری نيسي. 

د قدرت په مهال چې د مواخذي او مسوليت او د نيوکو ډار او د غندلو ويره نه وي او په ازادانه توگه هوسونه او غوښتنې را برسيره کيږي. انسان ځان د کمزورتيا په پردو او پوښ کي نه ساتي. 

د سختيو او مصيبت په شرايطو کي هم د فداکارۍ سرښندنې څرگندوي او خپلې ځان غوښتنې سرکوبوي او نورې غوښتنې جوتوي. همدارنگه د دوښمنيو او بديو په حالاتو کي چې يو څوک د چا گټې تر پښو لاندې کوي او د هغه په زړه کې کينه او دوښمني ر اټوکوي، نو يو څوک چې په داسې حالاتو کي صبور وي بخښوونکی وي، مراعات وکړي نو ښه انسان دی. په انسانانو کې څلور ډوله کمزوري موجوديږي، 

د مقام او ځان غوښتني او مقام په وړاندې کمزورتيا، 

د پيسو، ثروت او مال پرستۍ په وړاندې کمزورتيا، 

د شهرت په وړاندې کمزورتيا لکه د علمي هنري شهرت ته ليوالتيا او نور، 

د شهواني ځواک احساس په وړاندې کمزورتيا. 

موږ د دې  ټولوعناصرو ياد  اوپر هغو نقد  د خوشحال په کلام کې په روښانه توگه ليدلی شو چې هغه پرې په کلکه  نيوکه کوي او غندي يي. په پای کې بايد ووايم چې د خوشحال په اخلاقي نظرياتو چې موږ څه وويل د هغه د اخلاقنامې او فضل نامې او همدارنگه د دستار نامې په بنسټ نه دي ويل شوي بلکې دې ته اړه ده که په مجموع کي د خوشحال په اخلاقي فلسفي نظرياتو بحث کوو نو په راتلونکي کې به د هغو د غوره ټکو شننه هم کوو. 

يادښتونه: 

۱.جم دارمستتر. دپښتونخوا دشعر هاروبهار. پښتو ټولنه. د دوکتور روان فرهادي په پيژندگلوي سره. کال مالوم نه دی. 

۲.داکتر، عارف عثمانوف. خوشحال خان او د ده ادبي مکتب. دافغانستان دعلومو اکاديمي. پښتو څيړنو نړيوال مرکز. کال ۱۳۶۱ 

۳.داکتر محمد اقبال نسيم خټک.خوشحال او جماليات. (پيش لفظ پروفيسور نواز طاير) پښتو اکيدمي. پيښور. ۱۹۸۷

۴.دوست محمد کامل مومند.خوشحال خان خټک. (ژباړن عبدالطيف طالبي ) ترتين زبير حسرت. دانش، ۱۳۸۵کال 

۵.صديق روهي. ادبي څيړني. دانش خپرندويه تولنه.۱۳۸۶کال

۶. دوکتور پوهاند بهاوالدين مجروح. څوفلسفي او ادبي ليکنې.(مقالو ټولگه). د لعل پاچا ازمون په زيار. 

۷. سيد جعفر سجادي.(۷ـ مخ ) فرهنگ جامع اصطلاحات فلسفي عرفاني.

۸. عبدالله نايبي. فرهنگ فلسفه. چاپ اول. کابل، ۱۳۹۹ 

Oxford Dictionary of Philosophy ,University press.. _ 9-Simon Blackburn.

۱۰. ارسطو. اخلاق نيکوماخوسي ارسطو. ترجمه وتمهيد صلاح الدين سلجوقي. عرفان. تهران. ۱۳۸۶.

۱۱.خوشحال خان خټک کليات. (اوډون، سمون او وييپانگه د عبدالقيوم ذاهد مشواڼي) دانش خپرندويه تولنه، کابل.۲۰۰۸ کال.

۱۲. اکبر اس. احمد. ميلينيم او کاريزما د سوات په پښتنو کې. (سید تقويم الحق کاکا خيل او قلندر مومند ترجمه) پښتو اکيديمي، پيښور يونيورستي، کال ۱۹۷۸.

۱۳. ايمانوئل کانت. بنياد مابعد الطبيعه اخلاق (گفتاري در حکمت کردار) (ترجمه حميد عنايت و علي قيصري ). شرکت انتشارات خوارزمي. چاپ دوم. سال ۱۳۹۴. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب