چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeکالمونهد شانګهای سازمان لنډه پېژندنه او افغانستان ته یې اهمیت

د شانګهای سازمان لنډه پېژندنه او افغانستان ته یې اهمیت

پوهاند محمد بشیر دویال

(د شانګهای د سیمه ییز سازمان د اتلسمې کلنۍ غونډې په مناسبت

د ( Shanghai Cooperation Organization ) سازمان په ۲۰۰۱م. کال کې دچين، روسيې، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان هيوادونو له خوا دګډو امنيتي، اقتصادي او فرهنګي همکاريو په موخه د چين د شانګهای  په ښار کی جوړ شوی دی. دا د Euro Asia د منطقې يو ښه متمرکز او د اهدافو له پلوه سره پېيلی سازمان بلل کيږي. نوښتګر يی د چين هيواد دی ، د پورته ذکر شويو هيوادو ترڅنګ افغانستان، هند، منګوليا او پاکستان يی هم ځینی  غړی او ځینی یې ناظر غړی دی او بيلاروس، ترکيه او سريلانکا يی په ديالوګ او خبرو اترو کی برخه اخلی. بشریت ته دا تجربه ثابته شوه چې د مخامختیا او تقابل پرځای همکاری او وصل ډیر ګټور تمامیږی. 

منطقوی سازمانونه له اقتصادی انضمام سره توپیر لری، مثلاً:  سيمه ايزه همکاري او سيمه ايز اقتصادي انضمام يو شان نه دي آن داچې ددې دواړو تر منځ ډير لږ اړيکه ليدل کيږي کيدای شي ځيني هيوادونه پخپل منځ کې دګڼ شمير مسايلو په برخه کې دهمکارۍ لپاره هوکړې ته رسيدلي وي خوپرته له دې چې يو بل ته دسوداګريزو امتيازاتو په اړه قايل شي. په منطقوی سازمان کې یو ډول (Functional/ sectorial cooperation) همکاری موجوده وی،  حال دا چې په اقتصادی انضمام کې ټوله توجه په بازار او تجارت باندی متمرکزه وی؛ یعنی یو( Market/Trade integration) شکل لري. د همدې تجربی  له مخې اوس په نړۍ زیات شمیر  منطقوی سازمانونه لکه EUECOWAS, CAP, Cooperation Council, CACM,ASEAN, Gulfاو نور جوړ شوی دی. په دې وروستیو کې په ځانګړي ډول په آسیا کې، او خاصتاً زموږ لپاره د پاملرنې وړ یې SAARC,ECO,SCO,  سازمانونه دي. دغه سازمانونه هم زموږ لپاره او هم افغانستان ددوی لپاره اړ او ګټور دی. په تیره بیا دغه ډول سازمانونه او  په هغو کې غړیتوب زموږ لپاره له اقتصادی پلوه ډیر اهمیت لری. البته یو شمیر یی د اقتصادی مقاصدو ترڅنګ امنیتی او نظامی اهداف هم لری، مثلاً د سارک د سازمان کلتوری اړخ ډیر جوت دی، خو ایکو تجارت ته  ډیر ارزښت ورکوی، شانګهای بیا امنیتی مسایل هم خپله اجندا کی شامل کړي دي، خو موږ ته مهم یی اقتصادی اهداف دی. په تیره بیا د وريښمو د لاری بيا جوړيدل له چين څخه تر پاريس پوری او له ولادی واستوک څخه ترلزبن پوری  يي د ګړندی ريل ګاډی په واسطه تجارت د شانګهای يوه موخه ده. دا سازمان سیاسی موخې هم لری، البته کلتوری تعلقات یې هم بحثونو کی شامل دی، په دې توګه شانګهای یو سياسی، اقتصادی، اوټولنيز سازمان دی. دغه سازمان په واقعيت کې د (شانګهای پينځه ډلې) يو پرمختللی جوړښت دی، چې په ۱۹۹۶م .کال کې دچين، روسيې، قزاقستان، قرغيزستان او تاجکستان ترمنځ دخپل منځنې باور د پياوړتيا په موخه ديوه  تړون له مخې جوړ شوې و. نوموړو هيوادونو په ۱۹۹۷م. کال کې په مسکو کې بله غونډه جوړه کړ چې په ترڅ کې يې په سرحدي پولو کې دپوځيانو دکمولو په هدف يو موافقه ليک لاسليک کړ. او په ۲۰۰۱م .کال کې له دې تړون سره د ازبکستان په يوځای کيدو سره دشانګهای دهمکارۍ سازمان په نوم ونومول شو. چين، روسيه، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، او قرغيزستان د شانګهای تړون اصلي بنسټ ايښودونکي غړي دي او هند، ايران، پاکستان اومنګوليا  لا تراوسه څارونکی غړيتوب لري. افغانستان په ۲۰۱۲م. کال کې د شانګهای څارونکی غړی شو، چې دغړيتوب له ورکړې وروسته د چين دبهرنيو چارو وزارت وويل چې دافغانستان امنيت او ثبات دسيمې لپاره ډير مهم دی او هيله ده چې افغانستان به دناظر غړيتوب په ترلاسه کولو سره په سيمه کې دامنيت او ثبات لپاره خپلې هلې ځلي چټکي کړي( په هغه مهال افغانستان دبهرنيومداخلو او نيابتی جګړی له امله یو بی امنه هيواد و). وروسته بیا د افغانستان دریځ پکې اوچت او لا مهم شو، اوس چې د سولې د ټینګښت امکان ډیر زیات شوی دی دغه سازمان افغانستان ته دغړی په توګه په نوی نظر ګوری. 

په منطقوی سازمانو، قاره یی سازمانو او آن لویو نړیوالو سازمانو (مثلاًد م.م. سازمان) کې د غړیتوب ګټې زیاتی دی،  خودا د مربوطه غړی هیواد په قوت، قوی پالیسی او ملی او بین المللی دریځ پورې هم اړه لری. په غونډو او بحثونو کی فعاله برخه لرل، ښه دیالوګ، لابیګری، او تفاهم، مناسب موقف کی دریدل د یو هیواد ګټې خوندي کوي.  

جغرافیایی موقعیت هم د هیوادونو دریځ باندې اغیزه لري. اوس  د سیمې هیوادونه دې پایلې ته رسیدلی دی چی افغانستان د آسیا په دغه سیمه کی  ستراتیژیک ارزښت لری. افغانستان د جنوبی او مرکزی آسیا د وصل نقطه ګرځیدای شی، چې د ټولو په ګټه ده.  د آسیا زړه او د ریکا (۱-۸) په پرله پسې غونډو کی دا مسایل تر بحث لاندې راغلل او په ګډ توافق ومنل شول.

دلته به ولیدل شی چې افغانستان د شانګهای د اهدافو سره څومره همغږی دی او ګټې یې پکی دی، خومخکې تر هغه به  ددغه سازمان په تشکیلاتو رڼا واچوو:

دغه سازمان دوه ګونې جوړښت لري، چې لومړی يې دسازمان دغونډو ميکانيزم دی او بل يې دايمي څانګې چې په لاندې ډول دي:

۱. دحکومتونو دمشرانو شورا (لومړي وزيران)

۲. دبهرنيو چارو وزيرانو شورا،

۳. د ملي اژانسونو دمشرانو غونډه (تراوسه دشانهګای سازمان ددفاع، اقتصاد، سوداګرۍ، ترانسپورت اوفرهنګ وزيرانو او دامنيتي چاروا کو، لکه: کورنيو چارو وزيرانو، لوی څارنوالان او دغړو هيوادونو مرستندويه سازمانونو مشرانو غونډې ترسره شوې دي).

۴. ملي همغږې کوونکې شورا،

۵. سکرتريت،

۶. دترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې سيمه ييز مرکزجوړول

د شانګهای د سازمان تشکیلاتی جوړښت

د شانګهای سازمان موخې:

۱. په سياسي ، اقتصادي، سوداګريزو او پوځي چارو کې دهمکارۍ پياوړتيا؛

۲. دغير قانوني کړنو، تروريزم، بيلتونپالنې او دغير قانوني کډوالۍ پروړاندې ګډه مبارزه؛ 

۳. دهيوادونو واکمنۍ ته درناوی؛

۴. دبالسټيک ضد توغنديو تړون ته درناوی؛

۵. دسيمې امنيت  ساتنه؛

چين اوروسيه د دغه تړون مهم او قوي غړي دي او داسې بريښي چې دوی په نړۍ کې دامريکا دنفوذ او دځمکې  په ټول غونډاری يې حاکم کيدوسره ډير موافق نه دي. دشانګهای دسازمان سياسي دريځونه، لکه: په ۲۰۰۵م کال کې ديوه ټاکلي مهالويش له مخې د شانګهای له غړو هيوادونو څخه دامريکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه او دترهکرۍ ضد ګډ پوځي تمرينات، سبب شوي، چې دغه سازمان  ته دنظامی اهدافو لرونکی سازمان په توګه هم وکتل شی.

له اقتصادی پلوه منطقویتوب او په کوچنۍ، متوسطه او لویه کچه د اقتصادی منطقو جوړول یو ضرورت دی. د اقتصادی منطقو جوړول او په هغو کې ګډون  تر سیاسی روابطو هم مهم او په زړه بورې دی. په دې ډول روابطو سره اقتصادی وضعیت ښه کیږی، د سیمې د اوسیدونکو د ژوند ستندرد او چتیږی او اقتصادی سرچینی  ډیرې ښې تخصیص کیږی. مارکیټونه سره نږدې کیږی او د ترانسپورت لګښتونه کمیږی، په دې توګه یوبل څخه جلا کوچنی اقتصادونه یو بل سره متحد کیږی. د سیمې دننه له فزیکی او انسانی پانګو څخه ښه استفاده کیږی، نوي صنایع ایجادیږی او د بهرنیو پانګو د جذب لپاره هم یوه  ښه لاره ده. افغانان هیله لری چې د شانګهای اتلسمه کلنۍ غونډه چې په ازبکستان کې جوړیږی، په بریالیتوب او د غوره پایلو به لرلو سره پای ته ورسیږی. افغانستان چې د سمیې لپاره ستراتیژیک جیوپولیتیک او جیواکونومیک ارزښت او دمنابعو او اقتصادی ریزرفونو له پلوه قوی پوتانسیل لری،  باید له دغو چانسونو غوره استفاده وکړی. ازبکستان د افغانستان دوست هیواد دی، چې د تاریخ په اوږدو کې د دغو دوو دوستو هیوادو تر منځ هیڅ ډول کړکیچ ندی واقع شوی. شمال ګاونډي د افغانستان لپاره تر تولو ډاډمن او مطمئن ګاونډیان وو او وروسته تر دې هم دی.

پیاوړې دې وي د دوستو ګاونډیو ترمنځ دوستانه روابط

ژوندۍ اوتلپاتې دې وی ډاډمنه سوله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب