پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبد څېړنې د موضوع ټاکلو ستونزې

د څېړنې د موضوع ټاکلو ستونزې

لیکنه: پوهنمل سیداصغر هاشمي

لنډيز 

په عام ډول انسان د ځانګړي خصوصیاتو درلودونکی وي او په خاص ډول د یو ځانګړي مسلک درلودونکی باید هم ځينې مهمې ښې ځانګړنې ولري او کله کله ځینې خرابې ځانګړنې ونه لري.

په دې لیکنه کې پر هغو مواردو بحث شوی چې څېړونکی کوم ډول موضوع غوره کولای نه شي او یا کوم ډول موضوع غوره نه کړي، د هغو موضوعاتو ښودنه شوې ده او د ښه روښانتیا لپاره په بېلګه کې ښودل شوې ده. لکه څرنګه چې د محقق لپاره د ښې موضوع غوره کول مهمه مسله ده دغه شان د خرابې موضوع نه ځان ساتنه هم مهمه ده چې په مقاله کې یادونه شوې دي، چې لیکوالو لپاره مهمې خبرې لري.

Abstracts: 

Humans in common have some characters and features. In proper way, the owners of particular professions must have some essential features as well.

In this writing, the general issues are discussed. For example, which kind of topic should a researcher select or not to select? And it is modeled in an apparent example.

As though selection of a good topic is crucial for a researcher, the abstaining from an inappropriate topic is crucial too. These matters are also discussed in this article. 

سریزه

پیاوړی او ځيرک څېړونکی باید پوه شي چې کوم ډول موضوع غوره کړي؟ څنګه ښه موضوع پيدا کړي؟ د ښې موضوع ځانګړنې کومې دي؟ کوم ډول موضوع غوره نه کړي؟

د دې مقالې نویوالی او ارزښت په دې کې دی چې څېړونکي ته لارښوونه شوې ده چې کوم ډول موضوع غوره نه کړي، په لسګونو ځله داسې موضوعاتو سره مخامخ شوی یم چې باید د محقق لخوا غوره شوی نه وای، چې دا لیکنه ورته ښې خبرې درلودای شي.

په لیکنه کې د کتابتوني څېړنیز ډول او تشریحي میتوده ګټه اخیستل شوې ده، د هر کتاب نه چې موضوع اخیستل شوې زما خپل تحلیل او تفسیر پکې شته.

د تحقیق په لارو چارو کې اصلي موضوع داسې حیثیت لري، لکه په شمسې نظام کې لمر، لمر د شمسي نظام د ټولو سیارو مرکز دی نو په تحقیق کې اصلي موضوع او متن د نورو برخو سره اړیکه لري او اصلي مرکز ورته ویلای شو. لمر په شمسي نظام کې د جاذبي وظیفه هم پر غاړه لري یعنې ټولو سیارو ته جاذبه ورکوي. په تحقیق کې اصلي موضوع د نورو برخو لپاره بیا هم همدا حیثیت لري. 

په څېړنه کې د ښې موضوع غوره کول د نیم کار تکمیل دی نو له همدې امله د موضوع په ټاکنه کې ځیرتیا پکار ده.

په تحقیق کې د خرابې موضوع ټاکل محقق ته ستونزې پيدا کوي نو له همدې امله د موضوع په غوره کولو کې ښه موضوع او خرابه موضوع پېژندل مهم کار دی.

په عمومي ډول محقق باید په تحقیق کې د ځېنو مذبذبو، پټو، مبهمو، سختو، نامعلومو او ځېنو داسې موضوعګانې چې د محقق لپاره ستونزمن تمامېږي ډډه وکړي.لکه:

۱. هره څېړنيزه موضوع باید خالصه تنقیدي نه وي. تحقیق د تخلیق، تنقید او داسې نورو پوهنو سره اړیکه لري خو د هر یوه د کار ساحه معلومه ده.لکه:

پښتو شعرکې تخیل.

پښتو شعر کې انځور ګيري.

په پورته موضوعاتو تیزسیسونه او ډيزرټیشنونه لیکل کېدای شي خو دا هغه موضوعګانې دي چې د تحقیق نه کره کتنې ته زیات اړتیا لري.

تحقیق کا فن کې ډاکټر ګیان چند د رشید خان نظر داسې راوړي:(په اوس وخت کې ځېنې څېړنيز موضوعات داسې انتخابېږي چې کاملا تنقیدي دي او د کره کتنې په دایره کې راتلای شي، داسې موضوع غوره کولو کې د تحقیق او تنقید حق تلفي کېږي.(۱)

څېړنه خپلې لارې چارې لري او له پیله تر پایه فزیکي او معنوي جوړښت لري چې اصلي کړه یې د بنیادي حقایقو څرګندول دي. خپل نظر ورکول، د نورو نظرونه تاییدول او ردول او همدارنګه هره خبره په پټو سترګو نه منل پکې کېږي.

څېړنيز کارونه د تنقید سره رابطه لري خو که چېرې د تحقیق په نامه کارونه تنقیدي وي نو دې ته بیا خالص تنقید ویلای شو چې د څېړنې په کټه ګوریو کې راتلای نه شي او داسې موضوعات تحقیق او تنقید ته تاوان رسوي ځکه چې د څېړنې کار معلوم او د تنقید کار معلوم وي او یو د بل وظیفه په سم ډول پر مخ وړلای نه شي.(۲)

۲. کوښښ وشي چې داسې موضوع ونه ټاکي چې په لسګونو کتابونه پرې لیکل شوې وي او د نورو نویو حقایقو د اثبات لپاره پکې څه نه وي.لکه:

په پښتو ژبه کې(د لرغونې دورې ادب تاریخ)په موضوع زیات اثار لیکل شوې دي او دغه دوره معلوم وخت او زمان، شاعران او شاعرانې او همدارنګه لیکوال لري، د ټولو پېژندنه معلومه ده. د داسې موضوع له ټاکلو باید ډډه وشي.

۳.که محقق پر یوې موضوع تحقیق وکړي او چاپ شي خو د وخت او زمان په تېریدلو همدغه موضوع د خپلو علمي او تحصیلي اسنادو د لاس ته راوړلو لپاره بیا وټاکي نو دا هم سم کار نه دی. یعنې هغه موضوع چې تکراري وي او همدارنګه د یو لیکوال په واسطه لیکل شوې وي، جواز نه لري.

۴.هره عامه خاصه څېړنيزه موضوع خپل حد او حدود لري او همدارنګه خپل وخت او زمان لري. باید د مونوګراف د موضوع حجم له ډيزرټیشنه کوچنۍ وي. په کابل پوهنتون کې د تیزس لیکلو لپاره ټاکلی وخت ورکول کېږي، که چېرې محصل ډیره لویه موضوع واخلي نو دی نه شي کولای چې په ځانګړي وخت کې پای ته ورسوي.که چېرې په پوهنتون کې د یو استاد عمر تقاعد ته نږدې وي او دی د پوهاندۍ لپاره دومره پراخه موضوع واخلي چې د موضوع د لیکلو مخکې تقاعد شي نو لویه ستونزه به یې همدا وي چې د موضوع په انتخاب کې به سهوه شوی وي.(۳)

ځېنې موضوعات ډېرې مطالعې ته اړتیا لري او امکان لري چې د نورو علومو سره اړیکې ولري او د اصل موضوع بشپړتیا لپاره نوره مطالعه هم وشي.کله چې محصل(د غني په شعرکې د تصوف او فلسفې شننه) تر سرلیک لاندې موضوع لیکلو ته اراده ولري نو دی مجبور دی چې پر غني سربیره د تصوف او عرفان، په نورو ادیانو کې تصوف او عرفان، فلسفې پېژندنه، د غني په شعر کې د کومو فلسفې افکارو څرکونه شته موضوعاتو نه معلومات ولري. که چېرې په دې هکله پوره معلومات ونه لري نو نه شي کولای چې خپله موضوع په سمه توګه پای ته ورسوي.

د داسې موضوعاتو له ټاکلو ډډه پکار ده چې حد او حدود یې معلوم نه وي. زما مخکې یو کس(د پښتو ژبې نوښتګر لیکوال او شاعران) تر سرلیک لاندې موضوع واخیسته چې یو کال وخت یې درلود، مواد او سرچینې یې نه درلوې او ځېنې نورې ستونزې هم درلودې،که چېرې محقق د موضوع حق ادا کړي نو دغه موضوع په ۲۰۰۰ مخونو کې هم پای ته رسېدای نه شي، ځکه چې د پښتو ژبې هغه لیکوال او شاعران چې د ستاینې وړ دي، سلګونو ته یې تعداد رسېږي، چې د داسې موضوعګانو ټاکل سم کار نه دی.

موضوع باید ډیره عمومي نه وي، لکه د پښتو ژبې شاعران، د پښتو ژبې لیکوالو پېژندنه او داسې نور. داسې موضوعګانو بشپړول له دې سره چې لوی دي، ډېر عام هم دي او د داسې موضوعاتو تکمیلول اسان کار نه دی.

د یو لوی شاعر، لیکوال او پوهاند پېژندنې په هکله هم مناسب تحقیق کېدای نه شي.یوکال مخکې یو محصل مونوګراف اخیستی وه.سرلیک یې(دکونړ شاعران)  وه، کونړ ډېر شاعران لري او په یو مونوګراف کې د محصل لخوا یې لیکل ستونزمن کار دی. دې محصل که د کونړ د ټولو شاعرانو پر ځای(د پوهاند بهاوالدین مجروح لنډه پېژندنه) اخیستی وای، نسبتا پخوانۍ موضوع ته به یې د موضوع حدود ټاکل شوي و.

۵.موضوع ډېره تنګه نه وي. داسې موضوع ونه ټاکل شي چې مواد او سرچینې پکې نه وي.لکه: 

پښتو ژبه کې ساقي نامه.

په لرغونې دورې کې مرثیه. 

د لرغونې دورې ستاینې. او داسې نور….. 

دا هغه موضوعګانې دي چې د مونوګراف لیکلو لپاره سمې موضوعګانې نه دي. اکثره دغه موضوعګانې لنډې او تنګې دي او د مونوګراف د موضوع حدود ټاکلی نه شي.

۶.که محقق داسې موضوع وټاکي چې ټول مواد یې په یو اثر کې پیدا شي نو داسې موضوع غوره کول هم مناسبه نه ده. د څېړنې لپاره ډېرو ماخذونو او موادو ته اړتیا وي، چې د ډېرو لیکوالو نظرونه ولولي او په دې کې ځېنې تایید او ځېنې رد کړي، که چېرې ماخذ یو وي نو اړینه خبره ده چې د یو لیکوال نظرونه او افکار به وي، چې د داسې موضوع ټاکل هم سم کار نه دی.

۷. محقق دې داسې موضوع نه غوره کوي چې د هغه په هکله حقایق برسیره کول ورته د ستونزې لامل وګرځي، که چېرې په داسې کس څېړنه وکړو چې د ویرې او ترس مسله پکې وي او لیکوال پکې فکري، ذهني او نظري ازادي ونه لري نو لیکل یې مناسب عمل نه دی.په داسې موضوعاتو کې یو ډول تحقیق پر ژوندیو کسانو دی. ډاکټر ګیان چند د رشید حسن په حواله د کار خبرې کړي دي چې د موضوع په هکله یې یادونه اړینه ګڼم:(په ژوندیو کسانو څېړنه کول مناسب عمل نه دی، په مړو شاعرانو، لیکوالو او پوهانو که کار کېږي هغه هم باید د یوې وقفې وروسته وي. که یو کس په ډاکټر صاحب حسن کاکړڅېړنه کوي نو ښه به دا وي چې څو کاله وروسته پرې کار پیل کړي.

که محقق ژوندي کس باندې څېړنه ته اراده ولري او دی سیاسي موقف  ولري، که وستایل شي نو سمه ده خو که چېرې غندنه یې شوې وي او یا ځېنې نیمګړتیاوې ښودل شوې وي، امکان لري ځېنو ستونزو سره مخامخ شي نو ځکه له داسې موضوعاتو ډډه پکار ده.) 

انسان د ژوند پر بېلا بېلو پړاوونو کې تغیر او تحول کوي، که چېرې کوم کس په ژوندیو کسانو څېړنې کولو ته تصمیم ونیسي نو اړینه خبره ده چې په دې کس هر وخت یو شان قضاوت کېدای نه شي.

که چېرې یو کس د پوهنتون د کوم استاد په هکله څېړنه پیل کړي او د ده د ژوند ځېنې پټې خواوې او نیمګړتیاوې را ښکاره کړي، که همدا کس استاد ته محتاجه شي نو امکان یې شته چې ستونزې ورته جوړې کړي، په داسې کسانو هم څېړنه کول سم کار نه دی.

که محقق د خوشحال په هزلیاتو او یا د ده په ځېنوهغوکارنامو چې د انساني کړو وړو سره په ټکر کې دي تر بحث لاندې ونیول شي نو په ټولنې کې د عکس العملونو سره مخامخ کېږي. که د فارسی ژبې لیکوال د زاقاني په عریاني، بربنډو او هزلیاتي ویناوو تحقیق ته ملا وتړي نو د فارسی ژبو عوامو له خوا به د عکس العملونو سره مخامخ کېږي چې د داسې موضوعاتو ټاکل هم سم کار نه دی.

۸.ځېنې خلک د چاپلوسې لپاره په ځېنو نا مستحقو کسانو لیکل کوي او د غوړه مالۍ لپاره یې صفتونه کوي چې دا کار هم د تحقیق او څېړنې سره خیانت دی.

پخوا به دربارونو کې تحمیدیه قصیدې ویل کېدې او اکثره دغه شان شعرونه به د چاپلوسۍ په شکل د مال، دولت او ځېنو موقفونو لپاره وه. اوس کله کله ځېنې لیکوال د موقف او ځېنو نورو موخو لپاره سم قضاوت نه کوي.که څېړنه د مصلحت پر اساس وشي نو حق اثبات ته رسېدلای نه شي.

۸.ځېنې موضوعات په ټولنه کې ډېر نوي وي، په داسې موضوعاتو څېړنه کول ستونزې پیدا کوي.لکه:

 پښتو ادب کې هایکو.

 پښتو ادب کې ټکوریزې.

 پښتو ادب کې ټپېزې او داسې نور….

دا موضوعګانې نوې دي، په رسالو کې په دې موضوعګانو ځېنې متفرق مواد پيدا کېږي خو تراوسه یو ځانګړی اثر پکې نشته نو څنګه کولای شو چې په داسې موضوعاتو تېزس او یا ډيزرټيشن ولیکو.

۹.ډېره تکنیکي موضوع غوره کول هم ستونزې پيدا کوي او محقق به د کار په جریان کې پښیمانه وي.که کوم کس(پښتو ادب کې د عروضو تنقیدي جاج) تر سرلیک لاندې موضوع واخلي نو دی مجبور دی چې د ادبپوهنې مطالعه ولري، د عروضو په برخه کې د قافيي علم، بدیعي صنایع، په ادب تاریخ پوهیدل، صرف، نحوه او داسې نورو علومو مطالعه ولري چې داسې کسان به ډېر کم پيدا شي چې د دې ټولو برخو مطالعه ولري.

۱۰.داسې موضوع غوره نه شي چې خاصه مینه او رغبت ورسره ونه لرو. د موضوع غوره کول داسې معنا لري، لکه یو کس چې د ځان لپاره نږدې دوست ټاکي نو دی مجبور دی چې داسې کس غوره کړي چې د زړه مینه ورسره ولري.

۱۱.په داسې موضوع څېړنه کول چې خبره مناظرو، مجادلو او یا بې اتفاقۍ ته ووځي سم کار نه دی. په افغانستان کې مختلف قومونه ژوند کوي، که چېرې محقق په یو قوم څېړنه وکړي او ځېنې پټ او مبهم حقایق برسیره کړي نو اړینه خبره ده چې ستونزې به پيدا کېږي. څو کاله له مخه په علومو اکاډمۍ کې څېړنه شوې وه چې بیا ډېرې ستونزې پیدا کړې.

که چېرې محقق(پښتو ادب کې د نشنلیزم)ترسرلیک لاندې موضوع څېړنې ته غوره کړي نو په ټولنه کې د ځېنو عکس العملونو سره به مخامخ شي. په شرق رادیو تلویزیون کې تر همدې سرلیک لاندې خپرونه مو درلوده، زه پکې میلمه وم، دغه خپرونه د ځېنوعوامو او سیاسیونو خوښه نه شوه، دلیل یې دا وه چې دوی په همدې مرض اخته وه.

په څېړنه کې د داسې موضوعګانو ډډه پکار ده چې ټولنېزې ستونزې پیدا کوي.

۱۲. کېدای شي ځېنې موضوعګانې جذبات پارونکي وي او محقق لپاره ستونزې پیدا کړي او ټولنه کې کشمکشونو زیږنده شي.(۴)

که محقق د مغلو په جنګونو موضوع ته ملا وتړي او دی په قوم مغل وي نو حتمي خبره ده چې د خپل قوم لپاره به په ځېنو داسې مسایلو بحث وکړي چې مشکلات به پیدا کړي. که چېرې کوم محقق د خپل پلار، نږدې دوست او یا استاد په هکله څېړنه وکړي، امکان یې شته چې ځېنې حقایق پټ کړي او کله کله دنننۍ احساساتو پر بنا په ستاینه کې افراط وکړي چې داسې موضوعګانو هم ښې پایلې نه لري او باید غوره نه شي.

۱۳.که د څېړنې لپاره داسې موضوع غوره کړو چې د موضوع په هکله له پښتو ژبې پرته په نورو ژبو کې معلومات وي نو د دې لپاره چې د څېړنې حق سم ادا شي نو باید په هغه بلې ژبې هم پوه شو. (۵)

که محقق د پښتو ژبې تاریخ، د پښتو ژبې اړیکې له سانسګریت او اوستا سره او یا داسې نورې موضوعګانې د تحقیق لپاره غوره کړي نو دی مجبور دی چې له پښتو ژبې پرته په اوستا او سانسګریت هم پوه شي، که دی د پښتو، اوستا او سانسګریت مطالعه ونه لري نو داسې موضوعګانو غوره کول هم سم کار نه دی.

۱۴.که محقق داسې موضوع غوره کړي چې مادي او معنوي امکانات ورسره نه وي نو کولای نه شي چې د موضوع حق دې سم ادا کړي.

معنوي امکانات د علمي صلاحیت سره رابطه لري او مادي امکانات بیا له مادیاتو سره. که چېرې محقق د خوشحال خان کلیاتو د تدوین اراده ولري او دی د تدوین له ټولو لارو چارو بلد وي نو مجبور دی چې هغه ممالکو ته لاړ شي، چېرته چې د خوشحال د کلیاتو قلمي نسخې موجودې دي، چې د تدوین د بنسټونو په نظر کې نیولو سره د کار نسخه د اصل په ډول وټاکي او نور ورسره مقایسه کړي.(اصول تحقیق: بېلا بېل مخونه)

د خوشحال کلیات، افغانستان، پاکستان، هند، لندن برټیش موزیم او داسې نورو ځایونو کې پيدا کېږي، که چېرې محقق هند ته د قلمي نسخې د لاس ته راوړلو مادي توانايي ونه لري نو داسې موضوع دې نه غوره کوي.

که محقق(پښتو ادب کې د هنری جارج راورټي خدمتونه) او یا(پښتو ادب کې د الفنسټن کارنامو) تر سرلیک لاندې موضوعګانې د څېړنې لپاره غوره کړي نو دی مجبور دی چې راورټي او الفنسټن اصلي ځای ته ولاړ شي.

که محقق(د فارسی ژبې د قاموسونو ارزونې) تر سرلیګ لاندې موضوع لیکلو ته تصمیم ولري. معلومه خبره ده چې فارسی د افغانستان، ایران او تاجکستان رسمي ژبه ده او د دې موضوع د سمې لیکنې لپاره که محقق په افغانستان کې وي نو ده ته تاجکستان او ایران ته هم سفر اړین دی او د هغه ځان قاموسونه باید تر لاسه کړي، که محقق ایران ته د تګ مادي امکاناتو توانايي ونه لري نو داسې موضوع دې هم نه غوره کوي.

۱۵.محقق داسې موضوع انتخاب نه کړي چې د فحاشۍ، لوڅو مسایلو او یا جنسي خبرو ته پکې میلان وي.لکه، د فارسی شاعرانو جنسي ژوند، فارسی شاعران او همجنسبازي او داسې نور هغه موضوعګانې دي چې ټولنه بدې لارې ته برابروي.

۱۶.ډېره تکراري موضوع غوره نه شي.که چېرې د محقق له خوا موضوع وټاکل  شي او په انتخاب شوې موضوع ډېر کار شوی وي او د اضافه والي امکان پکې نه وي نو په داسې موضوع تحقیق د علم او ژبې د غنامندۍ سبب ګرځیدای نه شي او انتخاب یې سم کار نه دی.

هره ښه څېړنيزه موضوع په تحقق کې مهمه ده او څېړنه په ښه ډول پیل او پای ته رسېدای شي، نودغه شان خرابه موضوع محقق ته ستونزې پیداکوي او د موضوع په غوره کولو کې باید له علمي دقت او پوهنیز صلاحیت نه کار واخلي.

پایله

د څېړونکي لپاره دا مهمه مسله ده چې ښه موضوع څنګه غوره کړي؟ او د خرابې موضوع نه څنګه ځان وساتي، چې په دې لیکنه کې څېړونکیو ته لارښوونه شوې ده چې کوم ډول موضوع غوره نه کړي.

د پوهنتون استادان، د اکاډمۍ غړي، د پوهنتون محصلان او داسې نور هغه کسان چې علمي او اکاډمیک کارونه کوي باید دا لیکنه ولولي. حقیقت باید ثابت شي خو ځینې داسې موضوعات شته چې په ټولنه کې ستونزې پیدا کوي او یا د ټولنې د پرمختګ سره په ټکر کې وي نو د داسې موضوعاتو څېړلو باید ډډه وشي، همدارنګه ځینې نور هغه موارد هم ښودل شوي دي چې د څېړونکي لپاره ناسم موضوعات دي. 

ماخذونه

۱.دوکتور ګیان چند: تحقیق کا فن، یونورسټي بوک ایجنسي، پېښور، ۳۳۳ مخ.

۲.پروفیسرعبدالحمید خان عباسی:اصول تحقیق(دویم چاپ)  نیشنل بوک فاونډيشن، اسلام اباد، ۲۰۱۵ م کال، ۹۹ مخ.

۳.پوهنیار سیداصغر هاشمي: د څېړنې بنسټونه (دویم چاپ)،  هاشمي خپرندویه ټولنه، جلال اباد،۱۳۹۵ ل کال، ۱۵۲مخ.

۴.پوهنیار سیداصغر هاشمي: د تحقیق اصول، هاشمي خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۵ ل کال، ۱۲۷ مخ.

۵.دوکتور فخرالدین قانت: د علمي څېړنو او پلټنوتګ لاره، پيښور، ۱۳۸۵ ل کال، ۳۱ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب