Homeداسې هم شتهساینساوبه لرونکې سیاره وموندل شوه

اوبه لرونکې سیاره وموندل شوه

تاند- د فضايي علومو څېړونکو له شمسي نظامه دباندې یوه سیاره موندلې چې په اتومسفیر کې یې زیاتې اوبه لیدل کېږي.

دا سیاره له مځکې ۷۰۰ نوري کاله لېرې ده.

د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، دا سیاره، چې ناسا پرې (WASP-39 b) نوم ایښی، زُحل ته زیات ورته والی لري.

د ناسا څېړونکو اټکل کړی چې دا سیاره د زُحل ۳ برابره لویه ده.

که څه هم دا سیاره د سایز یا اندازې له پلوه له زُحل سره پرتله کېږي خو دا دوې له یو بل سره هیڅ ورته والی نه لري.

(WASP-39 b) له شمسي منظومې وتلې او د سُنبلې په فلکي صورت کې موقعیت لري.

د ناسا څېړونکو د هابل او سپیټزر ټیلسکوپونو د معلوماتو پر اساس په دې سیاره کې د اوبو او نورو مالیکولونو څرک لګولی دی.

دا سیاره په هرو څلورو ورځو کې یو وار تر خپل لمر راڅرخي او له خپل لمر سره واټن یې د شمسي نظام د لمر او مځکې په پرتله ۲۰ برابره لږ دی.

د ورځې په دې سیاره کې د تودوښې درجه د سانتي ګراد ۷۷۶ اعشاریه ۷ ته رسېږي، د شپې له خوا هم همدومره وي. او علت یې دا دی چې سخت بادونه دي چې تودوښه د دې سیارې له شاوخوا څخه ورته انتقالوي.

د ناسا څېړونکو د تحقیقاتو په لړ کې د دې سیارې په اتومسفیر کې اوبه لیدلي دي.

دوی پخوا اټکل کاوه چې په دې سیاره کې به اوبه ومومي خو په اوسنۍ اندازه زیاتې اوبه د دوی له تصوره زیاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...