لنډه لنډه ساه یې اخیسته. د امسا په تکیه پر لرګینې چوکۍ کښیناسته. د سترګو پر سر یې لاس ونیو، پر هدیرې یې نظر تیر کړ. ورته ومې ویل:
-څه شئ ګورئ
بوډۍ ساه نیولي راته وویل:
-بچی.. بچی مې
– زه پسې وګرځم
دې یو تور او سپین تصویر له جیبه راوایست:
-دا یې عکس دی
ورته ومې خندل:
-دا خو پخوانی دی
– همدغه عکس یې موږ پر قبر ایښی
-اوه، خدای دې وبښي کله وفات شوی
-پنځوس کاله کیږي
-اوس یې په قبر پسې ګرځئ
بوډۍ په زګیروي ولټیده، عکس یې ښکل کړ او په جیب کې یې کیښود:
-بیا به ورته راشم که مې پيدا کړ.
پراګ