عبدالوحید وحيد
له تېرو څو لسيزو راهيسې د افغانستان د مختلفو حکومتونو له خوا خپلو کورنيو نيمګړتياو ته د حل لارو د لټون له هڅو پرته يوازې په پاکستان باندې د پړې اچولو او له بلې خوا د پاکستان د هايبريډ حکومتي مشرانو له خوا د ستراتيژيک عمق په نوم په افغانستان کې د نيابتي جګړو تګلارو د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د بې باوريو خليج رامنځته کړى او دواړو هېوادونو ته د سختو زيانونو اوښتو لامل ګرزيدلي دي.
د ډيورنډ کرښه له تېرو سلو او يا زياتو کلونو راپه دې خوا پرانستې پرته وه. د کرښې دواړو غاړو خلکو به ازاد تګ راتګ کاوه. نه دومره امنیتي پوستې وې، نه دوه اړخيزې نښتې وې، نه ازغن تارونه وو او نه نور پيچلي سيستمونه وه. له جيوپوليتيک اختلافاتو سره سره د دواړو هیوادونو د ولسونو ترمنځ وروري وه لوريينه وه د يو بل د درد درک وو، په سختو وختونو کې د ولسونو په کچه ژوره همغږي وه. ستونځه په افغانستان کې د نظامونو د نسکوريدو له بدمرغه او په غبرګون کې يې د پاکستان لخوا د نيابتي جګړو د ناوړه سياست له خپلولو سره پيل او لاهم د زياتيدو په حال کې ده.
پوښتنه دا ده چې له مودو راهیسې د خپلو سياستونو له امله په ګڼو ستونځو کې ايسار دواړه هېوادونه د يو او بل د ستونځو د لامل ګرزيدلو پرځاى ولې د مشترکاتو پربنسټ د ستونځو حل برخه نه جوړيږي؟ ځواب څرګند دى چې په دواړو خواوو د ولس په درد دردمن سياستوال نه، بلکې د واک او ثروت مجنونان حکومت کوي.
پاکستان له شک پرته په سياسي اقتصادي او امنیتي برخو د خپل تاريخ تر ټولو ستونځمنې او بوږنوونکې شېبې شاته پريږدي او لامل يې يقيناً افغانستان نه، بلکې په ټوليز ډول د افغانستان په تړاو ددغه هېواد د تېرو څو لسیزو ناوړه تګلارې خورا مهم لامل ګڼلاى شو چې زيانونه يې له افغانستان څخه ورهاخوا اوس په پاکستان کې هم محسوسيږي.
پاکستان د طالبانو تر مشرتابه لاندې افغان حکومت سره د خپلو اندیښنو شريکولو او د دواړو ګاونډيانو ترمنځ د پرتو ستونځو د حل کولو په تړاو د پام وړ انتخابونه، اسانتیاوې او پراخ امکانات لري. قطعاً مجبور نه دى چې خبره د رسنيو له لارې تر ګواښونو ورسوي، خو دغه هېواد مشران د افغانستان عيني واقعيتونو او خپلو تيروتنو ته له کتو پرته په مسلسل ډول د ګواښ هغه ازمويل شوې او ناکاره تګلاره مخته وړي چې زيانونه به يې له افغانستان څخه زيات پاکستان ته رسيږي.
شک نشته چې په پاکستان کې امنیتي ناکراري او د تحریک طالبان پاکستان جګړه د طالبانو له بريا څخه سرچینه نه اخلي، بلکې اوږد او پيچلى شاليد لري، خو په کابل باندې د طالبانو له واکمني څخه سملاسي وروسته د توقع خلاف د پاکستاني واکمنو په لهجه کې تريخوالي، ګواښونه، حتى د افغانستان د ځينو سيمو بمباردول او په رسنيزو خبرو کې د غير ديپلوماتيکو الفاظو انتخاب يقيناً پوښتنې راپورته کوي او د اندېښنې وړ خبره ده.
له دې سره سره چې اوسنى سرپرست افغان حکومت د خپلو خلکو غوښتنو ته اهميت نه ورکوي، ملي ګټې په پام کې نه نیسي او د نړيوالې ټولنې لخوا د تعامل مسلسلو هڅو ته پاروونکې غبرګون ښئي، خو د پاکستاني مشرانو لخوا ګواښونو تورونو او الزامونو په وړاندې د بهرنیو چارو د وزارت چوپتيا او يا هم نا انډوله غبرګون باندې د ډېرو افغانانو لخوا نيوکې کيږي.
طالب مشران يقيناً پوهيږي چې په پاکستان کې د ډيرو طالب مشرانو د جايدادونو، پاکستاني پيژندپاڼو درلودلو او نورو تړاوونو له امله له پاکستان سره ټکر ورته سخت زيانونه رسولاى شي او قطعاً نه غواړي له پاکستان سره يې اړيکې ترينګلي شي. البته د پاکستان د رويې په تړاو پوښتنه راپورته کيږي چې پاکستان ولې له طالبانو سره د پراخو تاريخي اړيکو درلودلو سره سره اقلاً د مثبت تعامل لپاره د لارو چارو په لټون کې پاتي راغلى دى؟ متأسفانه ځواب يې د ډيرو سياسي شنونکو په باور دا دى چې په کابل کې له هر واکمن سره مخالفت او په وړاندې يې نيابتي جګړه پيلول د پاکستان د ستراتیژیک عمق د تګلارې برخه ده.
د رسنيزو راپورونو له مخې د پاکستاني چارواکو لخوا امريکايي بې پيلوټه الوتکو ته په افغانستان باندې د څار لپاره د اډو ورکول، په بهرنيو هېوادونو کې ميشتو پخوانيو جنګسالارانو او له نورو ترهګرو ډلو سره پټې ناستې د ځينو سياسي شنونکو هغه ارزونې او انګيرنې تائيدوي چې وايي پاکستان لکه د تل په څير يو ځل بيا غواړي په افغانستان کې د پرديو ترهګرو ډلو شتون په لوړه کچه د ژورې اندېښنې وړ وښيي، د طالبانو د حکومت پر د ممکنه نړيوال غبرګون په مهال د پاکستان ملاتړ مجبوريت توجیه کړي، خو له نيکه مرغه په افغانستان باندې د نظامي يرغلونو ناکام شاليد ته په کتو او په دغه هېواد کې د طالبانو په پرتله د ښه بديل د نشتون له امله نړيواله ټولنه لاهم تعامل ته دوام ورکوي.
دواړه هېوادونه د يو بل په جغرافیه کې روا ستراتیژیکې ګټې لري چې په سیمه کې د اقتصاد، امنیت او ثبات په محور راڅرخيږي. متأسفانه چې په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته دَ هر واکمن په وړاندې د وسلوال مقاومت له مشرانو څخه د مادي او معنوي ملاتړ کولو پاکستاني سياست د دغه هېواد په هکله افغانانو ذهنيت نور هم خرابوي او په افغانستان کې ددغه هېواد مشروع ګټو ته هم زيان رسوي.
په افغانستان کې د پاکستان د تګلارو له امله عامه ذهنيت خراب شوى دى او افغانان فکر کوي چې پاکستان يوازې په شخړو، فقر، بيوزلي، په کورنيو شخړو کې د ښکېل او له بهرنۍ نړۍ سره په جنجالونو کې د نښتي افغانستان په لټه کې دى او دا چې په سياسي امنیتي او اقتصادي ستونځو کې ايسار پاکستان د افغانستان په وړاندې د نړيوال ايتلاف په چوکاټ کې يو ځل بيا د لوبي کولو لپاره د ډيرو کارتونو له درلودلو څخه خوند اخلي.
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د داعش په ګډون د نورو جنګي ډلو د شتوالي له امله د نړيوالو د اندېښنو ګراف ورځ تربلې لوړيږي او د افغانستان حکومت لخوا يوازې د بهرنيو جنګي ډلو د شتون تورونه ردول په هيڅ ډول مناسب ځواب او د هېواد په ګټه غبرګون نه دى. د طالبانو د حکومت پر ضد په نړیوال غبرګون کې شدت ممکن په افغانستان کې د ځينو هېوادونو له خوا مطرح شويو امنیتي ننګونو ته د ااا د توجه نه کولو پايله وي. په دغه ډول غبرګونونو کې ډېرى وخت ډیپلوماټیکې خبرې اترې، د استخباراتي معلوماتو شریکول، اقتصادي بندیزونه، نظامي همکاري، او نور اقدامات شامل دي چې هدف یې د خپلو نړيوالو مسئولیتونو پوره کولو په برخه کې د ناکامو رژیمونو ګوښه کول یا هم ورباندې فشار راوړل وي.
د پاکستان لخوا په ديپلوماتيکو هلو ځلو کې په افغان خاوره کې د ترهګرو ډلو د شتون په موضوع باندې فشار او د افغانستان له جنګسالارانو سره ددغه هيواد د مشرانو له مکررو ليدو کتو څخه ښکاري چې پاکستان په افغانستان باندې د يوه بل ناورین لپاره له نورو هېوادونه سره په ګډه د ګډو ګټو په چوکاټ او په ګډ ميکانيزم باندي د هوکړې کولو هڅې کوي او امارت د کورنيو نيمګړتياو او سياسي انزوا له امله د مناسب غبرګون ښودلو په برخه کې بې بسه ښکاري. له نړيوالې ټولنې سره د تقابل تګلارو او نورو نيمګړتياو په نړيواله کچه د افغانستان نړيوال اهمیت ته زيات رسوي او د وخت په تيريدو سره دغه هېواد ته جدي ستونځې راپورته کولاى شي.