پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبکره کتنهکیسه، تیرمهال او ټولنیز ناخوداګاه کتاب ته یوه لنډه کتنه

کیسه، تیرمهال او ټولنیز ناخوداګاه کتاب ته یوه لنډه کتنه

عبدالوکیل سوله مل  

کیسه ،تیر مهال او ټولنیز نا خوداګاه د هڅا ند لیکوال او څیړونکي اکبر کرګر تا زه خپور شوی اثر دی چې په دې ورستیو کې د چا پ په ګا ڼه پسول شوی دی. دا په داستا نی ژانر د لیکوال دوهم اثر دی چې خپریږي . لیکوال ددې دمخه هم ادبیات او د انسان دننۍ نړۍ کښلی او چا پ کړی دی. چې پخپل وخت یو نوښت او تازه څیړنه وه.

په پښتو کې په داستا نی ادبیاتو تر دې دمخه څو دګوتو په شمهر ژباړې او یو نیم کتا ب چا پ او خپاره شوی دی . چې شمیر ېې خورا کم او دداستا ن لیکنې ډیره کلاسیکه او ابتدایی تیوری راپیژني . لکه د اجمل پسرلی ژباړه(( داستان به  څنګه لیکو)) او یا د شریفه شریف ژباړه ((د لنډې کیسې تیوری)) او یا هم د نصیر احمدی(( راځۍ کیسه ولیکو)) ،د صدیق الله سمسور ژباړه (دکیسې لیکلو هنر)او یو څو نورې ژباړې او لیکنې ……..

کیسه تیر مهال او ټولنیز نا خود اګاه دداستا ني ژانر د لیکلو نه کوم کلاسیک لارښود ی او نه هم د کیسه لیکنې دا یا هغه فورم راپیژني. دا په کلاسیکو او معا صرو ادبیاتو کې د اسا طیرو ، عر فان او فلسفې ځای معلوموي . او لکه لیکوال او شا عر غفور لیوال چې د سریزې په یوه برخه کې لیکي ددې اثر ارژښت په دې کې دی چې له اسا طیرو او کیسو سره د انسان د اروایی نړۍ تړاو څیړي او دا راښايي چې د اسطورو کیسې څه دي ؟ اسظورې او کیسې ېې د انسان د اروا په ژوره څا ه کې چیرته پرتې دي ؟څنګه د انسان له ویښ شعور سره اړیکې ټینګوي او دانسان پر ما هیت ، شخٌصیت ،باورونو،لیدلوریو او هنري پنځونو څه ډول اغیز کوي.

لیکوال په دې اثر کې خپل بحث له کیسې او له اساطیرو سره د هغې له پیونده پیلوي اوکیسه د بشریت د باورنو او او انساني منا سباتو هنداره او د بشر همزولې ګڼي .

لیکوال په خپله څیړنه کې د پښتو فلکوریکو کیسولکه فتح خان او رابعه ګله ،آدم خان او درخانۍ ، دلۍ او شهۍ ،شهزاده بهرام او ګل اندامه  بیلګې هم په ټول تفصیل رااخلي څو پښتانه هم د موضوع سره پوره بلد او څیړنه لا اغیزمنه وګرځوي .

کتاب په انسانانو د کیسو په روزنیز اغیز هم ګټور بحث کوي او څرګندوی چې  کیسه څومره د بشریت په اګاهۍ او ویښتیا کې لوړ ځا ی لري.

دا څیړنه راښایی چې کیسې او په ټوله کې ادبیات که له یوې خوا د انسان رواني اړتیا ده له بلې خوا ېې د بشري کلتور په توګه د دبشر د ځانی خبرتیا او چا پیریال پیژندنې یو عنصر هم دی.

اسطوره او ادبیات د کتا ب بل په زړه پورې بحث دی چیرې چې لیکوال د اسطورو او ادبیاتو رابطه بیا نوي او په معا صرو ادبیاتو د اسطورو اغیزه په تفصیل سره شني .  دی په دې څیړنه کې دې پا یلې ته رسیږي چې معا صر رومان د اسطورو ی کیسو پیل او له هغو پرته ېې وجود نیمګړی دی.

په کتا ب کې د تیرې پیړۍ ددوهمې نیما یی رایج داستا نی مکتب (جادويي ریالیزم) ته هم ځغلنده نظر اچول شوی دی او ددغه مکتب او سبک د ځنو نا متو استازو لکه سلمان رشدي سبک او اثارلکه ((شرم)) راپیژني .

د کتا ب وروستی او شپږم بحث په ادبیاتو کې د عرفان او فلسفې ځای او تړاو ته بیل شوی دی. په دغه بحث کې هم لیکوال د لرغونو ادبیاتو خورا مشهور اثار لکه د کالیداس د شکونتلا ، د ګویته فا وست ، د شکسبیر ها ملت  په لنډو راپیژني او د هغو په عرفاني او فلسفي اړخونو ژور بحث کوي .

کیسه ، تیر مهال او ټولنیز نا خود اګاه نه يوازې په پښتو کې په داسې مهمه او نوې موضوع د کتا ب ښه پیلامه ده بلکې ما په افغانستان کې  تر دې دمه ددری ژبوافغان لیکوالو او څیړونکو هم کوم څیړنیز اثر نه دی ترسترګوشوی.

کتا ب د ټولو هغو لپاره که غواړي په رښتینی معنا اوسنۍ کیسه او د معا صرو ادبیاتو ماهیت درک کړی ګټوره منبع ده. او هغو ته هم که غواړی هنری معا صره کیسه که لنډه او اوږده وی وپنځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب