پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبلنډه کیسهسبا/ اجمل پسرلی

سبا/ اجمل پسرلی

د موټر له شیشې په شپه کې له لرې د ښار څراغونه داسې بریښیدل لکه په هدیره کې لګیدلې شمې، یوه یې شمال پو کړې، د بلې یې رڼا غځولې.

دې ښار ته تیر ژمي هم راغلی وم، هغه مهال چې له سرویسه کوز شوم، نوی ماښام و، نوې واوره وریده، دا ځل په لاره کې واورې ایسار کړم. ورنونه مې په لاس ټینګ کړل:

« چې څرنګه ښکته شم بس سیده به هوټل ته ځان رسوم… سبا ته به دمه جوړوم»

اډه همهغه اډه ده، مخامخ  د ساعت زوړ برج، لاندې کافي شاپ، ښي لاس ته د سګریټو دوکان… دا یو کال داسې راته وایسید لکه پرون، لکه همدا شیبه، خو تیرکال دی ژوندی و، سبا یې جنازه ده.

د برج شاته څو تنه بیکوره اوره کسان په یوه کونج کې غونج منج ناست وو، تیرژمی هم دلته خلک و:

« دوی لا ژوندي دي…سړو نه دې وژلي؟؟»

له برج سره پر غځیدلي سړک کې تیرځل د هغه رستورانت مخې ته امبولانس ولاړ و چې ما به پکې ډوډۍ خوړه، پولیس ښکته پورته کیدل بیا یې په سبا دا رستورانت بند شو….

رستورانت اوس څراغان و، ورننوتم. اوبه مې وغوښتې:

« تا خو ویل چې سیخ به هوټل ته ځم»

 یوې نجلۍ اوبه راوړې، ستړې ښکاریده، چې خوله مې غونډوله چې د پروسږکال د پيښې پوښتنه وکړم دا رهي شوه، بل ځل چې راغله د ډوډۍ فرمایش مې ورکړ، دستي یې راته شا کړه.

…… د ده څيره مې ترسترګو سترګو کیده چې تیرژمی پراګ ته د بیرته تګ په وخت مې د موټر له شیشې لاس ورته پورته کړ، ده لکه چې له بهره له تورې شیشې نه لیدم زنګ یې راته واهه چې په خدای مې وسپاري….. ټک شو، نجلۍ د ډوډۍ بیشقاب راته کیښود، دا بل میز ته تیره شوه.

کله چې مې د ډوډۍ پیسې ورکولې ومې پوښتله:

-تیرکال دلته په دې رستورانت کې څه خبره وه پولیس راغلي وو؟

 نجلۍ شونډې بوڅې کړې، نه پوهیږم خبره نه وه که یې نه راته ویل، که یې حوصله نه وه.

له ډوډۍ وروسته کوڅه تشه شوې وه. د واورې دانې بې غږه غوږه کښیناستې، اوبه کیدې.

د هوټل کوټې ته چې ورننوتم لکه ساعت چې یو کال په شا څرخیدلی وي،  شاوخوا تک سپین دیوالونه، توربخونه پرده، سپینه روجایي، سپينه بالښت، اړخ ته د لرګیو المارۍ ، په همداسې کوټه کې تیرځل هم وم، خو تیره پلا مې کوټه لکه چې په اووم پوړ کې وه، دا پلا په  دریم کې .

المارۍ مې پرانیسته، خالي وه، د لرګي بوی یې ورکاږلم چې منځ ته یې ورشم. پرتخت مې ځان واچاوه…. پروسږکال مې هم زړه کیده چې دې المارۍ ته ننوځم، د ماشومانو په څير پټ شم، خو له چا؟

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب