سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهد ماین پاکۍ سازمان؛ افغانستان د نړۍ له څلورو " شدیدا ماین...

د ماین پاکۍ سازمان؛ افغانستان د نړۍ له څلورو ” شدیدا ماین ککړو” هېوادونو ګڼلی

تاند (دوشنبه د عقرب ۲۱) د ماین پاکۍ سازمان “هالو تراست” له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د چاودیدونکو موادو د پاکولو لپاره خپل سیاسي او مالي ملاتړ زیات کړي.

یاد سازمان ټینګار کړی،چې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د ۶۵ کیلومتره مربع څخه زیاته سیمه په لاس جوړ شویو بمونو پوښلې ده.

هالو تراست په یو راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی اعلان وکړ چې په ماینونو ککړو سیمو کې د پرسونل ضد ماینونه څخه د پاکو شویو سیمو اندازه کې ۱۰ سلنه کموالب راغلی دی.

دې سازمان له هېوادونو وغوښتل،چې د ځمکنیو ماینونو د بندیز تړون ته ژمن پاتې شي او د ماینونو شمیر او انسانانو لپاره یې ګواښونه راکم کړي.

په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۲ کال پای پورې په افغانستان کې په لاس جوړو ماینونو له امله ککړه شوې ساحه ۵۳ کیلومتره مربع ته رسېدلې ده.

هالو تراست همداراز اعلان کړی چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې ۶۰ هېوادونه د ځمکنیو ماینونو له امله ککړ دي او دا سازمان په یو پر درېیمه برخه دغو هېوادونو کې فعالیت کوي.

یاد سازمان افغانستان د څلورو “شدیداً ماین ککړو” هېوادونو له ډلې څخه ګڼلی او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې یې د ماین پاکۍ ۲ زره ۲۳۵ کارکوونکي فعالیت لري.

کامبوج، عراق او اوکراین نور هغه هېوادونه دي چې له شدید ماینونو سره مخ دي او هالو تراست په دې هېوادونو کې هم فعالیت کوي. دې سازمان همداراز ټینګار کړی چې اوکراین په پراخه توګه له ماینونو څخه ککړ دی.

د دې راپور له مخې، په تېر کال کې په ککړو سیمو کې له ۱۹۲ زرو څخه زیات پرسونل ضد ماینونه له منځه وړل شوي، چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۲۱ زره ۱۹۳ ماینونه کم دي.

په راپور کې د هالو تراست مدیر جیمز کوان ټینګار کړی، چې تر هغه چې دا کار ترسره نشي، زرګونه ملکيان به په ویره کې ژوند ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب