جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهله عمران خان سره یو سوداګري پلاوی هم کابل ته راځي

له عمران خان سره یو سوداګري پلاوی هم کابل ته راځي

تاند- (دوشنبه، د عقرب ۲۶) کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر په درشل کې د ده تجارتي سلاکار د یکشنبې په ورځ وویل چې د ده تر مشرۍ لاندې به د پاکستان اقتصادي پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

ټاکل شوې ده چې عمران خان او ورسره ملګری پلاوی یې نن (دوشنبه) کابل ته راشي.

د رزاق داوود تر مشرۍ لاندې د پاکستان په سوداګري پلاوي کې به د پاکستان د ګمرکونو او د سوداګرۍ وزارت جګپوړي چارواکي شامل وي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، داوود وویل، د دغه تجارتي پلاوي د سفر هدف د سوداګرۍ او پانګونې د همکارۍ پر نویو برخو د خبرو پیل دی څو د دوو هیوادونو اړیکې لا نژدې شي او افغانستان ته د پاکستان صادرات لا ډېر شي

ده زیاته کړه «له افغان لوري سره به پر دوه اړخیزه سوداګرۍ، ترانزیت او په لا رسمي ډول د دوو هیوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې پر لارو چارو خبرې وکړو.»

ده دا هم وویل چې په دې به هم خبرې وکړي چې په څه ډول د دوو هیوادونو ترمنځ د غیررسمي راکړې ورکړې مخه ونیسي یا یې هغه ته رسمي بڼه ورکړي.

ټاکل شوې ده چې عبدالرزاق داوود د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره هم وویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...