تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۸ مه) د افغاني سره میاشت ټولنې طالب رئیس شهابالدین دلاور، د بیل ګیټس له بنسټ څخه غوښتي چې له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي.
د افغاني سره میاشت ټولنې له خوا په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې شهابالدین دلاور د یکشنبې په ورځ د بیل ګیټس بنسټ د آسیا د څانګې د پولیو له مشرې آنا ماریا، سره ولیدل او خبرې ورسره وکړې.
په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د بیل ګیټس بنسټ پلاوي ژمنه کړې چې له افغانستان سره به مرستې زیاتې کړي.
د بیل ګیټس بنسټ یو له مهمو نړیوالو خیریه ادارو څخه دی چې د افغانستان، پاکستان او افریقايي هیوادونو په شان په بېوزله او لږ پرمختللو هېوادونو کې بشري فعالیتونه. د دې بنسټ د فعالیت ډېره برخه د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ په له منځه وړلو باندې متمرکزه ده.
بیل ګېټس، چې د مایکروسافټ له موسسانو څخه دی، هر کال ۵۰۰ میلیون ډالره د نړۍ په بیوزله هیوادونو کې له ناروغیو څخه د خلکو په خوندیتوب یا وقایې لګوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ۷۲ پېښې ثبت شوې دي.
د دې راپور له مخې، په افغانستان کې د پولیو ۲۳ پېښې او په پاکستان کې ۴۹ پېښې ثبت شوې دي.
د ماشومانو د ګوزڼ واکسیناسیون کمپاین په افغانستان کې د طالبانو له خوا له شاوخوا یوې نیمې میاشتې ځنډولو وروسته، د سلواغې په ۷مه نېټه بیا پیل شو، چې په ترڅ کې یې زرګونه پنځه کلن او تر هغه کم عمره ماشومان واکسین شول.
څومره احمقه طالبان یاست، ولی له یهودو څخه مرسته نغواړی چی په خټه هم څه نا څه ورسره شریک کیږی؟ ولی الله ته بغاری نه وهی چی له کافرو مرسته غواړی؟