دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهفرانسه له څو اروپايي هېوادونو سره په کابل کې ګډ دیپلوماتیک ماموریت...

فرانسه له څو اروپايي هېوادونو سره په کابل کې ګډ دیپلوماتیک ماموریت پیلوي

تاند:( شنبه، د قوس ديارلسمه)‏ ‏فرانسه وايي، چې له یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو سره په کابل کې ګډ دیپلوماتیک ماموریت پیلوي.

د دغه هېواد ولسمشر ایمانویل مکرون نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبریالانو ته وویل، د ګډ ډيپلوماتیک ماموریت له جوړېدو سره به دې هېوادونو ته دا امکان برابر شي چې بیا افغانستان ته ولاړ شي.

هغه چې محتاطانه غږیده، ويې ويل:(موږ به د امکان تر حده لږ وخت کې یوه ډيپلوماتیکه استازولي ولرو. موږ یو مهالوېش په پام کې نیولی خو د اوس لپاره نظر دادی چې دا کار ژر ترژره وشي.)

فرانسوي ولسمشر دا هم وويل، چې اوس مهال د څو اروپايي هېوادونو ترمنځ د داسې ادارې پر جوړولو غور کېږې چې د اروپايي هېوادونو سفیران پکې حاضر وي.

 هغه په عین حال کې ټينګار وکړ چې دا د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندنې او یا له هغوی سره له سیاسي مذاکراتو جلا اقدام دی.

د ټول شموله حکومت جوړول، له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د بشري او ښځینه حقونو تضمینول د نړۍ هغه عمده شرطونه دي، چې پر طالبانو يې د دوی د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو لپاره ایښي دي.

طالبان بیا دا شرطونه ردوي او ټينګار لري، چې هم یې حکومت ټول شموله دی، هم ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري او هم یې بشري او ښځینه حقونه تر ټولې نړۍ ښه تامین کړي دي.

فرانسه په دې تورنه ده، چې د خپل پخواني نفوذي قومندان احمد شاه مسعود له زوی احمد مسعود څخه د طالبانو په ضد وسله وال مقاومت کې ملاتړ کوي.

‏فرانسوي چارواکو نن اعلان وکړ، چې د فرانسوي، افغان او نورو هېوادونو د اتباعو په ګډون یې ۳۳۰ تنه له کابله په یوه ځانګړي پرواز کې د قطر هېواد په منځګړيتوب له کابل څخه په يوه ځانګړې الوتکه کې ایستلي دي.

1 COMMENT

  1. طالب بايد د فرانسې چل او ول ته اوښيار اوسي، دا هيواد په روښانه او پټه له شمالي لنډغرو سره پوره همکاري کوي او هر څه يې د افغانستان او بیا د پښتنو په تاوان دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب