ویل کیږي د نړۍ لومړۍ ښځه ډاکټره تر څو چې ژوندۍ وه څوک پرې پوه نه شول چې ښځه ده۔ کله چې مړه شوه د مړو مینځلو په خونه کې چې لوڅه شوه ټول متوجه شول چې دا یوه ښځه وه۔
جیمز بری هغه ځوان چې په ۱۸۱۲ کال کې یې د ډاکتري سند د انګلیستان له ادینبورگ پوهنتون څخه تر لاسه کړ۔
وروسته یې په لندن کې نورې زده کړې وکړې په پوځ کې جراح مقرر شو او له پوځ سره یو ځای تر افریقا، کانادا او هند پوري ورسید۔
په ۱۸۶۵ کال کې چې مړه شوه خلک حیران شول باور یې نه کاوه چې د دوی د کلونو صمیمي ملګری دې یوه ښځه وي۔
د دې اصلي نوم «مارگارت آن بالکلی» و او په ایرلند کې دنیا ته راغلې وه.
دې د طب په برخه له زده کړو سره سخته مینه لرله په هغو کلونو کې اروپایي ټولنه هم زموږ غوندې په تیارو کې ډوبه وه نجونو ته یې د طب په برخه کې د زده کړو اجازه نه ورکوله خو مارګارات مایوسه نه شوه له ځانه یې هلک جوړ کړ او د خپل ورور حیمزبری په تذکره پوهنتون ته ولاړه او ډاکتره شوه۔
هغه وخت لا د بي هوشي درمل نه و کشف شوي ، دې به په جراحي عملیاتو کې زیاته چټکتیا کوله ځکه دومره وتلې او مشهوره شوه۔
د «مارگارت آن بالکلی» نوم د دنیا د لومړنۍ ښځې ډاکترې په توګه د جهان په تاریخ کې ثبت دی
دا میرمن د ډیرو لپاره ځکه ارزښتناکه ده چې پخپل استعداد ، جرات او تیز هوشي سره یې د لویې بریتانیا د ښځو ضد قانون تر پښو لاندې کړ او هغه څه یې وکړل چې خپله یې غوښتل۔
د هغې د ژوند په اړه د “جنت او ځمکه” په نوم فلم د مارلین گوریس په کارګرداني جوړ شوی دی۔
دغه راز د جیمز میراندا بری (James Miranda Barry) رومان چې پاتریشیا دانکر لیکلی د دغې پیاوړې میرمنې ژوند بیانوي۔
ژباړه او لنډیز: علم ګل سحر