Homeخبرونهد هند په ممبۍ کې افغان کونسلګرۍ د پاسپورت وېش پیل کړ

د هند په ممبۍ کې افغان کونسلګرۍ د پاسپورت وېش پیل کړ

تاند ( دوشنبه د عقرب ۲۱مه) د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان کونسلګري په یوه خبرپاڼه کې د پاسپورټونو د وېش خبر ورکړی دی.

د افغانستان د کونسلګرۍ په اېکسپاڼه کې لیکل شوي، چې د پاسپورټ وېش به د دوشنبې په ورځ د عقرب ۲۱ نېټه پیل شي.

دې کونسلګري په داسې حال کې د پاسپورت وېش پیلوي، چې هممهاله د هند “سندي ګارډین” ورځپاڼې راپور ورکړی چې هند د طالبانو د استازي په توګه د اکرام‌الدین کمیل په نوم تن د افغانستان د دوهم عمومي کونسل په توګه منلی دی.

کمیل په دې وروستیو کې هند ته د عادي پاسپورټ په کارولو تللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...