سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهبارک اوباما: د ټرمپ لوینتوبونو د امریکایانو ترمنځ واټن ډېر کړی دی

بارک اوباما: د ټرمپ لوینتوبونو د امریکایانو ترمنځ واټن ډېر کړی دی

تاند(دوشنبه، د عقرب ۲۶) د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما وایي د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال په امریکا کې نفاق او فاصلې ډېرې شوې دي.

د هغه په وینا د ټرمپ سیاست او دده له لیونتوبه ډکو څرګندونو سره د ځینو رسنیو همغږي ددې سبب شوې چې د امریکایي ملت ترمنځ تر بل هر وخت واټن رامنځ ته شي.

بارک اوباما ویلي ټرمپ تل داسې څرګندونې کولې او داسې بې عدالتۍ یې کولې چې د امریکایي وګړو ترمنځ یې واټن رامنځ ته کړ او اوس د خلکو ترمنځ نفاق تر بل هر وخت ډېر شوی دی.

هغه وايي د امریکايي وګړو ترمنځ د اوسنۍ بې اتفاقۍ له منځه وړل د راتلونکي حکومت مهم کار دی او ددې جدي اړتیا ده چې دغه واټن ختم شي.

اوباما امریکایي وګړو ته ویلي چې له کرکې، نفاق، واټن راوستلو او ترخو څرګندونو ډډه وکړي.

بارک اوباما داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ او جوبایډن ترمنځ ټاکنې ترسره شوي او جوبایډن تر ټرمپ ډېرې رایې ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی