Homeخبرونهافغانستان له بنګله دېشه د یو ورځینو لوبو لړۍ وګټله

افغانستان له بنګله دېشه د یو ورځینو لوبو لړۍ وګټله

تاند ( دوشنبه د عقرب ۲۱) د بنګله دېش او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د درېیو یو ورځینو سیالیو لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه افغانستان وګټله.

افغانستان په دې سره د دې لوبلړۍ سریز په خپل نوم کړ.

په درېیمه او وروستۍ لوبه کې بنګله دېشۍ لوبډلې د ۸ لوبغاړو په زیان سره افغان لوبډلې ته د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلې لپاره عظمت الله عمرزي د مقابلې لوبډلې ۴ او محمدنبي، راشدخان یو یو لوبغاړي وسوزول. بنګله دېش لپاره بیا محمدالله ۹۸ او مهدي حسن ۶۶ منډې وکړې.

افغان لوبډلې قوي پیل وکړ او د ۵ لوبغاړو په زیان یې د رحمن الله ګربز په سلیزې او د عظمت عمرزي په ۷۰ ناسوزېدلو منډو لوبه او لوبلړۍ وګټله.

د دوی ترڅنګ محمدنبي عیسی خیل هم ۳۴ ناسوزېدلې منډې وکړې.

افغانستان د دې لړۍ لومړۍ لوبه هم ګټلې وه خو دوهمه لوبه بیا بنګله دیش وګټله.

افغان لوبډله تر دې لوبلړۍ وروسته له زمبابوې سره لوبې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...