میلان ته چې څرنګه روغتون د پلار د مرګ خبر ورکړ دا یې هم ورته وویل چې له پلاره یې د کور کليانې ورکې شوې دي. ده د ښاروالي د هدیرې له څانګې سره خبرې وکړې، د پلار د جسد د سوځیدو وخت یې واخیست، بیا د پلار کور ته ورغی، کولپ یې مات کړ.
د ناستې د خونې هوا دپه وه. څراغ یې ولګاوه. د چت له څلورو څراغونو یو روښانه شو، نور سوځیدلي و. د پخلنځي ور یې پرانیست. د وروستې غوښې بوی ته. پوزې ته یې لاس ونیو، دستي یې ور پورې کړ. د تلویزیون ترڅنګ یې د میز پر سر کتابچې ته ورپام شول، د کوچ پر سر پر غونډې پرتې کمپلې کښیناست، کتابچه یې پرانیسته، په لومړي مخ کې یې لیکلي و:« ایوا! ستا تر مرګ وروسته پوه شوم چې ژوند اسانه نه دی. کله چې ژوندۍ وې نصیحتونو دې اورراباندې بلاوه. که نن ښه وم هدیرې ته درځم د سپینو ګلانو ګیډۍ به دې پر ګور کیږدم، څو شیرچایي ګلان به هم درته واخلم».
میلان ګوته په لاړو لمده کړه، بله پاڼه یې واړوله:« لکه چې نه ښه کیږم که مړ شوم زما مړی د ایوا غوندې خاورو ته مه سپارئ، ویې سوځوئ» د همدې پاڼې په پای کې یې لیکلي و:« مه مې ایرې کوئ خاورې مې باید پاتې شي».
میلان پر خپل نوم سترګې ولګیدې، رانیغ شو، پلار یې لیکلي و:« کاشکي نن میلان راشي ورته وبه وایم چې دردونو ډير په عذاب کړی یم. که یې خبر کړم څه ګټه به وکړي؟ دی ولې خپه کړم؟ دی ما خپه کوي چې حال نه اخلي نو زه ولې دا کیسه ورته ونه کړم؟…….تیاره شوه، رانغی سبا دوشنبې ده کار ته به ځي».
ده د څټ ویښته پر رغوي وموښل. د کتابچې پاڼې یې یو په بل پسې تیرې کړې. یوه نیمګړې جمله یې هم پلار لیکلې وه:« له مرګه وروسته …» د قلم رنګ خلاص شوی و. څو مخه یې سپین پرې ایښي و، په یوه صفحه کې یې مثلث رسم کړی و، بله پاڼه تشه وه، په بلې کې مربع او څو موازي کرښې وې، یو ځای یې اوږد مستطیل ایستلی و، لکه تابوت. ورپسې یې په بله پاڼه کې درې ونې رسم کړې وې بیرته یې کرښې پرې ایستلې وې لکه د ونو څانګې چې په لړه کې پټې شوې وي.
میلان کړکۍ ته ودرید، د کمیس پر لستوڼي یې خپلې اوښکي پاکې کړې. د سپینې جالۍ پرده یې پورته ونیوله، بهر تیاره وه. ښاروالي ته یې زنګ وواهه، په غریو نیولي غږ یې ورته وویل:
« د پلار جسد نه سوځوم ستاسو په هدیره کې زما د مور قبر ته نژدې د ګور ځای د خرڅلاو لپاره شته چې پلار مې هلته خښ کړئ»
د کتابچې پاڼې یې بیا واړولې، لیکنې یې له سترګو تیرې کړې، په هغه مخ کې چې پلار یې په سر کې لیکلي و، مړی مې وسوځوئ بیا یې په اخره کې لیکلي و، خاورې مې پریږدئ ګوته ننویسته، کتابچه یې له ټټر سره ونیوله، سر یې د کوچ پر ژۍ کیښود، چت تور ورته ښکاره شو، لکه لوګي چې وهلی وي، خو په کوټه کې د بخارۍ ځای نه و.
پراګ
ودې ژړولم. مسلمانه یوه نیمه خو د خوښۍ کیسه هم لیکه. دا د پراګ خلک لکه چی ټول په غم اخته دي چی داسی د خفګان کیسي یې رالیکئ. ما اوریدلي چی هغه خلک ښه د خوښۍ ژوند لري، ارام او پرسکونه خلک دي. تاسو چې هلته اوسېږئ د غم ځپلي وطن خلکو ته چې هره شېبه یې د زهرو د غوړپ په څېر ده نور غمونه مه راوړئ، خوښۍ ورته راوړئ، نېکمرغۍ ورته راوړئ، ویر مه راوړئ، دردونه مه راوړئ که نه دا یو سپک غوندې ادبي تروریزم بلل کېدی شي. درناوی
لیکوال به د کیسې و لیکلو او سکڼلو ته د زړه ویني ور کړي، نه به له کورنیانو سره تفریح ته وخت پاتیږي او نه د چا و مړي او زوندي ته رسیږي.
بد ذوقه او خوش ګذره لوستونکی به یې
«سپک ادبي تروریزم ».
وبولي
د پښتو تخلیقي ادب دي خدای مل شي.