مور ته مي خدای (ج) خبر چاو یلي ؤ، چي زوی دي د لمر لوېدو پر مهال د لوړبابا زیارت ته ور وله ګوندي خدای وي، چي روغ سي.
زما په ګومان همدا خبره وه،چي یوه ورځ مي مور د لوړ بابا زیارت ته د تګ راته وویل، که څه هم زمابدن ناروغیو دومره کمزوره کړي وه چي دولاړیدو توان مي سم نه درلود، خودمور کۍ خبره مي چیري ماتولای سوای! ددې په وینا مي ناروغه وجود له بسترې راپورته او پر ديوال مي لاس تکيه کړ، له ولاړيدو سره سم مي پر سترګو توره شپه او په غوږونو کي مي ازانګې سوې سر راباندي وڅرځېدی،نژدې ؤچي بیرته دمځکي خواته ولویږم خودګراني مور د (بسم الله، بسم الله ….) ږغونو یوډول بیداري راکړه، لکه کوچنی ماشوم په غیږ کي يي ونیولم ماهم ددې دزړه لپاره خپل ناروغ وجود راټول او دیوال ته مي تکیه وکړه مور مي ژر په یو لوښي کي یخي اوبه راوړې زمامخ، لاسونه اوپښې په رالانده کړل، زړه یوڅه ورسره را بیدار سو.
ترلاس يي ونیولم کرار کرار زما په قدمونو راسره رهي سوه، خو کله چي به پر لار دستړیا څخه یو ځای کښېناستم، نودابه ترهغو راته ولاړه وه،چي ښه به هوسا سوم بیابه يي ترلاس نیولی روان کړم هرګړی به یې پوښتنه راڅخه کوله: (زویه ! ډېرپه عذاب خوبه نه يي؟)
زه که په تکلیف هم وم،خو بیا ددې دزړه لپاره به مي پرخپلو وچو شونډانو یو ډول مسکا راوسته اوورته و به مي ویل:(یه ! موري اوس شکر دی ښه یم.)
په دې لږ مسکا به مي پرچادولو شونډو وینه راڅرګنده سوه مور به ژر په دې خبره : ( دا سپېره شونډان او ژړ مخ دي مور صد قه سي .) د خپل تور الواني پړوني په څوکه زما مخ او شونډان راپاک کړل.
که څه هم دلوړ بابا زیارت زموږ دکلي څخه ډېر لیري نه ؤ ، خوپرما باندي دا لار ډېره اوږده سوه، دمازیګر لمرلا نه ؤلویدلی،چي د لوړ بابا زیارت ته ورنیژدې سولو.
زیارت دلوړ غره څخه لږ رالاندي دیوې لوړي غونډۍ په سر له ډېرو زمانو راهیسي جوړ سوی دی، دغره په لمن کي د اوبو چینه، جګ چنارونه او تر څنګ یې د کوچیانو کېږدیو داټوله سیمه خوراشاعرانه کړې ده.
پر چینه باندي هر مازیګرکوچۍ پېغلاني په ټوکو ټکالو او سندریزو زمزو منګي ډکوي.
زه مور ترلاس نیولی روان کړی یم چي ناڅاپه له یادي چیني سره یوه داسي چټه پیغله، چي جګه ونه یې لکه چنار، د باز په څېر خماري سترګي، دڅوارلسم سپوږمۍ غوندي روښان مخ،تر مشکي اوربل لاندي شینکي خال او د چینې په اوبو لمدو جامو یې د انسان زړه له ګوګله راکښی په مخه راغله،خو زما په لیدو یې د مخ پټولو ټولي هڅي ناکامي سوې، نو ځکه یې د زرکي قدمونه نور هم چټک کړل.
زړه مي یوډول دمستي ځوانۍ بوی حس کړ، ناروغ بدن مي دجوړوالي خواته مایل او په پښو کي مي د ګړندي تګ ځواک پیدا سو ،نه یم پوهیدلی چي څنګه دلوړ بابا زیارت ته وختم!
مور مي د قبر سر ته پرته مالګه د(خورده) په نامه راباندي وخوړه، دقبر یوڅو غټي ، غټي ډبري يي په (بسم الله الرحمن الرحیم ) سره راباندي وموږلې ،زما د پټو/ څادر څخه يي یوه اوږده ریښکۍ وشکوله د لوړبابا د زیارت سرته پر ولاړه درخته يي دنورو ریښکیو سره یو ځای ټینګه وتړله ، یوه اندازه خورده(مالګه) يي هم د پوړني په پلو پوري غوټه او دواړه د کور پر خوا را رهي سولو.
زه بیاهم نه یم پوهیدلی چي له دې لوړي غونډۍ څخه څنګه راکښته سوم! ځکه ټول فکر مي په هغه چاکي بند ؤ، چي په یوځل لیدلويي زما زړه له ځانه سره کیږدی ته وړی ؤ.
زه په لار یوې اوبلي خواته په ورک زړه پسي ګورم، ناڅاپه مي د یوې کېږدۍ څنګ ته هغه ما لېدلې پيغله نغري ته ناسته په سترګه سوه، خدای خبر چي ماخستن ته یې څه پخول؟ زړه مي غوښت چي همدا اوس ورسره مېلمه سم، خو ملک د پښتو دی!
د ماښام لمونځونه قضاء وو،چي کورته را ورسیدلو، ما د ذهني ستړیا له لاسه د ماخستن د ډوډۍ خوړولو پرځای د خوب غيږي ته فناء یوړه ،مګر خوب چیري ؤ!
دشپې ډېره برخه مي سپوږمۍ ته په کتو تېره کړه، په همدغه شپه مور څوځله ږغ راباندي وکړ :(زویه! اوس څنګه يي؟)
ما د جواب ورکولو پر ځای لا نور ځان پر خوب واچاوی مور مي خوشحاله سوه:(یاالله !ستاډېرشکر دی چي زما زړګی نن آرام دی.)
سهاروختي زه خپله له خوبه راکښینستم مور، چي ولیدم ، د مهربانۍ په ځانګړي انداز يي راته وویل : ( د سترګو توره! پام کوه،چي غوځارنه سې!)
– یه ! موري نه غوځارېږم ، نن مي شکر دی صورت یوڅه جوړ اودلوړ بابا زیارت ښه تاثیر راباندي کړی دی، له دې سره سم مي مور سر سرتور کړ خدای (ج) ته په شکر کښوسوه.
دغسي يي بیا څو مازدیګره هم دلوړبابا زیارت ته لاس نیولی بوتلم اوپه هرو وار لیدلو به يي لکه ګل غوړیدم.
کله، چي دکلي نورو سپین سرانو ښځو زما د روغتیا په اړه زما له مور څخه پوښتني کولې، نو دې به دلوړ بابا دزیارت او کرامت خبره ورته تکراروله، خودا په دې نه وه خبره،چي زه دیو بل لوړ او جګ انسان په زیارت او ليدلو روغ سوی یم.
٢٠٠١ / ١١/ ١٥ سهیلي پښتونخوا کوټه