Homeخبرونهامریکا د افغان هوايي ځواک د ایم ډي هیلي کوپترو د ملاتړ...

امریکا د افغان هوايي ځواک د ایم ډي هیلي کوپترو د ملاتړ لپاره نوی قرارداد وکړ

تاند- د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان د هوايي ځواک د ایم ډي (MD-530F) هیلي کوپترو د لوژیستیکي ملاتړ لپاره یې د ۳۴ ملیون ډالرو په ارزښت یو قرارداد لاسلیک کړ. د دې قرارداد پر اساس به (MD Helicopters Inc) کمپنۍ د افغانستان د (MD-530F) سپکو جنګي څرخکو ملاتړ په غاړه اخلي.

دا کمپنۍ به د امریکا د ایرزونا په میسا او د افغانستان په کابل کې د ۲۰۲۱ کال د مې تر ۳۱ پورې کار بشپړوي.

MD-530F هیلي کوپترونه په دې مشهوره دي چې چټکې دي او په لنډ او تنګ ځای کې عملیات کولی شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...