Homeخبرونهد طالبانومشر هبت الله؛ د نشه یي موادو مخنیوي لپاره ۳۲ماده ییز...

د طالبانومشر هبت الله؛ د نشه یي موادو مخنیوي لپاره ۳۲ماده ییز فرمان صادر کړ

تاند (دوشنبه د عقرب ۲۱) ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۹ سلنه زیات شوی، خو هممهاله د طالبانو مشر “هبت‌الله آخندزاده” په یوه فرمان کې چې ۱۱ فصله او ۳۲مادې لري د مخدره موادو د کښت او قاچاق د مخنیوي لپاره صادر کړی دی.

د ټولنیزو رسنیو له لارې خپور شوي مکتوب پر بنسټ، د بادغیس ولایت د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ د دې نوي فرمان خبر ورکړی او د دې ولایت اوسېدونکي یې د مخدره موادو له کښته منع کړي دي.

د طالبانو مشر د ۱۱ فصلونو او ۳۲ مادو په فرمان کې د مخدره موادو کښت، قاچاق او کارول منع کړي دي.

د دې فرمان په لومړي فصل کې راغلي، چې که څوک له نیم جریب څخه لږه ځمکه باندې تریاک یا چرس وکري، په ۶ میاشتو تنفیذي بند به محکوم شي.

په دوهم فصل کې راغلي، که یو کس له یوې کیلو څخه لږ تریاک یا چرس له بهر څخه افغانستان ته انتقال کړي، نو د اړوندو محکمو له خوا به په یوه کال بند محکوم شي.

دغه راز په درېیم فصل کې راغلي،که یو کس د مخدره موادو پلورونکی وي او له هغه څخه د هر ډول مخدره موادو پنځه ګرامه لاسته راشي، د اړوندو محکمو له خوا به په یو کال تنفیذي بند محکوم شي.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...