ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د قطغن د پخواني اجتماعي ژوند په اړه ځينې یادښتونه ولیکل. هغه مرحوم د دغو یادښتونو د لیکلو په وخت اتیا کلن و او دا یې د ژوند وروستی نثري اثر دی چې په تاند کې برخه برخه خپریږي. څرنګه چې متن شپاړلس کاله پخوا لیکل شوی دی نو که لیکوال مثلا دوه اویا کاله پخوا یادوي، منظور ورنه اوس طبعا اته اتیا کاله پخوا زمانه ده.
د عبدالرحمن خان تر پاچهي پخوا مرکزي دولت دومره کمزوری شوی و چې په هرو څو کیلومترو کې به د مرحوم ملا عبدالرحمن په قول، یو مستقل بډنګان پاچا یا میر خپله نغاره ډنګوله.امیر عبدالرحمن خان تر سلطنت پخوا هم د شمال ډېر میران وځبل خو چې کله پاچا شو، اکثره میران یې کابل ته وروغوښتل، په کابل او شاوخوا کې یې څه سرکاري مځکې ورکړې، دلته یې ځای په ځای کړل چې نور په شمال کې د استقلال نغارې ونه غږوي، چنانچه تر اوسه پورې ځینې سیمې د هغوی په نومونو یادېږي لکه د کابل په شمال کې قلعه مراد بېګ، په اوسنۍ خوشحال مېنه کې قلعه فاضل بېګ… کوم میران چې ممکن د دولت په خلاف به یې څه اقدام نه کاوه، په خپلو خپلو سیمو کې پاته شوي وو،عملا یې کوم رسمي حیثیت نه درلود خو شخصي جایداد او د میري نوم یې ساتلی و. د هغوی زامن او لسمي تر اوسه هم د میرانو په نامه یادېږي چې په دغو کې تر څلوېښت، پنځوس کاله پخوا پورې یو د اشکمش میر فضل احمد خان و او بل یې د بنګي او عنبر کوه میر مقیم خان و چې ما دواړه لیدلي وو.
میر افضل خان مې له نژدې لیدلی دی. یو دروند، په خبره پوه، باسواده او شریف مشر و. یو دوه دورې یې په ولسي جرګه کې د خپلو خلکو نماینده ګي هم کړې وه،خو خلکو وکیل صاحب نه باله، میر صاحب یې ورته ویل. د لومړي ځل لپاره مې میر صاحب په چاردره کې زموږ په خپل کور کې ولید چې کیسه یې داسې وه:
کال لکه چې ۱۳۲۳ و چې موږ له کندزه چاردرې ته کډه شو. په چاردره کې مې پلار یو دوه کاله اګاهو یو کور جوړ کړی و خو د مېلمنو په سرای کې مو لا مېلمستون نه درلود. اوړی لا غم نه و، مېلمانه به مو تر څپر لاندې عذر کول، د ژمي لپاره مو یو، دوه وړې خونې د فوري ضرورت لپاره جوړې کړې. چې ژمی شو، په هغو خونو کې مو مېلمنو ته هرکلی وایه.
زموږ د کور په خوا کې د چوراقانو کلی و. (چوراق د اوزبکانو یوه طایفه ده.په چاردره کې پنځوس کوره پخواني چوراق ول او تقریبا سل کوره به مهاجر چوراق اوسېدل چې له کولابه راغلي وو. د مهاجرو چوراقو تخمینا څلوېښت کوره له موږ سره پراته ول.)
یو وخت د قوشتېپې ترکمنو د چاردرې د درستو کلیو سپین ږیري وبلل او د دود له مخې یې ورته وویل: موږ یو طوی لرو، غواړو چې د درې ورځو لپاره د بزکشي مصارف په غاړه واخلو، خو دې مېلې ته د کندز د نورو سیمو او د بغلان او تخار د آسونو خاوندان، مشران، چاپ اندازان او د بزکشي علاقمندان راغواړو، که تاسو مېلمانه قبلوئ، موږ به اقدام وکړو.
درستو مشرانو ورسره ومنله. هغه و چې مېلمانه سره ووېشل شول. هر کلي ته د یو ځای مېلمانه د دوی د خوښې مطابق تعین شول.زموږ د کلي چوراقانو د اشکمش میر صاحب له خپلې ډلې سره ومانه.
له دې جرګې څو ورځې تېرې شوې. یو مازدیګر د سپرو غوټه راښکاره شوه چې کتل مو د چوراقو کلي ته راوګرځېدل.تخمینا پنځوس سپاره ول چې په کلي کې کوز شول. د چوراقو کلیوالو یو، دوه خونې ورته وزګارې کړې او درې، څلور د لوخو او کانو کپې ورته درولې وې، مېلمانه یې هلته کښېنول.
زه به هغه وخت ممکن شپاړلس کلن وم. چې د میر صاحب حیثیت ته مې وکتل او د خپلو کلیوالو بدې ورځې ته، حیران شوم چې دا به څه سره کوي؟
ورغلم پلار ته مې د سترګو لیدلی حال ووایه. پلار مې د چوراقو د کلي یو مشر ارباب سمند راوغوښت، له هغه یې د مشکل پوښتنه وکړه. ارباب سمند وویل، نور مشکل نه لرو، میر صاحب یو قومي سړی دی، نه ښه خواړه غواړي،نه ښکلی ځای خو یو په دې ورته وارخطا یو چې له لوګي سره به ډېر په عذاب شي، ځکه چې که اور نه ورته بلوو، یخني ده، که په خونه کې اور بلوو، له دود سره به یې څه کوي؟
پلار مې ورته وویل، نور مېلمانه پوه شئ او تاسو، میر صاحب له پنځو، شپږو مشرانو سره راولئ، دلته به یې موږ وپالو.
ارباب سمند وویل: که تاسو څوک راواستوئ او در ویې غواړئ بهتره به وي. پلار مې زه ورسره واستولم. چې ورغلم، میر صاحب د لوګي له لاسه پړمخې پروت و، سترګې یې نه روڼېدې.میر صاحب ته مې د خپل پلار پیغام واوراوه او دا مې هم ورته وویل چې موږ نوي دلته راغلي یو، چندان مناسب ځای نلرو،خو دومره به ښه وي چې له لوګي به په ارام یاست.
میر صاحب وویل، مېلمه د کوربه په واک کې وي.
ما ورته وویل: په یوه حساب موږ هم ستاسې کوربانه یو ځکه چې موږ او دوی سره کلیوال بلل کېږو، بل کلي ته مو نه بیایو.
میرصاحب ارباب سمند او قادرقل ته چې د کلي مشران وو، وکتل. ارباب سمند وویل: موږ د دوی په مځکه کلی جوړ کړی دی. موږ او دوی واقعا سره کلیوال یو. زموږ مقصد ستاسې ارامي ده، که هلته لاړ شئ له دې تکلیفه به ووځئ.
میرصاحب او پنځه شپږ تنه یې راپاڅېدل، زموږ مېلمستون ته سره لاړو.
موږ په چاردره کې د ژمي لپاره هم دننه د کور خونې، هم دغه د مېلمنو دوه کوټې له دهلېز سره تابه خانه کړې وې. په تابه خانه یا تاو خانه کې هوا څلرویشت ساعته ګرمه وي.
میر صاحب چې میهمانخانې ته ننوت، د خونې هوا ملایمه او مځکه یې توده وه. شاوخوا یې وکتل چې نه نغری شته، نه بخارۍ. له پلار سره مې په خبرو شو. یو وخت یې تر توشک لاندې لاس تېر کړ.لاس یې ډېره تودوخه احساس کړه. پلار مې ورته متوجه و، ورته ویې ویل: میرصاحب موږ په چاردره کې هم د غزني په دود تاو خانې جوړې کړې دي. یو مازدیګر بل مازدیګر تر تاوخانې لاندې اور بلوو. د اور تاو څلرویشت ساعته دهلېز او دا دوې خونې تودې ساتلی شي.
له میر صاحب سره کابو پنځوس سپاره راغلي وو. په دغو سپرو کې صرف یو چاپ انداز او د میر صاحب دوه آسونه د بزکشۍ آسونه وو، نورهسې ټټوان وو. میر صاحب د ښکار ډېر شوقي و. یو ښکاري باز او یو تازي سپی یې دلته هم رارسولي وو. میر صاحب لږ و ډېر له جهانه خبر او باسواده سړی و. صحبت یې خوږ او خبرې یې پر ځای وې.
میر صاحب د دویم ځل لپاره د چوراقو په بر کلي کې چې د وطني یا پخوانیو چوراقو کلی دی، بیا د یوه طوی بزکشي ته رابلل شوی و. هلته مې یو دوه ځلې د بزکشي په ډګر ولید.
له میر مقیم خان سره مو نه پېژندل خو یوه دوه ځله مې هغه په دا شان طویونو کې لیدلی دی. خلکو به له هغه څخه هم ښه خوله وهله، خصوصا د ده ځوانمردي او مېلمه پالنه یې ډېره ستایله. دا و د قطغن هغه میران چې ما لیدلي دي، ښایي نور به هم وو چې ما نه پېژندل.
فرغانه چیان په کندز کې
د بخارا له سقوط سره ډلې ډلې خلک له منځۍ اسیا افغانستان ته راپورې وتل، چې دلته په ابتدا کې مامورینو ځورول خو کله چې شېرخان بابا ته د قطغن او بدخشان حکومت وسپارل شو، د دغو مهاجرو ځورول پای ته ورسېدل. دا خواران د شوروي اتحاد حزبي دیکتاتوري دې ته اړ کړي وو چې د پلار نیکه وطن، خپل یاران دوستان او عزیزان، خپل کورونه، جایدادونه او خپل هر څه شا ته پرېږدي، ښځې،لوڼه او زامن په یو یو جوړ جامو کې تر ګوتو ونیسي او تر څپاند آمو په توره تروږمۍ کې راپورې وځي، دا خوا نامعلوم سرنوشت ته په نااشنا وطن کې ځانونه وسپاري. چې کله به یې دلته انساني رویه او اسلامي خواخوږي ولیدله، شکرونه به یې ایستل، هر کار او خدمت ته یې غاړه ږدوله. د دوی ځینې ماشومان چې د هجرت په لومړیو کلونو کې زېږېدلي ول، په هغو یې د افغان بای او افغان بېګ نومونه کېښودل. ما پخپله په چاردره کې په لسګونو هلکان او زلمیان لیدلي دي چې په دغو نومونو نومول شوي وو.
په دغو مهاجرو اوزبیکانو کې د مختلفو سیمو خلک راغلي وو، البته ډېری یې د آمو د غاړې خلک ول چې په وطن کې یې بزګري، چوپاني او نوره غریبي کوله، هغه کارونه دلته هم وررسېدل؛ هلته یې هم کلیوالي ژوند وو، دلته یې هم کلیوالي ژوند ځان ته غوره کړ، زیست ژواک یې چندان تغییر نه و کړی، ځکه چې هلته هم له مدني ژوند سره نااشنا ول، دلته هم هغه اطرافي ژوند ورته میسر و. په دوی کې صرف د هغو خلکو حسرت ډېر و چې ملک پټی ترې پاته شوی و. نورو یې ژر خپل وطن هېر کړ.
نور اوزبیکان چې له تاشکند،سمرقند او بخارا څخه راغلي وو، هغوی د کندز په نوي ښار او خان اباد کې واړول. په خان اباد کې یې یوه محله اباده کړه چې هغې ته تر اوسه بندر بخاري یا محله بخاري وایي. په کندز کې یې هم یو ځای مځکې لاس ته کړې چې د فرغانه چیانو محله ورته وایي چې وروسته یې یوه برخه کاساني او بله خیابان بلله. په دې محله کې یوازې د فرغانې خلک نه اوسېدل، د تاشکند، سمرقند او نورو ښارونو خلکو هم کورونه اباد کړل خو د اکثریت په اعتبار په فرغانه چیانو مشهور شول. دوی اکثره لوستي ول، په دیني مدرسو کې یې لږ، ډېر لوست کړی و او د قرآن شریف قاریان پکې ډېر ول. له دې امله د کندز د نوي ښار د اکثرو جوماتونو امامت دوی ته ورسېد. نورو یې چا دوکانداري کوله، چا د بیاتي او چړې له برکته خپله ډوډۍ خوړله یعنې سلمانیان شول، چا د بنايي کسب ته لاس واچاوه، چا حلبي سازي کوله، چا موزې او بوټونه ګنډل. نجاران یې د کراچیو په جوړولو کې ښه ماهر ول او قاریان یې په قرآت کې ښه قاریان. لنډه یې دا چې کسب ګر خلک ول او په ښاري زیست ژواک ښه پوهېدل. د ورېښمو د چینجیو روزنه او پالنه هم دوی کوله. تر دوی له مخه څوک په دې فن نه پوهېدل. د ورېښمینو الچو اوبدل او د ورېښمینو او نخي چپنو او جېلکو ګنډل هم د دوی کار و. دغه راز څلور ترکه خولۍ دوی رغولې. په لنډ وخت کې د دوی ژوند ښه شو. په خپلو محلو کې یې ښکلي جوماتونه او قاري خانې جوړې کړې. په تجارت او دوکاندارۍ کې یې د هندوانو په اندازه حوصله او مردم داري نه درلوده.
د کندز فرغانه چیانو اکثرو یو جریب یا نیم جریب کور درلود چې په هغه کې به یې راز راز سبزیجات او ګلونه کرل. په سبزیجاتو کې یې رومي بانجان، پیاز، کچالو،پالک،سرې او سپینې مولۍ، ګاځرې او یو څه بل څه کرل. له ګلونو یې د ببري ګل، لمرمخي ګلان او د پېروتي ګلان ډېرخوښېدل. په دغو سبزیجاتو یې د کورونو ښه ګوزاره کېده.هم یې خپله خوړل، هم یې پلورل او ګلونو یې کورونه ښکلي کول.
دوی ډېر مرتب خلک ول. د کار جامې، د کور جامې، د بازار جامې یې بېلې، بېلې وې. د کار لپاره یې کمیسونه لنډ وو چې غاړې به یې خلاصې وې، ګروې یې نه لرلې. یوه جګه پنبه اي خولۍ یې په سر ږدوله چې مخته او شاته یې د لمر مخنیوی کاوه، یعنې دواړو خواوو ته یې پیک درلود. مازدیګر چې به له دوکانه راغلل، د کار جامه به یې واغوستله، د کور د کروندې په خدمت به لګیا شول، کله اوبه ورکړې، کله په خویشاوه بوخت، کله د رسېدلي فصل په رېبلو او شکولو مشغول، کله بیا د بل فصل په کار لګیا. چې له دې کاره به وزګاره شول، د کور جامې به یې واغوستلې. چې بازار ته به تلل یا به چېرته کومې مېلمستیا یا له چا سره د غم یا ښادۍ پالنې ته تلل، بیا به یې ښې جامې اغوستلې. د دوی ښې جامې به اتو کړې په خونه کې ورته ځړېدې. کمیس او پرتوګ یې سپین او واسکټونه اکثر توربخون وو. دغه راز یوه د سپین ملل یا سپینې ډاکې وړه،ښویه، ګرده بګړۍ به یې وه چې تیاره، تړلې به ورته ځړېدله. زلمو یې کورتۍ هم اغوستلې خو مشرانو یې په اوړي نخي یا نیم ورېښمینې جېلکې، په ژمي پنبه دارې، ګرمې چپنې اغوستلې. دوی په اوړي اکثر د تورې څرمنې سلیپر بوټونه او د ژمي په مخه روسۍ کلوشې په پښو کولې،البته په دې تفاوت چې د زلمو کلوشې به له عادي جرابو سره وې او د سپین ږیرو له چرمي مسحیو سره. مسحۍ دوه ډوله وې: یو ډول لنډې،بل ډول اوږدې. لنډې د ساقدارو بوټونو په شان وې، خو پوندې او تلي یې د نرۍ څرمنې وو. اوږدې مسحۍ لکه موزې تر ځنګنو پورې رسېدلې. د هغو هم بې پوندو، نری تلی و. په جامو باندې په یوه ګلداره دسمال د ملا تړل د دوی عام دستور و. چا به صرف په کمیس برسېره یو ځل ملا تړله، چا به د ژمي په مخه په چپنې برسېره هم ملا تړل لازم بلل.
دا خلک په کندز کې درې، څلور سوه کوره ځای په ځای شوي وو.هر کار او کسب یې کاوه. اکثره یې باسواده او په خبره پوه خلک وو خو ما په دوی کې موسیقدان، شاعر او لیکوال ونه لید. مګر په وروستیو کلونو کې مې د دوی یو ځوان وپېژاند چې په دري او اوزبیکي یې شاعري او لیکوالی کوله. ده اوچقون تخلص کاوه، په افغانستان کې لوی شوی و. اوچقون په اوزبیکي ژبه د اوربڅرکي ته وایي.دی بیا وروسته (د روسانو له حملې وروسته) عربستان او ترکیې ته لاړ.
فرغانه چیان، تاشکندیان، سمرقندیان، بخارایان او نور په ښارونو کې لوی شوي مهاجر مهذب او مدني خلک وو. د دوی او نورو اوزبیکانو په ژوند ژواک، دود دستور او ناسته پاسته کې څرګند توپیر وو. دوی د نظافت ډېر مراعات کاوه. کورونه یې که څه ساده او مختصر جوړکړي وو،لېکن ډېر پاک او سوتره به یې ساتل.دغسې یې جامې، فرش، ظرف هم همېشه ستره ول. خوراک او د خوړلو آداب یې له نورو اوزبیکانو سره نه مقایسه کېدل.دوی به تر وسه وسه د سهار له چایو سره پېروی، د ګاځرو، مڼو، مربا یا نشالا( چې یو وړ خواړه وو او دوی به جوړول) خوړل. د هر فرغانه چي په ملا پورې به یوه چاړه تړلې وه. له چاړې یې په شخړو کې استفاده نه کوله،بلکې په دې چاړې به یې د دسترخوان په سر ډوډۍ ټوک، ټوک کوله او د غوري له سره به یې غوښه په خپله چاړه په وړو، وړو ټوټو سره جلا کوله او بېرته به یې د غوري د پاسه ږدوله. د عادي اوزبیکانو ښه خواړه تېل پلو، ښوروا، د غوښې قورمه، د کچالو قورمه یا د کدو ښوروا وه خو د دوی پلاو،ښوروا، قورمه، آش بریده، منتو، برنج آبه، شیربرنج او ځينې سابه وو.
دوی ډېر اقتصادي خلک ول.ښځې یې علاوه د کور په چارو د ګټې وټې په چارو هم مصروفېدلې، مثلا د الچو په اوبدلو، د ورېښمو د چینجیو په روزلو، د چپنو په ګنډلو، د فروش لپاره هم د منتو په پخولو، د شیرمال (د تناره یو ډول ډوډۍ) په پخولو اوداسې نورو کارونو به لګیا وې. نارینه یې هرکاره خلک ول.داسې سړی په ندرت پکې پیدا کېده چې دوه، یا درې کسبه یې نه وي زده. په کندز کې د صابون جوړولو وړې، وړې دستګاوې هم دوی جوړې کړې وې. د نهرونو په غاړو یې هسکې مځکې د ارهټ په ذریعه تر اوبو لاندې راوستلې وې. د دوی ارهټ د اوښ یا آس په ذریعه له کویانو اوبه نه راخېژولې بلکې یو لوی څرخ به یې، چې ډولې (منګوټي) ورپورې تړل شوې وې،په نهر کې درولی و چې د څرخ پرې به د اوبو رفتار په حرکت راوستلې او دغه حرکت به لوی څرخ روان کړ. ډولچې به داسې یو په بل پسې عیار شوې وې چې څرخ به هره ډکه شوې ډوله د اوښتلو په وخت په یوه معین ځای کې تشوله. په نتیجه کې به درې څلور اینچه اوبه کرلې کروندې ته روانې شوې. دا کار له پېړیو، پېړیو دوی ته پاته شوی و؛ عبدالقادر بېدل هم په یوه بیت کې دې خبرې ته اشاره کړې ده:
همچو کاسه دولاب هر چه زېر ګردون است
با بلندی آهنګ است، یا تنزلی دارد
کله چې په افغانستان کې کمونیستي کودتا وشوه او بیا ورپسې روسان راغلل، ګڼ فرغانه چیان مجبور شول چې کورونه، دوکانونه، جایدادونه په اور، په اوبو واړوي او ځانونه بیا بې وطنه کړي. درستو سعودي عربستان ته مخه کړه. اوس یې ډېره برخه په مدینه منوره کې اوسي. د یو، دوو تنو له قوله چې د څو ورځو په مخه راغلي وو، هلته یې چندان زړونه نه لګېږي خو له مجبوریته پراته دي. هلته چې څو یوه عرب ته مفته ګټه ورنه کړي دوکانداري نه شي کولای،ځکه غیرعرب سړی د دوکان پرانیستلو حق نلري، دوی مجبور دي چې دوکان د عرب په نامه جوړ کړي او ځان د هغه مزدور معرفي کړي او د دې کار په بدل کې د ګټې یوه کافي برخه هغه ته ورکړي. ماشومان یې په نورو ښوونځیو کې د زده کړې حق نلري، صرف د قرآن شریف د حفظولو او دیني علومو د زده کړو اجازه لري. تر اوسه چې شاوخوا دېرش کاله هلته اوسېدلي دي، د دایمي اقامې سند نلري، کال په کال وېزه یا د اقامې حق په ډېر مصرف لاس ته ورځي. د تابعیت تذکره خو بېخي ناممکنه ده او دغسې نور مشکلات یې راته شمېرل. ویل یې موږ ډېر اسلامي ملکونه ولیدل، د افغانانو غوندې فراخ دلي مو په بل ځای کې نه ده لیدلې، د افغانانو که ښه حال و، که بد،زموږ او د دوی د اصلي اوسېدونکو په منځ کې د مدني حقونو څه فرق نه وو.