سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهارین، افغان امنیتي ځواکونو تر ۱۵۰ ډېر پاکستاني ترهګر وژلي

ارین، افغان امنیتي ځواکونو تر ۱۵۰ ډېر پاکستاني ترهګر وژلي

تاند(دوشنبه، د عقرب۲۶) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په هلمند او کندهار ولایتونو کې د عملیاتو په لړ کې تر ۱۵۰ ډېر پاکستاني ترهګر وژلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی طارق ارین پرون (یکشنبه) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې په هلمند او کندهار کې د وژل شویو طالبانو شمېر ۱۱۰۰ تنه وښود او ویې ویل چې د هغو په منځ کې یو شمېر یې بهرني ترهګر دي.

د ارین په وینا د هلمند او کندهار په وروستیو جګړو کې ۳۸۷ تنه نور ترهګر ژوبل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د هلمند او کندهار وروستۍ جګړې له څو کلونو وروسته تر ټولو خونړۍ او سختې وې.

دا جګړې وروسته له دې پیل شوې چې طالبانو په دغو دوو ولایتونو کې یو شمېر سیمې لاندې کړې.

https://taand.net/%d8%af-%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%86%db%8c%d9%88-%da%86%d8%a7%d8%b1%d9%88-%d9%88%d8%b2%d8%a7%d8%b1%d8%aa-%da%a9%d9%86%d8%af%d9%87%d8%a7%d8%b1-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88/

د کورنیو چارو وزارت ویندوی ادعا کوي چې د کندهار او هلمند ولایتونو په جګړو کې د طالبانو لږترلږه ۵۵ لوی او واړه قوماندانان هم وژل شوي دي.

ده زیاته کړه«په هلمند کې ۱۵۲ پاکستاني جګړه مار وژل شوي دي.»

د ملګروملتو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۶۵۰۰ پاکستاني سختدریځي په افغانستان کې د دولتي ځواکونو پر ضد په جګړو کې برخه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب