یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهصالح: پولیس د ناقانونه لوړ پوړیزو ودانیو د مخنیوي مسؤلیت نه لري

صالح: پولیس د ناقانونه لوړ پوړیزو ودانیو د مخنیوي مسؤلیت نه لري

تاند (یکشنبه د عقرب ۲۵) د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د غیر قانوني لوړ پوړیزو ودانیو مالکانو ته خبرداری ورکړی، چې ډېر ژر به په دومره اندازه جریمې چې د ودانۍ د جوړولو تر لګښت لوړي وړي ولګوي.

ښاغلي صالح ویلي، له دې وروسته تر دویم امر پورې د حوزو پولیس د ناقانونه لوړ پوړیزو ودانیو د جوړولو په مخنیوي کې  مسئولیت او مکلفیت نه لري.

ده زیاته کړې، د ناقانونه لوړپوړیزو ودانیو جوړول جرمي بحث دی او د کابل ښاروالۍ د جنايي څیړنو ریاست به دا موضوع څیړي.

امرالله صالح نن یکشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ولسمشرۍ ماڼۍ ژمنه کړې، چې د یوه حکم له مخې به درنه جریمه تعین کړي، څو هغه کسان چې ناقانونه ودانۍ جوړوي، قباله یې تر هغه اجرا نشي، څو یې د ودانۍ له قیمت څخه زیاته جریمه نه وي تحویل کړې.

د لوړپوړیزو ودانیو مسئله د یو شمیر مسئولو او غیر مسئولو کسانو لپاره په یوه جرمي او نا مشروع عاید بدله شوې چې د پولیسو له مهمو دندو شمیرل کیږي.

کابل ښاروالي د ناحیو په کچه د کابل پولیسو په مرسته سر له نن یکشنبه د لړم له ۲۵ نیټې د ودانیزو سرغړونو په څیړنه کار پیلوي.

د ودانیزو چارو هغه سرغړونکي چې، د ودانۍ جواز نه لري او یا یې له جواز څخه زیات تصرف کړی او اضافي پوړونه یې جوړ کړي دي، زرغونه سیمه یې په نظر کې نه وي نیولې، سفتیک یې معیاري نه وي، ودانیز توکي یې د سړکونو او پلو لارو په زیان وي، تر پیژندلو وروسته مجازات کیږي.

امرالله صالح تر دې وړاندې هم د کابل د شپږ نیمو بجو په اتلسمه امنیتي غونډه کې ویلي و، هغه لوړ پوړیزې ودانۍ چې په غیر قانوني توګه جوړې شوي وي په چاودنو تخریبوي، خو داسې ښکاري چې لا هم په خپله دغې پرېکړه کې پاتې راغلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب