تاند(دوشنبه، د عقرب ۲۶) هند وایي له ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي او په دې اړه د پاکستان ادعا بې بنسټه ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي ټولې نړۍ ته معلومه ده چې ترهګر چېرته دي او څوک یې ملاتړ کوي.
د هغه په خبره ترهګرې ډلې په پاکستان کې روزل کېږي او د ترهګرۍ کارول د پاکستان د بهرني سیاست یوه برخه ده.
پاکستان په دې وروستیو کې ادعا کړې چې هند د افغانستان له لارې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
https://taand.net/%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%db%8c%d9%88%da%81%d9%84-%d8%a8%d9%8a%d8%a7-%d8%a7%d8%af%d8%b9%d8%a7-%da%a9%da%93%db%90%d8%8c-%da%86%db%90-%d9%87%d9%86%d8%af-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7/
هغه ادعا چې افغان حکومت وار د مخه رد کړه.
https://taand.net/%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%be%d9%87-%d8%ae%d9%84%d8%a7%d9%81-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%ae%d8%a7%d9%88%d8%b1%db%90-%da%a9%d8%a7%d8%b1/
پاکستان او هند په افغانستان کې د روانې نیابتي جګړې ستر ملاتړي بلل کېږي چې د خپلو ځانونو د ساتلو لپاره یې په افغانستان کې په یو ډول نه یو ډول په جګړو او نا امنیو کې لاس لرلی دی.