شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهڅېړونکي: د استرالیايي عسکرو جنګي جنایتونه یو پلان شوی کار ښکاري

څېړونکي: د استرالیايي عسکرو جنګي جنایتونه یو پلان شوی کار ښکاري

تاند(دوشنه، د عقرب ۲۶) په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د جنګي جنایتونو څېړونکي وایي داسې ښکاري چې دا جنګي جنایتونه فردي عمل نه بلکې یو پلان شوی کار و.

له څو کلونو راهیسې رسنیو راپورونه خپاره کړي چې استرالیايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل اوږده ماموریت پر مهال جنګي جنایتونه ترسره کړي او عام افغانان یې وژلي دي.

له ۲۰۱۶ کال راهیسې استراليایي حکومت په دې اړه لږ ډېرې څېړنې کړې وې خو اوس یې دا بهیر چټک کړی دی.

ددغه ډلې یو څېړونکی ډاکټر سامنټا وايي داسې ښکاري چې په افغانستان کې ترسره شوی جنګي جنایت فردي کار نه و، بلکې یو پلان شوی کار ښکارېږي.

د هغه په وینا دا وېره شته چې د ترسره شوو جنګي جنایتونو شمېر ډېر شي او دا هر څه ټکان ورکوونکي دي.

هغه وايي د استرالیایي پوځ په ټول جوړښت او اوسني فرهنګ کې سترو بدلونونو ته اړتیا ده او د استرالیا حکومت باید د ټولو جنګي جنایتونو هر اړخیزه پلټنه وکړي.

دغه ځواکونو له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶ز کال په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی چې په دې موده کې یې لسګونه ملکي وګړي په قصدي توګه وژلي، شکنجه کړي او ځورولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب